جاپان او جنوبي کوریا د خپلو پخوانیو کړکېچونو پر حل موافقه وکړه
جاپان او جنوبي کوریا موافقه وکړه، چې ډېر ژر د پخواني پوځي تقابل کړکېچونه حل کړي، چې د نږدې امنیتي همکاریو مخه یې نیولې وه.
دا خبره د جاپان دفاع وزیر نن یکشنبه په سینګاپور کې د شانګري-لاډیالوګ امنیتي کنفرانس ته وکړه.
د جاپان دفاع وزیر یاسو کازو هامادا د جنوبي کوریا له دفاع وزیر لي جونګ سوپ سره د دې کنفرانس په څنډه کې خبرې وکړې.
هامادا تر دوه اړخیزې کتنې وروسته خبریالانو ته وویل، دواړو لوریو موافقه وکړه، چې خپلې خبرې به چټکوي او په ۲۰۱۸م کال کې د رادار د پېښې په څېر به د نورو واقعو د تکرار مخه نیسي.
په ۲۰۱۸م کال کې جاپان ویلي وو، چې د جنوبي کوریا جنګي کښتۍ د خپل رادار په مرسته د جاپان پر یوې څارونکې الوتکې خپله نښه وربرابره کړه، خو جنوبي کوریا دا مسئله رد کړه او دا لانجه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا سبب شوه.