کورنی کرکټ؛ میس عینک دويم بری ترلاسه کړ
د افغانستان د کورني کرکټ په دوام د میرویس نیکه په نوم په پیل شویو درې ورځنیو سیالیو کې مس عینک لوبډلې دويم بری هم خپل کړ.
دغه راز د بند امیر او امو لوبډلو سیالي بیا بې پایلې پای ته ورسېده.
يادې سیالۍ چې په ننګرهار ولایت کې پیل شوي، مس عینک د بوست پر وړاندې سیالي وکړه او د ۳ وېکټو په توپیر یې بری ترلاسه کړ.
د مس عینک ځوان لوبغاړي رفیع صادق چې په توپوهنه او توپ اچونه کې ښه ځلېدلی و د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
دغه راز د امو او بند امیر لوبډلو د درېیمې ورځې ترپایه ونهشو کړای چې سیالي وګټي، نو لوبه بې پایلې تمامه شوه.
د امو په لوبډله کې پخوانی ملي لوبغاړی شهزاد محمدي هم لوبه کوله چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې ۴۴ منډې کړې وې.
په دې لوبه کې حیات الله ناصري سلیزه وهلې وه او عرفان الله ساپي په توپ اچونه او توپوهنه کې ښه لوبه کړې وه، چې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه په شریکه ورکړل شوه.
د یادونې ده، چې په دې سیالیو کې پينځه لوبډلې برخه لري او تر دې دمه د مس عینک لوبډله مخکښه ده.