بدخشان کې د جومات دننه چاودنه؛ د وژل شویو کسانو شمېر ۱۹ او د ټپیانو ۳۸ ته رسېدلی
د بدخشان د وژل شوي مرستیال والي نثار احمد احمدي د فاتحې په مراسمو کې چاودنې تر اوسه د ۱۹ کسانو د وژنې او د ۳۸ د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی دی.
یوې سرچینې د نوم نښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، ځینې ټپیان چې په هغې کې د بدخشان ولایت د ښاري محکمې رییس او ښاروال شامل دي د سختو ټپونو له امله کابل ته د درملنې لپاره انتقال شوي دي.
یوې سرچینې د نوم نښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، په دغه ولایت کې د استاد برهان الدین رباني روغتون ته زیات شمېر ټپیان وروړل شوي چې شمېر معلوم نه دی.
د سرچینې په حواله، په وژل شویو کسانو کې دیني عالمان، د طالبانو ځینې قومندانان او پخواني جهادي مخکښ کسان شامل دي.
سرچینه وايي، د فیض اباد ښار د طالب ځواکونو لخوا تر سخت کنټرول لاندې دی او چا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو زارت بیا وايي، د بدخشان په پېښه کې ۱۱ کسه وژل شوي او له ۳۰ زیات ټپیان دي.
سره له دې چې یاد وزارت د دې چاودنې د څرنګوالي په اړه معلومات نه دي خپاره کړي، خو ورکړي معلومات یې لومړني ښودلي دي.
له دې وړاندې د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو حکومت د اطلاعاتو فرهنګ رییس معزالدین احمدي ازادي راډیو ته د بغلان ولایت لپاره د طالبانو مخکیني امنیه قومندان صفي الله صمیم او یو شمېر نورو ملکي کسانو وژل کېدل تایید کړي وو.
هغه ویلي وو چې چاودنه د جومات په منځ کې شوې او تلفات یې هم ډېر دي.
صمیم د بغلان ولایت لپاره د طالبانو حکومت مخکینی امینه قومندان و چې په دې وروستیو کې له خپلې دندې لرې کړای شوی و.
د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې دې ولایت په مرستیال او سرپرست والي نثاراحمد احمدي موټر بم برید وشو چې په پایله کې هغه له خپل موټر چلوونکي سره یو ځای وژل شو.
پر احمدي د شوي برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې په غاړه اخیستی دی.