د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون په پاکستان کې د افغانانو پر نيولو اندېښنه وښوده
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چې د طالبانو د حکومت لهخوا لغوه شوی او له هېواده بهر فعالیت کوي، په پاکستان کې د هغه هېواد د پولیسو لهخوا د افغانانو د نیولو د لړۍ په اړه ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده.
دې کمېسیون پرون یکشنبې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې له کره سرچینو یې معلومات ترلاسه کړي چې پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته یې د ځینو د بېرته استولو لړۍ پراخه کړې ده.
دې کمېسیون دا یوه غمجنه پېښه بللې او ویلي یې دي، چې پاکستان په دې کار سره د یو شمېر ډېرو کسانو، د بشري حقونو د فعالینو، د معترضو ښځو، څارنوالانو، مدافع وکیلانو، د پخواني حکومت د چارواکو، د رسنیو د کارکوونکو، هنرمندانو، روڼ اندو او سیاسي فعالانو ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ کوي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغانانانو له نیولو او خپل هېواد ته یې له استولو لاس واخلي او زیاتوي دا هغه افغانان دي چې په افغانستان کې د جګړې، سیاسي بحران او ټولنیزو ستونزو اصلي قربانیان دي چې پاکستان ته تښتېدلي یا کډه شوي دي.
په پاکستان کې د افغان بندیانو یوې مدافعې وکیلې منیزې کاکړ هم تېر ماښام ازادي راډیو ته تایید کړه چې د افغانانو د نیولو پروسه په دې ورستیو کې چټکه شوې او ان هغه کسان چې کارټونه یا د هستوګنې قانوني اسناد هم لري او مخکې یو یا دوه ځلې نیول شوي او په ضمانت خوشې شوي، هم نیول کېږي.