کرکټ نړیوال جام؛ له هند او پاکستان سره د افغانستان د لوبو نېټې په ډاګه شوې
د کرکټ نړیوالې شورا د پنځوس اوریزو سیالیو د نړیوال جام پیلیزه سیالي به د انګلستان او نیوزیلنډ ترمنځ د اکتوبر میاشتې په ۵مه نېټه وي.
د کرکټ د باوري ویبپاڼې 'کریک اینفو' د خبر له مخې چې د راتلونکي پنځوس اوریز نړیوال جام په ترڅ کې به د افغانستان او هندوستان ترمنځ سیالي د اکتوبر په ۱۱مه نېټه په ډیلي ښار کې وي.
دغه راز افغان لوبډله به د پاکستان پر وړاندې د اکتوبر په ۲۳مه نېټه د هند په چینای ښار کې سیالي کوي.
که څه هم په دې خبر کې د افغانستان د نورو لوبو نېټې نهدي په ډاګه شوي، خو په ټورنمنټ کې لس ګډون کوونکي هېوادونه به یو د بل پر وړاندې سیالي کوي.
د دې نړیوال جام تر ټولو مهمه سیالي د هند او پاکستان ګڼل کېږي چې د اکتوبر په ۱۵مه نېټه د احمداباد په ښار کې ترسره شي.
د ویلو ده چې تر دې دمه د کرکټ نړیوالې شورا د دې سیالیو د نېټو او څرنګوالي په تړاو څه نهدي ویلي.