فوټبال؛ افغانستان له ایران سره سیالي کوي
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا د اتلوليو په ترڅ کې سبا سهشنبه د جون ۱۳مه خپله دویمه سیالي له ایران سره ترسره کوي.
د کافا اتلولیو په ترڅ کې افغانستان خپله لومړۍ سیالي ۱ د صفر پر وړاندې کوربه قرغیزستان ته وبایلله.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د خبر له مخې، د ایران پر وړاندې سیالۍ چې د کابل پر وخت د ماښام ۷:۳۰ بجې به پیل شي مشر روزونکی عبدالله المطیري به د محرومیت له امله په دې سیالۍ کې ګډون ونهکړای شي.
خبر زیاتوي، په دې لوبه کې به پخوانی افغان لوبغاړی حمیدالله یوسفزی به د افغانستان د مشر روزونکي دنده ترسره کړي.
د ویلو ده چې د سیالۍ ګټونکې لوبډلې ته به درې نومرې ورکول کېږي.