جنوبي کوریا د شمالي کوریا د سقوط شوي توغندي زیاتې ټوټې پیدا کړي
جنوبي کوریا نن جمعه ویلي، د شمالي کوریا د هغه توغندي زیاتې ټوټې یې پیدا کړي، چې څه باندې دوې اوونۍ مخکې سقوط شوی و.
ګومان کېږي دغه ټوټې د هغه توغندي د ټوټو دویمه برخه وي، چې د شمالي کوریا اکتشافي سټلایټ یې لېږداوه او د مې میاشتې پر ۳۱مه یې توغول ناکام شول.
د جنوبي کوریا د ګډو ځواکونو لوی درستیز ویلي، د دې توغندي ټوټې د پنجشنبې پر ماښام له ژړ سمندرګي ایستل شوي دي.
د جنوبي کوریا د رسنیو له مخې د دې توغندي ۱۲ متره ټوټه د سمندري ځواکونو یوې اډې ته وړل کېږي چې له امریکايي متخصصانو سره یوځای ورباندې ګډه څېړنه وشي.
شمالي کوریا منلې چې لومړنی پوځي اکتشافي توغندی یې تر توغول کېدو وروسته د تخنیکي ستونزو له کبله ناکام شو.