د امريکا او ايران ترمنځ د احتمالي مذاکراتو د پيل خبر ورکړل شوی
ایراني او غربي چارواکي د امریکا او ایران تر منځ د احتمالي مذاکراتو د بیا پيلېدو خبر ورکوي.
رویټرز اژانس د چارواکو په وینا راپور ورکړی چې واشنګټن پر دې لارو چارو بوخت دی چې له ایراني چارواکو سره د تهران د اټومي پروګرام د محدودېدو او په ایران کې د امریکایي اتباعو د نیولو په تړاو خبرې وکړي.
همداراز په بهر کې د ایران د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کېدو پر مسئلې وغږېږي.
د چارواکو نوم د موضوع د حساسیت له امله نهدی اخیستل شوی، خو رویټرز اژانس څرګندوي چې دا خبرې تر یوه توافق یوه تفاهم ته نږدې ښکاري.
ایران او امریکا له شپږ څلوېښت کلونو راهیسې هېڅ راز دیپلوماتیک روابط نهلري.