Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2023

یو ایس آی پي: له پرمختيايي پروګرامونو پرته پر کوکنارو بنديز ناوړه اغېزې لري

0
د امريکا متحده ایالتونو د سولې انسټېټيوټ وايي چې په افغانستان کې له پرمختيايي پروګرامونو پرته به د کوکنارو منع کول اقتصادي ستونزې او بې‌وزلي نوره هم ډېره کړي.


په افغانستان کې د کوکنارو د کښت لومړی فصل پای ته رسېدلی او د يوې برتانوۍ موسسې اټکلي سروې ښيي چې يوازې د هلمند ولایت د کوکنارو په کښت کې د پام وړ کموالی راغلی دی، خو تر دې مهاله هېڅ يوه مسوول بنسټ دا راپور نه‌دی تاييد کړی.


اوس د امريکا متحده ایالتونو د سولې انسټېټيوټ یا 'یو ایس آی پي' په يوه راپور کې راغلي که د کوکنارو کښت په همدې ډول بند پاته وي او پرمختيايي پروګرامونو ته هم پام ونه‌ شي په افغانستان کې به اقتصادي وضعیت نور هم خراب شي.


د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ اوسېدونکی نقيب الله چې سږ کال يې په خپله ځمکه کې غنم کرلي وايي، سږکال يې چندان عاید نه‌دي ترلاسه کړي او آن دا چې خپل لګښت يې هم نه‌دی پوره کړی.


نقيب الله وايي: "که د کوکنارو کښت نه وي، سره ګرانه ده او د غنمو له کښت څخه هم څه نه جوړېږي، غنم د ټراکټور او داسې نور لګښتونه نه پوره کوي. ډېری داسې کورنۍ شته چې درې څلور منه تارياک به يې اخیستل او د کورنۍ اړتیاوې به يې ورباندې پوره کولې، خو غنم دومره پيسې نه جوړوي، که څه پيسې جوړې هم کړي ايله چې د خوراکي موادو پيسې جوړې کړي. له اسلامي امارت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ سره مرستې وکړي او موږ ته داسې اصلاح شوي تخمونه راکړي چې د تارياکو په اندازه عاید ولري."


د امريکا متحده ایالتونو د سولې انسټېټيوټ په راپور کې راغلي، دې ټکي ته په پام سره چې په روان کال کې له افغانستان سره بشري مرستې یوه ميليارډو ډالرو ته راکښته شوي، د پرمختیايي پروګرامونو د نشتوالي په صورت کې به په زراعتي سيمو کې بې‌وزلي نوره هم ډېره شي.


د السیس موسسې څېړونکی ډيويډ منسفلډ خبرداری ورکوي چې د کوکنارو د کښت له منع کولو او بهرنیو مرستو له کمولو سره به له افغانستان څخه اروپا ته د کډوالۍ بهیر نور هم ګړندی شي.


نوموړی وايي: "د کوکنارو د کښت اقتصادي ناوړې پايلي به پر څو سيمو، په تېره بیا لوېديځو او شمال لوېديځو سيمو کې ډېرې وي، ځکه په دې سيمو کې خلکو مخکې لا د اقتصادي ستونزو له امله خپلې ځمکې خرڅې کړي او ډېری خلکو يې ګډوالۍ ته مخه کړې ده. دا خلک تر ترکيې پورې د کډوالۍ لپاره دوه زره او سربيا پورې درې زره ډالر ورکوي او دا لارې د دوی پر مخ خلاصې دي. د کوکنارو نه کرلو په صورت کې چندان لرې نه‌ده چې دا خلک د خپل هېواد پرېښودلو ته اړ ایستل شي او د دوی لپاره دا يوازینۍ لاره ده، ځکه په هېواد کې کاري فرصتونه نه‌شته."



د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معين تازه د یوناما له سياسي برخې له مسوولي سره د ليدو پر مهال له ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې د معتادینو د درملنې او بديل معيشيت په برخو کې دي د دوی له حکومت سره مرستې وکړي.


خو تر دې مهاله د امریکا متحده ایالتونو په ګډون، هېڅ يوه هېواد په افغانستان کې د کوکنارو د کموالي راپور نه‌دی تاييد کړی او د کوکنارو د بديل کښت برخه کې يې د طالبانو له حکومت سره د مستقيمو مرستو په اړه هم څه نه‌دي ويلي.


په پام کې ده چې ملګري ملتونه د راتلونکي ميلادي کال په منځنيو مياشتو کې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت په اړه د سروې راپور اعلان کړي او د دې ترڅنګ د طالبانو حکومت هم د کوکنارو د کښت په اړه د سروې د راپور په چمتو کولو بوخت دی.


-----------------------


راپور: مرسلین ارسلا


د راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России