د یوګندا پولیس: د اسلامي دولت ډلې اړوندو وسلهوالو ۲۵ کسان وژلي
دا ښوونځی د یوګندا په لوېدیځ کې د کانګو له پولې سره نږدی دی.
د پولیسو په وینا، د متحدو ډیموکراتیکو ځواکونو په نوم د یوګندا یوې ډلې، چې د کانګو په ختیځ کې مېشته ده له اسلامي دولت ډلې سره بیعت کړی دی.
دې ډلې د جمعې په ورځ په مپوندي کې د لهوبیریرا پر منځني ښوونځي برید وکړ، د دې مکتب لیلیه یې وسوځوله او چور تالان یې وکړ.
پولیسو نهده څرګنده کړې چې په وژل شویو کې څو تنه زده کوونکي دي.
