Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2023

د پراختیايي پروژو د چارو ټکني کېدل؛ ځینې افغانان: د بنسټیزو پروژو چارې دې پیل شي

0
په افغانستان کې د يو شمېر ولايتونو اوسېدونکي شکايت کوي، چې د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته د دوى په سيمو کې د پراختيايي پروژو د پلي کېدو بهير ټکنى شوى دى.


دوی وايي، چې د طالبانو حکومت او نړیواله ټولنه باید دغه پروژې پلي کړي، څو په بېلابېلو برخو کې د خلکو ستونزې هوارې شي.


د کونړ ولایت اوسېدونکی ګوهر رحمان وايي، په دې ولایت کې د ډېری پراختیایي پروژو کارونه نیمايي پاتې دي.


نوموړي وویل: "هغه کارونه چې په تېر حکومت کې روان وو، د جمهوري رياست په ړنګېدو سره ودرول شول، دا لويې او اساسي پروژې دي. په منډه‌کول کې د ٢٠٠ بستريز روغتون د جوړولو کار روان و، چې ٨٠ سلنه يې بشپړ شوى و او ٢٠ سلنه يې پاتې، چې د ٢ کلونو په تېرېدو لا نیمګړی پاتې دی او یا د سید جمال الدین افغان پوهنتون د ليليې کار چې ٧٠ سلنه يې بشپړ شوی و، موږ غواړو چې دا کار بیا پیل کړي، تر څو د خلکو ستونزې هوارې شي."


د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي، هغه عامه سړک چې دغه ولسوالي د بدخشان ولایت له مرکز فیض‌اباد ښار سره نښلوي، ویجاړ شوی دی او د بیا جوړولو خبر یې نه‌شته.


نوموړی وايي: "ستونزه دا ده، هغه خلک چې په دې ولسوالۍ کې ژوند کوي، ناروغان یې په ځانګړي ډول امیندوارې ښځې چې روغتونونو ته انتقالېږي، د سړک د خرابوالي له امله خونریزۍ سره مخ کېږي. ۲۲ کیلومتره سرک دی، که قیر شي د خلکو ستونزې هم هوارېږي."




د ننګرهار ولایت اوسېدونکی عبیدالله شینواری هم وايي چې په دغه ولایت کې د ډېرو پرمختیايي پروژو کارونه په ټپه ولاړ دي.


نوموړي ازادي راډيو ته وویل، د دې پروژو په پلي کېدو سره به د بې‌کارۍ د ستونزې مخه ونیول شي او ګڼو خلکو ته به د کار زمینه برابره شي.


عبدالله شينواری وايي: "په پخوا وختونو کې په ننګرهار ولایت کې ډېرې لویې پروژې وې چې د نړیوال بانک له‌خوا به تمویلېدې. د بېلګې په توګه لوی پارکونه او نورې اقتصادي پروژې چې اوس په ټپه درېدلي. که دا پروژې پیل شي ډېری خلکو ته د کار زمینه برابروي."


د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو د خبریال پوښتنو ته ځواب ونه وایه او د طالبانو حکومت د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت ویاند نورالهادي عادل په دې اړه د پوښتنو ځوابونه تر راتلونکو ورځو پورې وځنډول.


دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف د تېرې پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر اوچا له مشرې ایزابیل موسارډ سره په کتنه کې پراختیایي پروژو ته د نړیوالو سازمانونو پر پاملرنې ټینګار وکړ.


که څه هم د وزارت په خبرپاڼه کې د پرمختیايي پروژو د درېدلو په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو زیات شوي چې دین محمد حنیف، په افغانستان کې د اوچا د دفتر مشرې ته ویلي، نړیوال سازمانونه باید یوازې اړمنو کسانو ته د بشري مرستو په رسولو تمرکز ونه‌کړي، بلکې بنسټیزو کارونو او پرمختیایي پروژو باندې دې هم پاملرنه وکړي.


د تېر جمهوري نظام پر مهال ډېری پرمختیايي پروژې د نړیوالې ټولنې له‌خوا تمویلېدې، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د دغو پروژو کار او له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پراختیايي مرستې په ټپه ودرېدې.


په دې وروستیو کې ډېری سیمه‌ییزې پراختیایي پروژې د ولسي تړون د ملي پروګرام له لارې چې په ۲۰۰۴ کال کې د ملي پیوستون په نوم پیل شوې و، پلي کېدې.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России