په بامیان کې د سیلانیانو له کمښت سره د لبنیاتو بازار سوړ شوی
۶۰ کلنه فاطمه د بامیان اوسېدونکې ده چې د لبنیاتو په پلورلو د خپل ورځني ژوند لګښتونه پوره کوي. فاطمه وايي، اوس چې په دغه ولايت کې د سیلانيانو شمېر کم شوى، د لبنياتو بازار هم سوړ شوى چېله دې امله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.
