Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2023

د کډوالو نړیواله ورځ؛ په دوو کلونو کې تر ۳.۶ میلیونه ډېر افغانان کډوال شوي

0
د کډوالو نړیواله ورځ؛ په دوو کلونو کې تر ۳.۶ میلیونه ډېر افغانان کډوال شوي

نن د جون ۲۰مه د کډوالو نړیواله ورځې سره سمون خوري.

راز محمد په جرمني کې یو افغان کډوال دی.

هغه وايي، چې افغانستان له کلونو راهیسې د جګړو او سیاسي بدلونونه شاهد دی او په دغه هېواد کې یې د ژوند شرایط ورځ تر بلې خرابېدل، نو له دې امله اړ شو چې له خپل هېواد څخه یو خوندي ځای ته ولاړ شي.

راز محمد چې شپږ میاشتې وړاندې له خپلو یو شمېر ملګرو سره جرمني ته په قاچاقي لارو تللی، د لارو د ستونزو کیسه داسې کوي.

هغه وویل: "کله چې موږ د قاچاق له لارې راغلو له ډېرو ستونزو سره مخ شو، له لوږې، تندې، د وخت نشتوالي او ستړیا سره مخ شو، موږ له اتو هېوادونو تېر شو، څو جرمني ته ورسېدو، چې ارامه ژوند وکړو او خپله راتلونکې جوړه کړو. په افغانستان کې بې‌کاري او بې‌وزلي نه ختمېږي."

نوموړی وايي، د لارې په اوږدو کې يې يو شمېر ملګري په ځنګله کې پاتې شول، ځکه نه یې شوای کولای چې لار ووهي او ترې احوال هم نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې ډېری افغان کډوال لومړی د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته کډوالېږي او وروسته په قانوني او یا ناقانونه توګه، اروپايي هېوادونو ته د پناه غوښتنې لپاره ځي.

نويده افضلي، چې پخوا مدافع وکيله وه اوس په پاکستان کې ژوند کوي.

نوموړې وايي، غواړي امریکا ته ولاړه شي.

مېرمن افضلي چې ۱۵ میاشتې وړاندې پاکستان ته راغلې، وايي چې په دغه هېواد کې هم له ډېرو ستونزو سره مخ ده.

هغې زیاته کړه: "پولیس په ډول ډول پلمو کډوال نیسي. ټولې هغه پیسې چې زموږ سره وې مصرف شوې. موږ د امریکا سفارت ته منتظر یو، چې زموږ د پناه اخیستو برخلیک وټاکي."

یوازې مېرمن افضلي نه ده چې په دې هېواد کې له ستونزو سره مخ ده، بلکې تر دې وړاندې په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال او په دغه هېواد کې د افغان بندیانو د مدافع وکیلانو له ډلې منیزې کاکړ له ازادي راډیو سره په مرکه کې د پاکستاني پولیسو له خوا د افغانانو له ځورولو شکایت کړی و.

دوی ادعا کړې وه، چې پاکستاني پولیسو یو شمېر افغان کډوال ځورولي او نیولي یې دي او ان له هغوی څخه یې پیسې هم اخیستي دي.

خو د پاکستان حکومت په رسمي ډول دغو ادعاوو ته غبرګون نه دی ښودلی.

په ترکيه کې یوه افغانه کډواله رحيمه وايي چې په دغه هېواد کې ډېری افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دا چې څلور کاله وړاندې ترکیې ته تللې وايي چې په دغه هېواد کې د پناه غوښتونکو لپاره د کار فرصتونه ډېر کم دي.

هغې وايي: "موږ په ۲۰۱۸ کال کې ترکیې ته راغلو او اوس دلته وضعیت ښه نه دی. د ترکیې پولیسو زموږ کېس رد کړی. موږ د ملګرو ملتونو له سازمان څخه غواړو چې زموږ ستونزو ته رسېدنه وکړي."

په هند کې یوه افغانه کډواله زینب حمیدي ببا، چې له څو کلونو راهیسې دغه هېواد ته تللې ده، وايي چې له زده کړو وروسته د کډوالو د روزنې په یوه سازمان کې کار کوي.

نوموړې وویل چې په دې هېواد کې د کډوالو لپاره اسانتیاوې ډېرې کمې دي.

حمیدي وویل: "ما دلته زده کړې وکړې. اوس د دوکتورا زده کړې کوم او په یوه سازمان کې د کډوالو د روزنې لپاره کار کوم، خو لا هم ستونزې شته. د کډوالو لپاره اسانتیاوې کمې دي."

تر دې وړاندې په ایران کې مېشتو افغان کډوالو ازادي راډيو ته ویلي وو، چې په دغه هېواد کې د اوسېدو د اسنادو او بانکي کارتونو د نه‌شتون او دغه شان د جبري ایستلو په ګډون له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د جون ۲۰مه د کډوالو نړیواله ورځ ده.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا 'یو این ایچ سي آر' دا ورځ له 'کور څخه لرې هیله' په شعار سره نمانځي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې له څو لسیزو جګړو وروسته ګڼ شمېر افغانانو په هېواد کې د نامناسبو کورنيو شرایطو له امله، د خپل ځان د ساتلو او امنیت لپاره، نورو هېوادونو ته پناه وړې، چې ډېری یې په ځانګړې توګه په ګاونډیو هېوادونو کې د اندېښنې وړ وضعیت لري.

د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته، په افغانستان کې له سیاسي بدلونونو سره، زیات شمېر افغانان د خپلو کورونو او ټاټوبي پرېښودو ته اړ شوي دي.

دوی ګاونډیو هېوادونو ته د پناه ځای او سوله ییز او خوندي ژوند موندلو په لټه کې ځي او ځینې یې په اوږده لارو سفر کوي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا 'آی او ایم' په خپل تازه راپور کې، چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې یې د افغان کډوالو وضعیت څېړلی، لیکلي، چې په دې دوو کلونو کې ۳.۶ میلیونه افغانان بهر ملکونو ته کډوال شوي چې ۷۰ سلنه یې ایران، ۱۸ سلنه یې پاکستان، ١١ سلنه یې ترکیې او اروپا او په سلو کې ۲ یې نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني، په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

د افغانستان ګاونډي هېوادونه پاکستان، ایران، تاجکستان او یو شمېر نور اروپايي هېوادونو ته د دغو کډوالو اصلي لارې دي، خو ټول پناه غوښتونکي په دې نه بريالي کېږي چې خپل منزل ته ورسېږي.

په یوه وروستۍ پېښه کې د افغانستان او سوریې د کډوالو یوه کښتۍ د مدیترانې په اوبو کې ډوبه شوه، چې د کډوالۍ د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې په کښتیو کې د سلو څخه ډېرو سپرلیو برخلیک تر اوسه لا معلوم هم نه دی.





Губернаторы России
Москва

В школах Москвы прозвучали последние звонки — Собянин





Москва

Эксперт по семейному капиталу Светлана Петрова: «Мой путь предпринимателя был прямой, как стрела»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

В школах Москвы прозвучали последние звонки — Собянин



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Анастасия Волочкова

Волочкова заявила, что сохранила дружбу с Джигурдой после скандала с «голым видео»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Эксперт оценила развитие района Филевский парк

Финал командного чемпионата ФНТР по настольному теннису пройдет в Москве

Новгородские студенты стали призёрами олимпиады по анатомии в Петербурге


Екатерина Александрова

Екатерина Александрова уступила Линетт во втором круге турнира в Страсбурге



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Блоги

Эксперт по семейному капиталу Светлана Петрова: «Мой путь предпринимателя был прямой, как стрела»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России