Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2023

د بشري حقونو شورا: نړيواله ټولنه بايد د افغان ښځو کلک ملاتړ وکړي

0
د بشري حقونو شورا: نړيواله ټولنه بايد د افغان ښځو کلک ملاتړ وکړي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ټینګار لري چې د طالبانو د محدودونکو اقداماتو په ځواب کې باید نړیواله ټولنه د افغان ښځو کلک ملاتړ وکړي.

د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض په اړه د ملګرو ملتونو د کاري ډلې مشره وایي، مهمه ده چې په افغانستان کې د ښځو د مدافع ټولنو دوامداره ملاتړ وشي او د بشري حقونو د سرغړونو رېښې وچې کړای شي.

مېرمن دوروتي ایسترادا تانک چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډه رهبري کوله وویل: "ټولنې باید په دوامداره او له شرایطو سره سم تمویلې شي چې دغو اساسي ستونزو ته رسېدګي وکړای شي. د ښځو په مشرۍ له ټولنو باید ملاتړ وشي. همدارنګه باید له نارینه‌وو سره هم کار وشي چې د بد نارینتوب دود او دستور ختم شي او د بشري حقونو داسې یو فضا رامنځته شي چې د تبعیض اساسي رېښې وچې کړي."

هغې د افغانستان د بشري حقونو د اوسنیو سرغړونو د پای ته رسولو لپاره د تبعیض ضد کاري ډلو له پروګرامونو هم په پراخ ملاتړ ټینګار وکړ او تر څنګ یې په نړیوالو غږ وکړ چې په افغانستان کې له هغو ښځو جدي ملاتړ وکړي چې د خپلو حقونو لپاره یې غږ پورته کړی دی.

نوموړې ويلي: "په هېواد کې د ښځو مقاومت ته په کتو چې موږ ته ان په داسې سختو شرایطو کې هم هیلې رابخښي موږ د دغو هڅو ملاتړ کوو او په افغانستان کې ښځو او نجونو ته وایو چې تاسو نه هېرو او په دې مجلس کې له ټولو تاسو ګډونوالو هم همدا هیله کوم."

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په دې ځانګړې ناسته کې ګډونوالو تر ډېره د افغان ښځو او نجونو په وړاندې له زیاتېدونکو سختدریځیو او محدوونکو اقداماتو شکایت وکړ.

د بشري حقونو د شورا په دې ناسته کې یو شمېر افغان ښځینه فعالانو هم برخه اخیستې وه.

شهرزاد اکبر چې د رواداري په نوم د بشري حقونو د یوه بنسټ مشره ده او پخوا په جمهوري نظام کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییسه وه، هغې د افغان ښځو په وړاندې اوسنی وضعیت جنسیتي اپارتاید وباله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د بشري حقونو د سرغړونکو تر څنګ ونه درېږي.

اغلې اکبر وويل: "زه غواړم دا له جنډر اپارټایډ سره وتړم. په افغانستان کې اوسنی وضعیت یو جنسیتي اپارتاید دی او یوه ورځ به دا ومنل شي. په غړو هېوادونو باندې غږ کوم چې د تاریخ رښتیني پلو ودرېږي نه دا چې د جنسیتي اپارتاید د یوه سیستم همکار او موافق ووسي."

په دې ناسته کې مدینه محبوبي هم وغږېده چې د ښځو فعاله ده او ویل یې له افغانستانه دې ناستې ته راغلې.

هغې بیا په تعامل او په افغانستان کې دننه د موجودو ټولنو په ملاتړ ټینګار وکړ.

نوموړې په خپلو خبرو کې وويل: "دا مهمه ده چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې پر موجودو مدني فعالانو / بنسټونو پانګونه وکړي او هغوی تقویه کړي. انزوا د حل لار نه‌ده او دا کومه رغنده پایله نه ورکوي. افغانستان باید د نړیوالې ټولنې برخه او باید د خپلو مسوولیتونو ځوابګویه وګرځول شي. دې هدف ته د رسېدو لپاره د اوسنیو واکمنو چارواکو، مدني ټولنو د فعالانو او د نړیوالې ټولنې په شمول د ټولو اړخونو ګډ کار د مخته تګ لپاره ډېر اهمیت لري."

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنيټ چې د بشري حقونو په شورا کې خپل راپور وړاندې کړی د افغان ښځو لپاره یې شرایط ورځ تر بلې خرابېدونکي بللي او ویلي یې دي چې د ښځو په وړاندې محدودیت او د هغوی ځورونې د یوه بشري جنایت په توګه حسابېدای شي.

هغه بیا د حل‌لارو په برخه کې په دې ټينګار وکړ چې افغانان د ملاتړ او خوندیتوب اړمن دي او که له 'واکمنو چارواکو' سره تعامل هم کېږي په دې شرط باید وي چې د بشري حقونو سرغړونې عادي ونه ګڼل شي او مشروعیت ترلاسه نه‌کړي.

طالبانو لا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ناستې په اړه عکس العمل نه‌دی ښودلی.

مخکې بیا د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د بشري حقونو د ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنيټ د راپور محتوا ناسمه او بې‌اساسه بللې وه او ادعا یې درلوده چې په دغه راپور کې د هغه په خبره د افغانستان کلتوري او اسلامي ارزښتونه له پامه غورځول شوي.

طالبان چې په ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته رسېدلي، له هغه راهیسې یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي. نجونې پوهنتونو ته نه پرېږدي او تر څه باندې شپږ میاشتې کېږي چې په کورنیو او بهرنیو موسسو او ملګرو ملتونو دفترونو کې د ښځو پر کار هم بندیز لګولی.





Губернаторы России
Москва

Мэр Москвы расширил финансовую поддержку бизнес-ангелов





Москва

Эксперт по семейному капиталу Светлана Петрова: «Мой путь предпринимателя был прямой, как стрела»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о реализации программы реновации в районе Филевский Парк



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Виктор Тепляков

Депутат ЗСК Виктор Тепляков провёл обход особо охраняемых территорий в Центральном районе Сочи




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Финал командного чемпионата ФНТР по настольному теннису пройдет в Москве

Эксперт оценила развитие района Филевский парк

Новгородские студенты стали призёрами олимпиады по анатомии в Петербурге


Ролан Гаррос

В пригороде Парижа открыли корты имени Даниила Медведева



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Последний тур «шального» сезона. Сегодня «Оренбург» на своем поле сыграет с ФК «Спартак» (Москва)



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России