Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2023

ملا هبت‌الله خپلو چارواکو ته: د محکمې له حکم پرته هېڅ مجرم ته سزا مه ورکوئ

0
ملا هبت‌الله خپلو چارواکو ته: د محکمې له حکم پرته هېڅ مجرم ته سزا مه ورکوئ

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په یو تازه حکم کې د خپل حکومت له غړو غوښتي چې د محکمې له حکم پرته هیڅ مجرم ته سزا ورنه کړي.

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت په نړیواله کچه له بشري حقونو نه په سختې سرغړونې تورن دی د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په یو تازه حکم کې د خپل حکومت له غړو غوښتي چې د محکمې له حکم پرته هیڅ مجرم ته سزا ورنه کړي.

د ملا هبت الله دا تازه حکم چې تېره ورځ د طالبانو تر کنترول لاندې باختر اژانس خپور کړی، په کې راغلي چې د سزا ورکولو پر مهال له اړوند کس څخه د انځورنو او یا ویډیو اخیستلو اجازه هم نه شته.

خو د طالبانو د حکومت له لوري د یو شمېر نیول شویو کسانو د کورنیو غړو ادعا کړې چې د محکمې له حکم پرته یې د کورنۍ غړي لا هم د طالبانو په زندانونو کې پراته دي.

د طالبانو د حکومت له لوري د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د نیول شوي پخواني خبریال شاعر او لیکوال ذبیح الله عیار کورنۍ وايي، دا دی لوی اختر رانږدې کېدونکی دی، خو د عیار د نیولو د جرم په اړه تر اوسه دوی ته معلومات نه دي ورکړل شوي.

د هغه ورور احمد عیار ازادي راډيو ته وویل: "شاواخوا دوه میاشتې کېږي چې نه د ذبیح عیار جرم معلوم شوی، نه یې محکمې ته معرفي کړی، نه یې موږ سره ملاقات شوی. دا د قانون خلاف عمل دی چې یو زنداني همداسې وساتل شي او کورنۍ یې له هېڅ نه وي خبره او نه خبر ورکول کېږي چې دا مو په دې جرم راوستی دی، نه یې محکمه کوي او نه یې موږ ته جرم راښيي چې ولې یې نیولی دی."

دی غوښتنه کوي چې که نوموړی مجرم وي باید محاکمه شي خو زیاتوي، دغسې بې برخلیکه زندان یې د هر ډول اصولو خلاف عمل دی.

ذبیح الله عیار د غزني اوسېدونکی وو، چې د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د طالبانو له لوري ونیول شو، که څه هم د طالبانو د حکومت ویاندویانو د هغه د برخلیک په اړه د ازادي راډیو د خبریال پوښتنې ځواب نه کړې، خو له نیولو وروسته یې د غزني ولایت لپاره د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي وو، چې نوموړی د نظام ضد کړنو په تور د پوښتنو لپاره نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د یو شمېر خبریالانو او مدني فعالانو په ګډون لسګونه نور کسان هم د نامعلومو جرمونو په تور د طالبانو په زندانونو کې دي.

د قلم لار ټولنې د مسوول مطیع‌الله ویسا د نیولو څو میاشتې کېږي، خو تر دې دمه یې د خلاصېدو په اړه هېڅ خبر نه دی خپور شوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې ویسا د مشکوکو کړنو په تور نیول شوی هغه چې د مطیع الله ویسا کورنۍ رد کړي دي.

دغه شان شاعر حسیب الله احراري، افغاني الاصله خبریال مرتضی بهبودي، د پوهنتون استاد رسول پارسي، په تېر جمهوري نظام کې د هرات ولایت د ښځینه زندان مسووله عالیه عزیزي او په دایکندي ولایت کې د تېر جمهوري نظام د امنیه قومندانۍ د جلب او جذب مسووله صبرو رضايي هم د طالبانو له خوا نیول شوي او د دوی په بند کې دي.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله په فرمان کې دغه شان راغلي چې د اسلامي شریعت له مخې تورونو ته د سزا د ورکولو صلاحیت یوازې شرعي محکمې لري.

د طالبانو د مشر په دې حکم کې دغه شان راغلي چې هیڅوک حق نه لري د محکمې له حکم پرته یو کس په کېبلونو، دورو او یا هم لښتو ووهي.

هغه سزاګانې چې د طالبانو ترمنځ عامې دي.

سره له دې چې د طالبانو د مشر په حکم کې د یادو سپارښتنو سرغړونکي مجرمین ګڼل شوي او اړوندو مسوولانو ته يې د نیولو او قانون ته د سپارلو دنده ورکړل شوې، خو یو شمېر حقوقي کارپوهان وايي، چې طالبان د خپلو کسانو د محاکمې لپاره هم تر اوسه کوم قانوني چوکاټ نه لري.

د حقوقي چارو پوه بشیر ساپي ازادي راډيو ته وویل، د عدلي او قضايي قوانینو د نه شتون له امله د طالبانو محکمې نه شرعي او نه هم حقوقي قواعدو ته پابندې دي.

نوموړي وويل: "د دوی محکمې نه هم له شرعي اړخه او نه هم له حقوقي اړخه د کومې قاعدې پابند دي، ځکه د دوی د محکمو او صحرايي محکمو ترمنځ هېڅ توپیر نه شته، ځکه دوی هېڅ داسې زري قوانین نه لري چې له مخې یې ټولې محکمې یو ډول پرېکړې وکړي."

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ نږدې دوه کاله پوره کېږي.

په دې موده کې د بشر حقونو د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو له لوري طالبان په خپلسرو نیونو، وژنو او شکنجه کولو تورن شوي دي.

نږدې دوه اوونۍ وړاندې د بښنې نړیوال سازمان په یو راپور کې د طالبانو وسله وال غړي په پنجشېر ولایت کې د غیرقانوني اعدامونو، شکنجو، تري تم کولو او بندي کولو تورن کړل.

دغه راپور چې د روانې جون میاشتې په اتمه خپور شو په کې راغلي وو، چې دا راپور د سیمې د ۲۹ عیني شاهدانو او هغه ویډیو ګانو پر بنسټ جوړ شوی چې خپله د طالب وسله والو له لوري شوي دي.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنيټ هم په افغانستان کې د ورته پېښو او سزاګانو یادونه کړې وه، خو د طالبانو له لوري دغه ډول تورونه رد شوي وو.





Губернаторы России
Москва

Собянин: Услугами и сервисами mos.ru москвичи воспользовались 4 миллиарда раз





Москва

Оксана Федорова представила на выставке-форуме «Россия» премьеру фильма «Петербург Шаляпина и Рахманинова»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

В медорганизациях Москвы работают около 50 тыс. медсестер и медбратьев — Собянин



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Бато Багдаев

В рубрике «Я - артист цирка Бурятии» Саян Дондоков - Театр и дети, Культура и Россия, национальный проект




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Независимый фантастический триллер из девяностых

Гол Чалова с пенальти принес ЦСКА победу над "Зенитом" в чемпионате России

"Динамо" обыграло "Балтику", дважды забив в компенсированное время


Уимблдон

Финалистка юниорского Уимблдона-2023 получила временное отстранение за допинг



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Киев

Святая миссия русского солдата



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России