یونېسف ۶۵۰۰ زلزله ځپلو افغان ماشومانو ته درسي ټولګي جوړ کړي
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، د ۳۵۰۰ نجونو په ګډون یې ۶۵۰۰ زلزله ځپلو ماشومانو ته درسي ټولګي جوړ کړي دي.
د دې ادارې د افغانستان څانګې نن په ټویټر کې لیکلي، چې کال مخکې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې زلزله د ماشومانو د تعلیم په وړاندې د خنډ سبب شوه.
یونېسف وايي، د ډنمارک د بهرنیو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو د اضطراري صندوق په همکارۍ یې ۱۴۰ نوي ټولګي ایجاد کړل، چې دغه شمېر زده کوونکو ته په کې د زده کړې زمینه برابره شوه او د یونېسف په وینا زیاتره دغو ماشومانو له سره ښوونځی نه و لیدلی.
په پکتیکا او خوست کې د تېر کال د مرګونې زلزلې پرون یو کال پوره شو، په هغه زلزله کې د ماشومانو په ګډون نږدې ۱۲۰۰ کسان مړه او ۱۶۰۰ کسان ټپیان شوي وو.