د ټایټن اوبتل د پنځو سپرلیو د مړینې خبر تايید شو
د امریکا ساحلي ګارډ او د اوشن ګېټ شرکت تایید کړه چې د ټایټن اوبتل پنځه واړه سپرلۍ مړې شوي.
پاکستانی سوداګر شهزاده داود او زوی یې سلیمان، د اوشن ګېټ شرکت مشر سټاکټن رش، برېټانوی سوداګر او شتمن همېش هارډېنګ او پاول-هنري نارجیولیټ په اوبتل کې وو.
دا اوبتل شاوخوا پنځه ورځې مخکې د اوبو تل ته له ښکته کېدو وروسته ورک او له خپل مرکز سره یې اړیکې پرې شوې.
د پنجشنبې ناوخته د امریکا د ساحلي ګارډ او د ځینو نورو هېوادونو د پلټونکو له خوا یې د اوبو په تل کې ټوټې وموندل شوې.
د امریکا ساحلي ګارډ یوه قومندان جان مګویر ویلي، چې د اوبتل د ورکېدو او د ټوټو د موندلو پېښه ډېره پېچلې ده.
ټایټن اوبتل د تایتانیک کښتۍ د پاتې شونې لیدو ته سيلانیان بیولي وو.