چارواکي: د کونړ د پېچ درې په ځنګله کې اور مړ شوی، خو نورستان کې لا هم بل دی
چارواکي وايي، د کونړ د پېچ درې په ځنګله کې لګېدلی اور مړ شوی، خو د نورستان په کامدېش کې لا هم پر ځنګله اور بل دی.
پېښو ته د رسېدو په برخه کې د طالبانو د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي د دغو اورونو د زیانونو په اړه وایي: "د کونړ په دره پېچ او د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې ځنګلونو اور اخیستی وو، له کبله یې له بده مرغه ۱۹۰ جریمه ونې له منځه تللي. د یادونې وړ ده چې د کونړ په پېچ دره کې اور قابو او مهار شوی، خو په نورستان کې د اور د مهارولو هڅې روانې دي."
رحیمي وایي، د اور مړه کېدو ته د دفاع وزارت څو قطعې او رضاکاره ټیمونه تللي دي.
دغه اورونه د شنبې په شپه بل شوي، چې تراوسه یې د لامل په اړه چارواکو څه نه دي ویلي.
تېر کال په همدې میاشت کې د نورستان او خوست په ځنګلونو کې اورلګېدنې لسګونه هکتاره ونې له منځه یوړې.