د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د راتلونکو سیالیو نېټې په ډاګه شوې
د افغانستان فوټبال فدراسیون خبر ورکړی، چې د فوټسال ملي لوبډلې د راتلونکو سیالیو نېټې په ډاګه شوې.
یاد فدراسیون د یکشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د فوټسال ملي لوبډله به په جولای میاشت کې د مرکزي اسیا په سیالیو کې برخه واخلي.
د خبرپاڼې د جزیاتو له مخې، افغان لوبډله به خپله لومړۍ سیالي د جولای په ۲۳مه له قرغزستان، په ۲۴مه له ازبکستان، په ۲۶مه له ایران، په ۲۸مه له تاجکستان او په ۳۰مه نېټه له ترکمنستان سره ترسره کړي.
دغه سیالۍ د مرکزي اسیا یا کافا د اتلوليو په پار په تاجکستان کې ترسره کېږي.
د ویلو ده، چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په خپل وروستي بهرني سفر کې د دوستانه سیالیو پر مهال درې د صفر پر وړاندې د لبنان هېواد ته ماتې ورکړې وه.