د بخښنې نړیوال سازمان د مطیع الله ویسا د ژر خوشې کېدو غوښتنه کړې
د سازمان د جنوبي اسیا څانګې د جون پر ۲۷مه پر ټویټر ولیکل چې درې میاشتې وشوې چې طالب چارواکو ویسا نیولی دی او دا د نړیوالو انساني حقونو، د بیان ازادۍ او د سوله ییزې غونډې له حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.