کرکټ؛ د نړیوال جام د لارموندنې دویم پړاو سیالۍ پیل شوې
د کرکټ پنځوس اوریز نړیوال جام د لارموندنې سیالیو د شپږ غوره لوبډلو پړاو پیل شو.
د دې پړاو لومړۍ سیالي نن پنچشنبه د کوربه زمبابوې او عمان لوبډلو ترمنځ پیل شوې ده.
زمبابوې د خپلې توپوهنې پاڼۍ بشپړه کړې او د ۳۳۳ منډو هدف یې ایښی دی.
دوی ته شان ویلیمس ۱۴۲ منډې وکړې او د عمان په توپ اچونکو کې فیاض بټ ۴ لوبغاړي وسوځول.
د شپږ غوره لوبډلو په پړاو کې زمبابوې، سریلانکا، ویسټ اینډیز، عمان، نیدرلنډ او سکاټلنډ لوبډلې یو د بل پر وړاندې سیالۍ کوي.
سریلانکا او زمبابوې هغه دوه لوبډلې دي، چې له لومړۍ پړاو یې له ځان سره څلور څلور نومرې راوړي دي.
دغه راز سکاټلنډ او نیدرلنډ بیا دوه دوه نومرې لري، خو ویسټ اینډیز او عمان پرته له کومې نومرې دې پړاو ته رسېدلي دي.
باید وویل شي، دهغه دوه لوبډلې به نړیوال جام ته لار پیدا کوي، چې د نومرو په جدول کې په اول او دویم مقام کې وي.