Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Сентябрь
2022

Новости за 04.09.2022

د مقاومت جبهې طالبان د بشري حقونو په نقض تورن کړل خو طالبان یې نه مني

Pa.azadiradio.com 

د ملي مقاومت په نوم جبهې په یوه راپور کې طالبان د سیمه ییزو محاکمو، زنداني کولو، شکنجه کولو او د پخواني رژیم د کارکوونکو د وژلو په ګډون له بشري حقونو څخه په سرغړونې تورن کړي دي، هغه ادعا چې د طالبانو حکومت رد کړې ده. د طالبانو د حکومت ضد د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت په نوم ملي جبهې د طالبانو حکومت د بشري حقونو په نقضولو تورن کړ. د دې جبهې په کلني راپور کې ادعا شوې، چې طالبانو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړي ډول پنجشېر، بغلان او تخار کې د پخوانیو پوځيانو، ملکي وګړو، سیاسي او مدني... Читать дальше...

د ګوندونو فعالیت او اړتیا په اړه د طالب چارواکو څرګندونو غبرګونونه پارولي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت ادعا کوي، چې په افغانستان کې سیاسي ګوندنه تفرقه اچونکي دي، سیاسي ګوندونه بیا د طالبانو حکومت عدم مشروعیت ته ګوته نیسي او د چارواکو دا ډول څرګندونې یې ناقانونه ګني. په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت بې ګټې بولي او ادعا کوي چې دغه ګوندونه د خلکو تر منځ تفرقې ته لمن وهي، د یو شمېر سیاسي ګوندونو استازي وايي، هغه ډله چې په افغانستان کې کورنی او بهرنی مشروعیت نه لري نه شي کولای د سیاسي ګوندونو فعالیتونه وننګوي. د افغانستان د ګوښه... Читать дальше...

ملګري ملتونه: له زده کړو د افغان نجونو محرومول تاوتریخوالی او لوږه زیاتوي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي، چې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو د نجونو محرومېدا به د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه لا زیاته او هم به په اوږد مهال کې لوږه لا ډېره کړي. دغه خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې نجونې له منځنیو او ثانوي زده کړو بې برخې شوي دي. نوریاس نوري په دې اړه د ښځو د حقونو له فعالې ماریا توتاخېل سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتنه کړې چې له زده کړو د نجونو محرومېدا په څه ډول د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د لوږې له لا زیاتېدا... Читать дальше...



القاعده په یمن کې د ملګروملتونو د یوه یرغمل کړي مامور ویډیو خپره کړه

Pa.azadiradio.com 

القاعده شبکې په یمن کې د ملګروملتونو د یوه یرغمل کړي مامور ویډیو خپره کړه. د امریکا هغه سایټ، چې د تروریستي ډلو فعالیتونه څاري، وايي چې په عربي ټاپووزمه کې د القاعده شبکې څانګې د ملګروملتونو د یوه یرغمل کړي بنګالي مامور ویډیو خپره کړې ده. دا مامور په فبرورۍ میاشت کې په یمن کې تښتول شوی و.

د اوکراین صدراعظم جرمني ته تللی

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین صدراعظم دینز شمیهال د جرمني له صدراعظم اولاف شولڅ او د دغه هېواد له نورو چارواکو سره د خبرو لپاره پرون ماښام برلین ته لاړ. دی لومړنی جګپوړی اوکراینی چارواکی دی چې له څو میاشتو وروسته جرمني ته ځي. دا سفر د دوو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې د ترینګلتیا د پای ته رسېدو ښودنه کوي. په وروستیو کې اوکراین پر جرمني انتقاد کړی و چې د روسیې په وړاندې په حګړه کې یې د اوکراین چندان ملاتړ نه دی کړی.

طالبان: هلمند کې د چاودنې له امله ۶ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

په هلمند کې یو طالب چارواکی وايي، په دغه ولایت کې د هاوان د مرمۍ د چاودنې له کبله لږترلږه څلور ماشومان وژل شوي او دوه نور ژوبل دي. د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ريیس حافظ راشد رسنیو ته ویلي چې دا پېښه پرون غرمه د نادعلي ولسوالۍ په هیواد بازار کې وشوه. د ده په وینا پېښه هغه مهال وشوه چې د یوې مدرسې ۶ زده کوونکو د هاوان له مرمۍ سره لوبه کوله. تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د پخوانیو ناچاودلو مهماتو په چاودنو کې په ځانګړي ډول ماشومانو ته مرک ژوبلې اوښتې دي.

د کرکټ اسیايي جام سیالۍ؛ نن د هند او پاکستان لوبډلې لوبه لري

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د اسیايي جام په دوهم پړاو کې نن د هند او پاکستان لوبډلې له یو بل سره مخامخ کېږي. هند د دې جام په لومړي پړاو کې پاکستان مات کړی و. افغانستان پرون د دې سیالیو په دوهم پړاو کې خپله لومړۍ مسابقه پر سریلانکا وبایلله. خو په لومړي پړاو کې یې د سریلانکا له لوبډلې په لوی توپیر ګټلې وه. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د چهارشنبې په ورځ د پاکستان او د پنجشنبې په ورځ له هند سره مخامخ شي.

سوداګر: د طالبانو په واکمنېدو سره د هوايي دهلیز له لارې صادرات درېدلي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د وچې مېوې او لاسي صنایعو ځینې سوداګر وايي، له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شوي دوی د هوايي دهلیز له لارې هېڅ صادرات نه دي کړي. فتانه بیات چې په کابل کې د وچې مېوې او لاسي صنایعو په برخه کې د یو شرکت مسووله ده وايي، له تېر یو کال راهیسې یې د هوايي دهلیزونو له لارې هېڅ صادرات نه دي کړي. نوموړې وايي، په تېر جمهور نظام کې د هوايي دهلیزونو له لارې تازه او وچې مېوې له افغانستانه بهر صادرولې، خو د طالبانو په واکمنېدو سره دغه چاره ودرېده او په سوداګرۍ یې اغېز کړی دی. هغه زیاتوي... Читать дальше...



میخایل ګورباچوف د خپلې مېرمنې ترڅنګ خاورو ته وسپارل شو

Pa.azadiradio.com 

د شوروي د وخت وروستی ولسمشر میخایل ګورباچوف پرون په هغه هدیره کې د خپلې مېرمنې ترڅنګ خاورو ته وسپارل شو چې ډېر پېژندل شوي روسان په کې ښخ دي. په زرګونو کسان پرون په مسکو کې په لیکه کې درېدلي وو څو د شوروي د وخت د وروستي ولسمشر میخایل ګورباچوف تابوت ته وروستی درناوی وړاندې کړي. ګورباچوف د هغو اساسي اصلاحاتو طراح و چې په نتیجه کې یې سړه جګړه پای ته ورسېده، خو شوروي اتحاد هم ړنګ شو. د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په دغو مراسمو کې ګډون ونه کړ. کریملین وویل چې هغه د ډېرو بوختیاوو له کبله نه شي... Читать дальше...

ملګرو ملتونو طالبان د نجونو زده کړو برخه کې د بشري حقونو په نقض تورن کړل

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سازمان وایي، له زده کړو د نجونو راګرځول د ښځو او نجونو د بشري حقونو تر پوښو لاندې کول دي. د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکوي، چې د نجونو په مخ د ښوونځیو تړل پاتې کېدل به د نجونو او ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه لا زیاته او په اوږد مهالي کې له کاره د ښځو بې برخې کېدل به لوږه لا ډېره کړي. دغه سازمان په یوه تازه ټوېټ کې لیکلي، چې د زده کړو له حقه د نجونو بې برخې کېدل د دوی د بشري حقونو نقض دی او نجونې او ښځې په ټولنه کې ګوښه کوي. په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو... Читать дальше...

پکتیا کې د جلغوزیو پر سر شخړه کې ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا په جاني خېلو ولسوالي کې یو تن وژل شوی او درې تنه نور ټپيان شوي دي. د پکتیا طالب چارواکو پرون وویل چې دا مرګ ژوبله د جلغوزیو پر سر د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې په وخت اوښتې ده. طالبانو دا نه دي ویلي چې له شخړې وروسته یې څوک نیولي دي که نه دي.

د هلمند په یوه مدرسه کې د چاودنې له امله ۴ زده کونکي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د هلمند په نادعلي ولسوالي کې د یوې مدرسې دننه د چاودنې له امله لږ تر لږه ۴ زده کونکي وژل شوي او درې نور ټپیان شوې دي. په هلمند کې د طالبانو چارواکي وایي چې د مدرسې ماشومانو یوه ناچاودې مرمۍ پيدا کړې وه، له هغې سره یې لوبې کولې چې چاودنه وشوه. په وژل شویو کې دوې نجونې دي. ټپیان د هلمند مرکزي ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوي دي.

ناسا له انسان پرته فضایي بېړۍ تر لېږلو مخکې ودروله

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو فضایي تحقیقاتي مرکز د سپوږمۍ په لور له انسان پرته فضایي بېړۍ تر لېږلو لږ مخکې ودروله. ناسا پرون وویل چې د دې ماموریت تر پیلېدو مخکې یې پام شو چې د تېلو یوه ټانکۍ لیک ده. د تېرې اونۍ په پیل کې هم ورته هڅه د اته نوي متره بېړۍ په یوه سر کې د هایدروجن د لیک کېدو له امله شنډه شوې وه. ناسا غواړي چې د دې بېړۍ په واسطه بیا په ۲۰۲۵م کال کې انسان سپوږمۍ ته واستوي. په ۱۹۷۲م کال کې ناسا دولس کسان سپوږمۍ ته استولي و چې د سپوږمۍ پر غولي ګرځېدلي وو.

ایران یو افغان وګړی اعدام کړ

Pa.azadiradio.com 

د حال وش په نوم ایراني ویبپاڼې خبر ورکړی دی چې د قم په زندان کې یو افغان محمد حسین علیزاده اعدام شو. علیزاده په ۱۳۹۶ کال کې چې کله شپاړس کلن و په دې تور نیول شوی و چې یو تن یې په چاقو وژلی دی. د راپورونو له مخې دې هلک پخوا ویلي و چې په وهلو ټکولو او په زوره یې له ده اعتراف اخیستی دی، چاقو د ده نه و او کله چې جګړه کېده ده شراب خوړلي و. په تېرو درېیو لسیزو کې د ماشومانو اویا په سلو کې اعدامونه په ایران کې پلي شوې دي.

په اوکراین کې د زاپروژیا د اټومي مرکز اصلي برښنا بیا پرې شوې

Pa.azadiradio.com 

د اټومي انرژۍ نړیواله اداره وایي، په اوکراین کې د زاپروژیا د اټومي مرکز اصلي برښنا یو ځل بیا پرې شوې ده او له احتیاطي برښنا اوس کار اخیستل کېږي. دې ادارې پرون یوه ورځ وروسته تر دې دا خبر ورکړ چې د دوی یوه څارونکې ډله د اوکراین په جنوب کې د زاپروژیا اټومي مرکز ته ورسېده. د دې ډلې هدف دا دی چې دا مرکز خوندي کړي. مسکو او کییف یو بل تورنوي چې د دې اټومي مرکز شاوخوا ډزې کوي. نړیوال اندېښمن دي چې د زاپروژیا د اټومي مرکز د وړانګو خپرېدل به سیمه له ناورین سره مخامخ کړي. روسیي ځواکونو چې کله د فبروري... Читать дальше...

د ملګرو ملتونو سرمنشي د پاکستان سېلاب ځپلې سیمې ګوري

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وایي، د پاکستان سېلاب ځپلو سیمو ته یې بشري مرستې رسولې دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش په ټوېټر کې لیکلي دي چې روانه اونۍ به په پاکستان کې له سېلاب ځپلو سره د خواخوږۍ په نیت دغه هېواد ته سفر وکړي. نړیوال مرستندویان وایي، په پاکستان کې تر درې دېرش میلیونه ډیر کسان له سېلابونو اغېزمن شوي او شپږ اعشاریه څلور میلیونه کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. په پاکستان کې د سېلابونو تلفات یوزر دوه سوه پنځه شپېتو ته رسېدلي دي او شاوخوا شپږ زره هم ټپیان شوي دي. په بلوچستان کې د ایدهي... Читать дальше...

ډيلي سټار: ملګري ملتونه په افغانستان کې د داعش د حملو زیاتوالي اندېښمن کړي

Pa.azadiradio.com 

ټرانس اټلانتیک ټایمز: ټرانس اټلانتیک ټایمز آسترالیایۍ ورځپاڼې په هرات ښار کې په یوه چاودنه کې د طالبانو د پلوي دیني عالم مولوي مجیب الرحمان انصاري د وژل کېدو په اړه یو مطلب خپور کړی. مولوي انصاري د تېرې جمعې په ورځ له نژدې شلو نورو کسانو سره د هرات د ګازرګاه جومات مخې ته په یوه چاودنه کې ووژل شو. ټرانس اټلانتیک ټایمز لیکي، طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د امنیت د ټینګولو ادعا کوي، خو د ورځپاڼې په وینا د دوی د ادعاوو برعکس په وروستیو میاشتو... Читать дальше...

د کرکټ اسیا جام سیالۍ؛ سریلانکا افغانستان ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د اسیا جام سیالیو په دوهم پړاو کې پرون سریلانکا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته په څلورو ویکټو ماتې ورکړه. لومړی توپ وهنه افغان لوبغاړو پیل کړه چې په توپ وهونکو کې رحمت اله ګربز ۸۴، ابراهیم ځدراڼ ۴۰  منډې وکړې او ټولې لوبډلې په ټاکلیو شلو اورونو کې ۱۷۶ منډې سیالې لوبډلې ته هدف وټاکه، خو دې هدف ته سریلانکا د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ورسېده. د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول او ویاند فرید هوتک تېره شپه ناوخته تر لوبې وروسته ازادي راډیو ته د دې لوبې په تړاو وویل: "د افغانستان او... Читать дальше...

ملګري ملتونه: په پاکستان کې سېلابونو سلګونه زره افغان کډوال ځپلي

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري یا یو این ایج سي آر وایي چې په پاکستان کې شاوخوا څلور لکه یو دېرش زره افغان کډوال په هغو سیمو کې ژوند کوي چې سېلابونو ډېر اغېزمن کړې دي. د راپورونو له مخې اغېزمن شوي  افغان کډوال بېړنیو مرستو ته اړتیا لري چې په خیبرپښتونخوا، سند او بلوچستان ایالتونو کې سېلابونو ځپلي دي. په پاکستان کې د یو این ایچ سي آر ویاند قصیر اپریدي ازادي راډیو ته وویل چې دوی په خیبر پښتونخوا کې له یو شمېر ځپل شویو کډوالو سره مرستې کړې دي. هغه وویل: "په هغو سیمو کې چې پاکستانیان... Читать дальше...



Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» легально изготавливает армии и спецслужбы. 6 серия. СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Число пользователей портала «Малый бизнес Москвы» превысило 200 тысяч



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Игорь Бутман

Бутман и Долина приняли участие в Akra Jazz Festival в Турции




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

МегаФон привёз спасателям и пожарным грузовик связи


Ролан Гаррос

Белорусские теннисистки проведут стартовые встречи открытого чемпионата Франции



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Українські новини

ОіБ - охорона і безпека: замовляй охорону в Харькові



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России