بلېنکن په يو ناڅاپي سفر اوکرايين ته تللی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن کییف ته په ناڅاپي سفر تللی دی. هغه داسې وخت اوکرايین ته تللی چې امریکا له اوکرایین او د ناټو له ځینو هېوادونو سره د څه باندې دوه میلیارده او شپږ سوو میلیونو ډالرو مرسته اعلان کړې. د بهرنیو چارو وزیر بلنکین کییف کې ویلي چې، د امریکا دا پیسې به د اوکرایین او د ناټو د اتلسو غړو د امنیت د تقویت لپاره وکارول شي. تر دې مخکې د امريکا دفاع وزير او يو شمېر نور لوړ پوړي چارواکو هم اوکرايين ته سفرونه کړي دي.