Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Сентябрь
2022

Новости за 29.09.2022

د نورستان اوسېدونکي: طالبانو یو قومي مشر او پخوانی امنیه قوماندان وژلی

Pa.azadiradio.com 

د نورستان منډول ولسوالۍ اوسېدونکو له طالبانو دا ولسوالۍ نیولې او غواړي چې د دوی د یوه قومي مشر وژونکي باید مجازات شي.   د نورستان لوېدیځ کې د تر ټولو ليرې پرتې ولسوالۍ منډول اوسېدونکو دا ولسوالۍ له طالبانو نیولې او تړلې او ویلي یې دي چې طالبان به په دغه ځای کې پرېنږدي ځکه د دوی په خبره که طالبان دې ولسوالۍ ته ورشي، له خلکو سره به یې نښته رامنځته شي. د منډول ولسوالۍ اوسېدونکي ادعا کوي چې دا اقدام یې وروسته له هغه کړی چې د سېمې قومي مشر او د یادې ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان بهرام الدین طالبانو... Читать дальше...

کابل کې د ایران سفارت مخې ته د یو شمېر افغان مېرمنو لاریون

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغان مېرمنو نن په کابل کې د ایران سفارت مخې ته لاریون وکړ. دغو ښځو شعار ورکاوه چې “ایران راپورته شو او اوس زموږ وار دی.” د راپور پر بنسټ او هغه انځورونه چې په ټولنیزو رسینو کې خپاره شوي دي ښکاري چې طالبان په هوایي ډزو سره هڅه کوي دغه ښځې سره وپاشي.

کابل کې د هند د تحصیلي بنسټونو افغان محصلانو اعتراض وکړ

Pa.azadiradio.com 

هغه افغان محصلان چې د هند بورسیې لري او د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو وروسته په افغانستان کې بند پاتې دي، نن یې په کابل کې اعتراض وکړ. نصیر احمد په هندوستان کې د دوکتورا محصل او یو شمېر نورو هغه افغان محصلینو چې مخکې یې د هندوستان بورسیې ترلاسه کړي د دغه هېواد د ویزو د نه ورکړې له امله په کابل کې اعتراض وکړ. نصیر احمد وايي، له تېرو ۱۳ میاشتو راهیسې په افغانستان کې بند پاتې او نه دی توانېدلی چې خپلو درسونو ته تعقیب کړي. هغه زیاتوي: "له تېرو ۱۳ میاشتو راهیسې زموږ تحصیلي ویزې د حکومت په بدلیدو... Читать дальше...



د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله اسټرالیا ته روانه شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په متحده عربي اماراتو کې له اونیز تمریناتي کمپ وروسته نن اسټرالیا ته روانه شوه. په اسټرالیا کې د راروان نړیوال شل اوریز جام کې د ګډون په هدف افغان لوبډه دې هېواد ته روانه شوې. افغان لوبډلې په عربي متحده اماراتو کې د سپټمبر له ۲۳ مې نېټې تمرینات پیل کړي وو. د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف له ازادي راډیو سره په خبرو کې افغان لوبډه د نړېوال شل اوریز جام لپاره چمتو وښوده. ښاغلي اشرف وویل، په عربي متحده اماراتو کې افغان کرکټرانو د توپ اچونې، توپ وهنې او ډګر ساتنې په برخه کې ښه تمرینونه وکړل. Читать дальше...

لويديځ هېوادونه پر روسيه د نويو بنديزونو لپاره چمتووالی نيسي

Pa.azadiradio.com 

امریکا متحده ایالتونه او متحدین یې پر روسیې باندې د هغه څه لپاره چې دوی د اوکرایین په څلورو سیمو کې «جعلي» ټولپوښتنې بللي د نویو بندیزونو د لګولو چمتووالی نیسي. سپینې ماڼۍ ویلي په دې بندیزونو سره به مسکو سخت اقتصادي تاوانونه وویني. روسیې د اوکرایین په څلورو اشغالي سیمو دونیتسک، لوهانسک، خرسون او زاپروژيا کې ټولپوښتنې پيل کړي او غواړي له دې لارې دا سیمې د خپلې خاورې برخه وګرځوي. دغه اقدام اوکرایین په ککله غندلی او لویدیځ هم ټینګار کړی چې هيڅکله به یې په رسمیت ونه پيژني. د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان پییر بېګا په یوه خبري کنفرانس کې وویل... Читать дальше...

توماس ويسټ: امريکا په افغانستان کې د څو ترهګرو ډلو د حضور په اړه اندېښمنه ده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ وايي، امریکا په افغانستان کې د یو شمېر ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه ژوره اندېښنه لري، خوطالبان دا ادعاوې ردوي او پروپاګند یې بولي. ښاغلي ویست د چهارشنبې په ورځ د سپتمبر په ۲۸مه د امریکا د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز یوې غونډې کې وویل، د القاعدې پخوانی مشر ایمن الظواهري مخکې له دې چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شي، د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان په پلازمېنه کې یې ازادي درلوده. نوموړي د څو ترهګرو ډولو نومونه واخیستل او ویې ویل،... Читать дальше...

د مرستې رسونې بهير پر وړاندې خنډونه؛ اوچا: دوه ميليونه افغانان له مرستو بې برخې شوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، په افغانستان کې د روان میلادي کال په اګست میاشت کې د مرستې رسنوې په وړاندې تر ټولو ډېر خنډونه رامنځته شوي دي.  ۶۰ کلنه محبوبه چې د کابل په لارو کوڅو کې خیرات ټولوي وايي، د کورنۍ نږدې اووه غړي یې، چې یوه يې نږور او نور لمسیان دي یوازې دې ته سترګې اړوي، چې ماښام به یوه مړۍ ډوډۍ د خوراک لپاره ور وړي. محبوبه وايي، زوی يې تېرو جنګونو ترې واخیست او اوس دا اړه ده چې په دې عمر د کورنۍ د غړو د مړولو لپاره سوالګري وکړي. محبوبې ازادي راډيو ته وویل،... Читать дальше...

چارواکي: د ارمنستان او اذربايجان ترمنځ بيا نښته شوې

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان چارواکو ویلي، د دوی او اذربایجاني ځواکونو ترمنځ پرون بیا نښته شوې چې درې ارمني سرتېري په‌کې وژل شوي دي. د ارمنستان دفاع وزارت ویلي، اذربایجاني ځواکونو ګډې پولې ته نژدې سیمې په درنو وسلو ویشتې دي. د ارمنستان صدر اعظم نیکول پاشینیان ویلي، درې سرتېري یې د ده په وینا د هېواد د استقلال، حاکمیت او دیموکراسۍ د ساتنې په جګړه کې وژل شوي. اذربایجان بیا ارمنستان تورن کړی چې ځواکونو یې له اوربنده سرغړونه کړې ده. اذربایجان خپل لوري ته د یوه سرتېري د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.



امريکا له اوکرايين سره د ۱،۱ ميليارد ډالرو په ارزښت پوځي مرسته اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالتونو اوکرايین ته د یو اعشاریه یو میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د ورکړې یوه بسته اعلان کړه. په دغو پیسو کې هغو اتلسو پرمختللو راکټي سیستمونو او هغو وسلو ته بوديجه شامله ده چې د بې پیلوټه الوتکې په ضد کاریږي. سپینې ماڼۍ ویلي، دا مرسته د اوکرايین د ځواکونو د پياوړتیا لپاره کوي. له کله چې روسیې تېره فبروري میاشته کې پر اوکرايین یرغل پيل کړی، امریکا له اوکرايین سره نژدې ۱۷ میلیارده ډالره پوځي مرسته کړې ده.

امريکا په عراق کې د ايران خونړۍ بمبارۍ غندلي دي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالتونو د عراق په کوردستان کې د ایران خونړۍ بمبارۍ په کلکه وغندلې او د نورو بریدونو په وړاندې یې خبرداری ورکړ. د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، هېواد یې د عراق پر خاوره د دغو حملو په وړاندې، چې ده شرموونکې بللې دي د عراق د خلکو ملاتړ کوي. نوموړي ويلي دي، د عراق د خلکو او حکومت ننګه کوي.

اروپايي کمېسيون پر روسيې د نويو بنديزونو وړانديز کړی

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي کمیسیون رئیسې اورزلا فون درلین پر روسیې د نویو بندیزونو وړاندیز کړی دی. دې دا وړاندیز وروسته له دې وکړ چې له روسیې سره د اوکرايین د څلورو برخو د یو ځای کېدو لپاره ټولپوښتنه وشوه. د اوکرايین حکومت او متحدانو یې په دونیڅک، لوهانسک، خرسون او زاپوریژیا کې ټولپوښتنه شرموونکې بللې او لوېدیځ ویلي؛ هیڅکله به یې نتیجې، چې د ملګروملتو د منشور خلاف دي، په رسمیت ونه پېژني. اغلې فون درلین پرون د بندیزونو د وړاندې کولو په مهال وویل، هدف دا دی چې کریملین په اوکرايین کې د جګړې د پراخولو لپاره د خپلو اعمالو تاوان ورکړي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې يو چينايي وګړی وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

پولیسو د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مشال راډیو ته ویلي چې، په دې پېښه کې، چې پرون (چهارشنبې) وشوه، دوه تنه نور ژوبل شوي دي. یوه پولیس چارواکي اسد رضا وویل، حمله کوونکي د یوه ناروغ په جامه کې د غاښونو یوه کلینیک ته ننوتل او سمدستي یې ډزې پیل کړې. د پولیسو په وینا، درې واړه چینایان له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې په سند ایالت کې اوسېدل او د پاکستان تابعیت یې اخیستی و. تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

چين د افغانانو د اساسي حقونو پر رعايت ټينګار کړی

Pa.azadiradio.com 

د چین د بهرنیو چارو وزارت د ټولو افغانانو په تېره بیا د افغانستان د ټولو قومونو، ښځو او ماشومانو د اساسي حقونو پر رعایت کېدو ټینګار وکړ. د چیني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد د باندنیو چارو وزارت ویاند (وانګ وین ین) دا خبره پرون (چهارشنبې) په یوه خبري غونډه کې وکړه. د چین د باندنیو چارو وزارت ویاند په داسې حال کې په افغانستان کې د بشري حقونو موضوع یادوي چې د بشري حقونو ملاتړې موسسې چین په شینجن کې د ایغورانو او نورو مسلمانو لږکیو د حقونو په سرغړونې تورنوي. که څه هم د طالبانو حکومت ویلي چې... Читать дальше...

د پاکستان د اسلامي ايډيالوژۍ شورا مشر د ښوونځيو په اړه د عباس ستانکزي د نظر تأييد کړی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د اسلامي نظریاتي کونسل یا د اسلامي ایډیالوژۍ شورا مشر قبله ایازي وايي، د تعلیم په اړه د طالبانو د حکومت د بهرنیو  چارو د مرستیال وزیر شیر محمدعباس ستانکزي نظر د تأیید وړ دی. ده پرون په کراچۍ کې وویل، ګټور تعلیم فرض دی، علما وايي مفید تعلیم عبادت دی. د سې شنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزي په یوه غونډه کې وویل چې، تعلیم پر نر او ښځه فرض دی خو د طالبانو د امربالمعروف وزیر خالد حنفي یې په مخالفت کې وویل، هر ځای ته چې لاړ شي د تعلیم خبره کېږي، تعلیم مباح عمل دی. Читать дальше...

ټام ويسټ: له تېر کال راهيسې امريکا له افغانستان سره يو ميليارد او سل ميليون ډالره مرسته کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ وايي، د امریکا متحدو ایالتونو د ۲۰۲۱ د اګست له میاشتې تر اوسه پورې له افغانستان سره یو میلیارد او سل میلیون ډالره بشري مرسته کړې ده. ده په عین حال کې وویل چې، دا بشري مرستې دوامداره نه‌دي نو باید د افغانستان د اقتصادي ثبات لپاره یو سیستم جوړ شي. ښاغلي ویسټ چې پرون (چهارشنبه) د واشنګټن ډي سي د نړیوالو ستراتېژیکو مطالعاتو په بنسټ کې خبرې کولې، د قطر د سولې د خبرو د ناکامېدو، د طالبانو په منځ کې د اختلافاتو او نورو موضوعاتو په اړه نظر څرګند کړ. ... Читать дальше...

د ترکيې سرې مياشتې ټولنه د پکتيکا زلزله‌ځپلو ته کورونه جوړوي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې سره میاشت ټولنه غواړي چې په پکتیکا ولایت کې د زلزله‌ځپلو لپاره یو شمېر کورونه جوړ کړي. د سږ کال په دوبي (جون) کې شدیدو زلزلو په پکتیکا اوخوست ولایتونو کې تر زرو ډېر کسان مړه او زرګونه نور ژوبل کړل. د دغو زلزلو له کبله لسګونه زره خلک بې کوره شول. د ځايي چارواکو په وینا لا هم د پکتیکا په ګیانې کې ۴۵۰۰، په برمل کې ۱۵۰۰ او په سپېره ولسوالۍ کې له ۵۰۰ تر ۶۰۰ کورونو ته اړتیا ده. د دوی په وینا ټولو بې کوره شویو ته خېمې نه‌دي رسېدلي او ژمی را روان دی. د ګیان ولسوالۍ يوه اوسېدونکي کوثر ازادي راډیوته وویل... Читать дальше...

کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافېر: اندېښنې ښکاره کول دښمني نه‌ده

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافېر اسد عباس ویلي، د کابل او اسلام اباد د اړیکو په اړه باید د یوې وینا پر اساس قضاوت و نه‌شي. د ده اشاره د ملګروملتو په عمومي اسمبلۍ کې د شهباز شریف وینا ته وه چې ویلي یې و تروریستي ډلې له افغانستانه د پاکستان او سیمې امنیت ګواښي. د راپورونو له مخې، عباس ویلي چې د اندېښنې څرګندول باید دښمني ونه انګېرل شي. شریف د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ ۷۷يمې غونډې ته ویلي و چې القاعده، داعش، پاکستاني طالبان، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د ازبکستان اسلامي غورځنګ په افغانستان کې راغونډ شوي دي. Читать дальше...

د شهيدانو او معلولينو وزارت: ټول هېواد کې مو ۴ لکه يتيمان او ۱۳۵ زره معلولان ثبت کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د شهیدانو د ورثه‌و او معلولانو وزارت وايي په ټول افغانستان کې یې شاوخوا ۴ لکه یتیمان او ۱۳۵ زره معلولان ثبت کړي دي. د دغه وزارت سرپرست ملاعبدالحمید اخوند دا څرګندونې پرون د یتیمانو اومعلولانو لپاره د حرفوي زده کړو د یوه روزنیز ورکشاپ د پرانیستلو په مهال وکړې. خو دا په داسې حال کې ده چې ډېری معلولان شکایت لري چې معاش نه ورکول کېږي. د افغانستان خرابیدونکو اقتصادي حالاتو ته په کتو د یتیمانو د ژوند د شرایطو په اړه هم اندېښنې په ډېرېدو دي. د شهیدانو او معلولانو د چارو وزارت ویاند مفتي فیصل ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...

د افغانستان په اړه د بلاول بوټو پر څرګندونو د مېل انلاين ورځپاڼې تبصره

Pa.azadiradio.com 

مېل انلاين ورځپاڼه: برېتانوۍ مېل انلاین ورځپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر بلاول بوتو زرداري وروستیو څرګندونو ته پام اړولی دی. زرداري له فرانسپرس خبري آژانس سره په مرکه کې له نړۍ غوښتي چې په افغانستان کې له طالبانو سره تعامل وکړي. بلاول بوتو دا خبرداری هم ورکړی چې که د افغانستان اوسني واکمنان له دې زیات منزوي شي، خطرناکې نتیجې به ولري. د میل انلاین په لیکنه له پاکستان سره د طالبانو اړیکې چې یو وخت د دې هېواد اوردو او استخبارات یې لومړۍ درجه ملاتړي ګڼل کېدل، اوس ترینګلي شوي دي. د پاکستان... Читать дальше...



Москва

Эксперт сенсационно раскрыл загадку Мессинга и Жириновского.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Трасса Солнцево — Бутово — Варшавское шоссе будет готова в 2026 году



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Виктор Тепляков

Депутат ЗСК Виктор Тепляков провёл очередной приём граждан в микрорайоне Донская




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

При поддержке MR Group прошел полумарафон «ЗаБег.РФ»

ЦСКА разорвал дистанцию // Армейцы увеличили преимущество в финальной серии Единой лиги ВТБ

ТАСС: Паралимпийский комитет России провел урок и мастер-классы для участников СВО


Елена Рыбакина

Рыбакина, Путинцева и Бублик стартуют на Ролан Гаррос. Кто в соперниках и чего ждать?



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

BYD-FORKLIFT - официальный дистрибьютор BYD в России



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России