Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Сентябрь
2022

Новости за 27.09.2022

ايرانۍ ټیک‌ټاکره په لاریونونو کې ووژل شوه

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د روانو لاریونونو له لسګونو قربانیانو څخه یوه هم ټیک‌ټاکره حدیث نجفي وه چې تهران ته څېرمه په کرج ښار کې ووژل شوه. په خبر کې ویل شوي چې حدیث نجفي د سپټمبر په ۲۱مه په شپږو مرمیو ووژل شوه. په ایران کې د سپټمبر په ۱۶مه د مهسا امیني له وژل کېدو وروسته لاریونونه پیل شول.

د افغان جاپان روغتون د کرونا د برخې ډاکټران د خپلو معاشونو په اړه اندېښمن دي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د افغان - جاپان روغتون سره د روغتیا نړیوال سازمان د همکارۍ د هوکړې له پای ته رسېدو وروسته په ياد روغتون کې په کار اخته کارکونکي د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي. د دغه روغتون رئیس زلمي رشتین ازادي راډیو ته وویل، د دغه تړون پر بنسټ د روغتیا نړیوال سازمان د افغان- جاپان روغتون کارکونکو ته میاشتني امتیازات ورکول. نوموړی وايي: "مخکې د روغتیا نړیوال سارمان (WHO) له لوري هیلت نټ ته بوديجه ورکول کېده او له دې لارې بیا موږ ته رسېده، خو د سپټمبر له ۱۳ مې وروسته دغه بوديجه ودرول شوه، زموږ کار... Читать дальше...

پر طالبانو د ملکي هوايي چلند د ادارې د مخکني رئيس د نيولو او تري تم کولو ادعا شوې

Pa.azadiradio.com 

د مخکیني حکومت د ملکي او هوایي چلند د ادارې رئیس محمودشاه حبیبي کورنۍ ادعا کوي، چې طالبانو یوه نیمه میاشت مخکې دی د خپل کور له مخې بیولی او تر اوسه یې دوی د برخلیک په اړه معلومات نه‌لري. د ښاغلي حبیبي ورور احمدشاه حبیبي رسنیو ته په یو لېږلي تصویري پیغام کې ویلي چې، د طالبانو حکومت پورې اړوند ادارو تر اوسه د محمودشاه په اړه دوی ته څه نه‌دي ویلي او نه ورسره د لیدو اجازه ورکړل شوې. د احمدشاه حبیبي په خبره، محمودشاه په تېرو دریو کلونو کې په یوه خصوصي شرکت کې دنده درلودله او مخکیني حکومت کې هم د څه مودې لپاره د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس و. Читать дальше...



طالب چارواکی: د نجونو زده کړو په مخالفت کې هیڅوک شرعي دلیل نه لري

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت یوه جګپوړي چارواکي یوځل بیا له خپلو مشرانو غوښتي دي چې د نجونو تعلیم ته اجازه ورکړي. د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت مرستیال شېرمحمدعباس ستانکزي چې پخوا له متحدوایالتونو سره د سولې په خبرو کې مشر مرکچي هم و، یو ځل بیا ټینګار کړی چې د دوی حکومت باید نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي. طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته سمدستي د نجونو پرمخ د منځیو ښوونځیو او لېسو دروازې وتړلې. د طالبانو مشرانو که څه هم ویلي دي چې د نجونو له تعلیم سره مخالفت نه لري او یادونه کوي چې په دې... Читать дальше...

بشري ناورین؛ ملګري ملتونه: افغانان د قحطۍ له خطر سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ډبیلو ایف پي وايي، د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان له یو سخت کال وروسته اوس د ژمې د قحطۍ له خطر سره مخ دی. د ارزګان اوسېدونکی ۵۶ کلن ګل باز، چې د اوه کسیزې کورنۍ نفقه ورتر غاړې ده، وايي راتلونکي ژمي ته سخت اندېښمن دی. د ده په خبره اقتصادي وضعیت يې تر دې برید خراب دی، چې ان په کور کې د خوراک لپاره هم څه نه لري. هغه وویل: "دومره له لوږې سره مخ یو چې هغه بله شپه راپاڅېدم چیغې مې کړې، ما ویل یا الله تر سهاره مونږ ټول مړه کړې. قسم دی که کور کې هېڅ لرو. ژوند... Читать дальше...

د اوکراین په ختیځ او شمال ختیځ کې د درنو جګړو راپورونه خپاره شوي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په ختیځو سیمو او شمال ختیځ ښار خارکییف کې نن هم د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ درنې جګړې هم روانې وې. د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي وايي، ختیځه دونېڅک سیمه د اوکراین او روسیې لپاره لاهم ستراتیژیک لومړیتوب لري. هغه زیاته کړه چې د دې سیمې په ګڼو ښارونو کې درنې جګړې روانې دي او د روسیې پوځ د جنوب او لویدیځ پر لور د پرمختګ هڅه کوي. ښاغلي زیلینسکي چې هره شپه ملت ته وینا کوي بېګا ناوخته وویل، په ځانګړي ډول په دونېڅک سیمه کې پوځي حالت کړکېچن دی. هغه یادونه وکړه چې دوی به تر وسې وسې... Читать дальше...

ګوټرش: طالبان دې د ټولو افغانانو بنسټیز حقونه او ازادۍ خوندي کړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د دې سازمان سرمنشي انټونیو ګوټرش په خپل درې میاشتني راپور کې پر طالبانو غږ کړی، چې د افغان نجونو او ښځو په ګډون د ټولو افغانانو بنسټیز حقونه او ازادۍ خوندي کړي. امنیت شورا ته د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش په خپل راپور کې لیکلي، داسې مهال چې طالبان د خپلو ادارو په پیاوړي کولو بوخت دي، خو د افغان نجونو او ښځو په بنسټیزو حقونو او ازادۍ یې سخت محدویتونه لګولي. دا راپور چې نن خپور شوی زیاتوي، افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونې یې د زده‌کړو له بشپړ حق څخه محرومې شوي. Читать дальше...

بلېنکن: امریکا او پاکستان په ګډه افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، دغه هېواد غواړي له پاکستان سره په ګډه په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو سره د پاکستان او د متحده ایالاتو د اړیکو د ۷۵مې کلیزې د نمانځلو پرمهال ټینګار وکړ، چې دواړه هېوادونه به په افغانستان کې د ثبات لپاره کار کولو ته دوام ورکوي. دا نمانځغونډه دوشنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۶مه د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې جوړه شوې وه. بلېنکن وویل: "موږ د تروریزم سره د مبارزې په اړه له نږدې کار کولو ته دوام ورکوو. Читать дальше...



نن د اوکراین په څلورو سیمو کې د روسیي د تحمیلي ټولپوښتنې وروستۍ ورځ ده

Pa.azadiradio.com 

نن د اوکراین په څلورو سیمو کې د روسیي د تحمیلي ټولپوښتنې وروستۍ ورځ ده. روسیې له خپلې خاورې سره د لوهانسک، دونتڅک، خرسون او زاپوریژیا د یوځای کېدو په هدف دا ټولپوښتنه پنځه ورځې وړاندې پيل کړه. اوکراین، لویدیځو هېوادونو او ملګرو ملتونو دا ټولپوښتنه ناقانونه بللې او غندلې یې ده. د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، د مسکو دا اقدام ځان ښودنه ده او یوازنی هدف یې دادی چې د اوکراین د خاورې یوه برخه له خپل هېواد سره یوځای کړي. روسیې په دغو څلورو سیمو کې خپل ملاتړي مشران ټاکلي او دغه ټولپوښتنه هم د نړیوالو خپلواکو څارونکو له حضور پرته ترسره کېږي.

د ملګرو ملتونو عمومي غونډه د افغانستان د استازي له وینا پرته پای ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو سرمشریزه د افغانستان د استازي له وینا پرته پای ته ورسېده. دا پرله پسې دویم کال دی چې هیڅوک د افغانستان په استازیتوب د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا نه کوي. بل لورته نن ماښام د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه یوه غونډه رابللې. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت "یوناما" مشر مارکوس پوټزل دغې غونډې ته د افغانستان په اړه معلومات ورکوي. د افغانستان د پخواني جمهوري نظام له خوا دغه سازمان ته معرفي شوي استازي نصیر احمد فایق ویلي، د افغانستان د ملت غږ او غوښتنې به راپورته کړي. Читать дальше...

د یوناما سرپرست د افغانستان د وضعیت په تړاو امنیت شورا ته راپور ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د یوناما سرپرست مارکوس پوټزل نن د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته راپور ورکوي. د امنیت شورا غونډه به د افغانستان په وخت د مازیګر شپږ نیمې بجې پیلېږي، چې په ژوندۍ بڼه به خپرېږي. ملګرو ملتونو په وار وار د افغانستان په اوسني وضعیت جدي اندېښنه ښودلې او د ښځو په وړاندې یې د طالبانو په پالیسیو کلکې نیوکې کړي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د جمهوري نظام له وخته پاتې شوي استازي نصیراحمدفایق په خپل ټوېټر باندې لیکلي د امنیت شورا په دې ناسته کې به د خپل ملت غوښتنې او غږ پورته کړي.

د پنجشېر لپاره د طالبانو نوی والي معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

Pa.azadiradio.com 

د پنجشېر لپاره د طالبانو د حکومت نوي والي پرون رسماً معرفي او خپله دنده یې پیل کړه. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر دولتي اژانس راپور ورکړی چې مولانا محمد محسن هاشمي تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت مرستیال و. د راپور له مخې هاشمي ویلي، خلکو ته خدمت کول او د امنیت تامین یې له لومړیتوبونو څخه دي. په دې وروستیو کې پنجشېر د ملي مقاومت د جبهې او د طالبانو د خونړیو نښتو شاهد دی. د دغو جګړو په پایله کې لسګونه کورنیو خپل کورونه پرېښي او ګاونډیو ولایتونو ته یې پناه وړې ده.

نن د پخواني افغان ولسمشر ډاکتر نجیب الله د وژل کېدو ۲۶م تلین دی

Pa.azadiradio.com 

نن د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله د وژل کېدو ۲۶م تلین دی. د ډاکتر نجیب کورنۍ د هغه د تلین په مناسبت د هغه پلرنۍ ځمکه یوه ښوونځي ته وقف کړې ده. ډاکتر نجیب د ۱۳۷۵ کال د تلې/میزان په ۵مه کابل ته د طالبانو په ننوتلو سره ووژل شو.

په ایران کې د حکومت ضد لاریونونه دوام لري

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې بېګا هم د حکومت ضد لاریونونو دوام درلود. خلک شاوخوا لس ورځې مخکې وروسته له هغه د مظاهرو لپاره راووتل چې یوه ځوانه زنداني شوې نجلۍ روغتون ته په رسېدو مړه شوه. قهرجن مظاهره چیان د ایران امنیتي ځواکونه د مهسا امیني د وژنې مسوول بولي. د مظاهرو پر مهال تر دې دمه د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې د پولیسو په ډزو سره لږ تر لږه ۳۰ مظاهره چیان وژل شوي. تر زرو زیات مظاهره چیان هم نیول شوي دي. د ایران چارواکو له مظاهره چیانو سره د نښتو پر مهال د پولیسو مرګژوبله هم تایید کړې خو دقیق ارقام یې نه دي اعلان کړي.

قزاقستان په اوکراین کې د مسکو د ټولپوښتنې پایلې په رسمیت نه پېژني

Pa.azadiradio.com 

قزاقستان چې په سیمه کې د روسیې له متحدینو څخه ګڼل کېږي، د اوکراین په اشغال شویو سیمو کې د مسکو د ټولپوښتنې پایلې په رسمیت نه پېژني. د قزاقستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند آیبیک صمدیاروف د دوشنبې په ورځ وویل چې د دونیتسک، لوهانسک، خرسون او زاپورژیا په سیمو کې چې د روسیې د پوځیانو تر ولکې لاندې دي، د روانو ټولپوښتنو په وړاندې د آستانې دریځ د هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا د اصولو په اساس دی. ښاغلي صمدیاروف ټینګار وکړ چې ولسمشر قاسم جومارت توکایف په دې برخه کې د خپل هېواد دریځ روښانه کړی دی. دغه تش... Читать дальше...

کاناډا د ایران پر حکومت بندیزونه لګوي

Pa.azadiradio.com 

کاناډا د ایران پر حکومت د لاریون کوونکو د پراخې ځپنې په خاطر بندیزونه لګوي. د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو وویل د ایران حکومت بشري حقونو ته درناوی نه لري او د مهسا امیني مرګ دا خبره بیا ثابته کړه. هغه وویل چې هېواد یې د ایران د رژیم په ځینو بنسټونو او اشخاصو سخت بندیزونه لګوي. نوموړي زیاته کړه: "زه اعلان کوم چې موږ به په لسګونه اشخاصو او بنسټونو باندې بندیزونه لګوو چې په کې د ایران د اخلاقي امنیت پولیس هم شامل دي. دا د ایران په وړاندې تر ټولو سخت اقدامات دي چې یو هېواد یې ترسره کوي." ښاغلي جسټن... Читать дальше...

نېشنل انټرسټ: افغانستان یوځل بیا د نړۍ امنیت ته یو ګواښ دی

Pa.azadiradio.com 

هندوستان ټایمز: هندوستان ټایمز ورځپاڼې هند ته د افغان سېکانو د یوې وروستۍ ډلې په ور رسېدو تمرکز کړی دی. د ۵۵ کسانو دغه ډله د یکشنبې په ورځ په یوه ځانګړې الوتکه کې د نوي ډیلي هوایي ډګر ته ورسېده. ورځپاڼې لیکلي، له افغانستانه تخلیه شوي دغه سېکان هند ته په رسېدو خوښ ښکارېدل او د هند له حکومته یې مننه کوله چې دوی ته یې کم وخت کې د ویزې او سفر امکانات برابر کړل. هندوستان ټایمز د هند له " اې.ان.آی" خبري اژانس سره هند ته د نوي ورغلي افغان سېک بلجیت سنګ خبرې را اخیستي چې د بدو شرایطو یادونه یې کړې ده. Читать дальше...

د ډاکتر نجیب الله د وژنې ۲۶م تلین؛ کورنۍ یې د هغه ځمکه ښوونځي ته وقف کړې

Pa.azadiradio.com 

نن د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله د وژل کېدو ۲۶ تلین دی. د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله د وژل کېدو د ۲۶ تلین په مناسبت د هغه کورنۍ د ډاکټر نجیب پلرنۍ ځمکه د مکتب جوړولو لپاره وقف کړه. د ډاکتر نجیب مېرمنې فتانه نجیب په یوه پيغام کې په دې اړه وویل: "پرېکړه مو وکړه چې یوه ټوټه کرنیزه ځمکه چې د هغه مرحوم پلار په خپل حیات کې د ډاکتر نجیب الله په نوم ثبت کړې وه. امانتکاره سپين ږیرو ته د قومي جرګې له لارې د یوه ښوونځي د جوړولو لپاره وسپارو. څو د وطن ځوانان د تعلیم له لارې د... Читать дальше...

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي. د افغانستان د وضعیت په تړاو غونډه کې به د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما سرپرست مارکوس پوټزل لومړی د غونډې ګډونوال د افغانستان له اوسني وضعیته خبر کړي. دا خبره یوناما په یوه بیان کې کړې ده. د امنیت شورا تر دې ناستې مخکې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بنېټ په جنوا کې د بشري حقونو شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه جدي اندېښنه وښودله او ويې ویل چې طالبانو د بشري حقونو د درناوي په برخه کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي او ورځ تر بلې وضعیت خرابېږي. Читать дальше...



Москва

Эксперт сенсационно раскрыл загадку Мессинга и Жириновского.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: трасса из Солнцева до Варшавского шоссе откроется в 2026 году



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Виктор Тепляков

Депутат ЗСК Виктор Тепляков провёл очередной приём граждан в микрорайоне Донская




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

ТАСС: Паралимпийский комитет России провел урок и мастер-классы для участников СВО

ЦСКА разорвал дистанцию // Армейцы увеличили преимущество в финальной серии Единой лиги ВТБ

При поддержке MR Group прошел полумарафон «ЗаБег.РФ»


Ролан Гаррос

"Ролан Гаррос" стартовал в Париже



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Автомобиль сбил подростка на электросамокате на юго-западе Москвы



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России