Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Сентябрь
2022

Новости за 19.09.2022

ملګري ملتونه: په پنجشېر کې د اسيرانو د وژلو ادعاوې باوري ښکاري

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما وايي، په پنجشېر ولایت کې  د طالبانو له خوا د اسيرانو د وژلو د ادعاوو رپوټونه باوري ښکاري. د طالبانو حکومت تېره ورځ وویل چې په پنجشېر کې د طالب وسله والو له خوا د جنګي اسیرانو د وژنو د ادعاوو په اړه پلټنې کوي او که ورته ثابته شي چې دا ویډیوګانې تازه او د پنجشېر اړوندې دي نو د وژنو له عاملانو سره به حساب کتاب وکړي. په یوه بیان کې چې نن پر ټویټر خپور شو یوناما ویلي چې د دې وژنو عاملان باید د قانون منګولو ته وسپارل شي. په بیان کې یادونه شوې چې... Читать дальше...

د انګلستان د ملکې دوهمې الیزابت د جنازې دولتي مراسم پای ته ورسېدل

Pa.azadiradio.com 

د انګلستان د فقیدې ملکې دوهمې الیزابت د جنازې دولتي مراسم نن په داسې حال کې پای ته ورسېدل چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو سلګونه مشرانو او شخصیتونو د دې تابوت ته د درناوي مراسم پرځای کړل. د دې مراسمو په بل پړاو کې به د ملکې جنازه په ویندسور ماڼۍ کې خاورو ته وسپارل شي. برتانوي چارواکو د ویسټ منسټر ماڼۍ د سالون هغه ځای چې په تېرو څلورو ورځو کې لسګونه زره کسان د ملکې د جنازې لیدو ته ورتلل د عامو خلکو د ورتګ پرمخ نن سهار بند کړ. د ملکې د مړینې په خاطر په انګلستان کې لس ورځنی ویر اعلان شوی. د انګلستان... Читать дальше...

د پاکستان سترې محکمې پر عمران خان د تروریزم تورونه باطل اعلان کړل

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان سترې محکمې پر پخواني صدراعظم عمران خان د تروریزم تورونه باطل اعلان کړل. د عمران خان مدافع وکیل فیصل چودري نن وویل هغه تور چې ګنې عمران خان په خپله یوه وینا کې تروریزم هڅولی دی، ناسمه ده. د شوې ادعا له مخې خان کله چې محکمې، د بغاوت په یوه قضیه کې د ضمانت په بدل کې د ده د یوه نږدې همکار له خوشې کولو ډډه وکړه نو په خپله وینا کې یې پولیس او قضا ګواښلي وو. خو د عمران خان محاکمه به له دې سره سره د تروریزم د ځانګړې محکمې پرځای د پاکستان په عادي محکمه کې دوام وکړي.



له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال: سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ یوو

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر هغه افغانان چې په جبر له ایران نه ویستل شوي په افغانستان کې له اقتصادي ستونزو او بېکارۍ نه شکایت کوي. ذبیح الله د کابل اوسېدونکی دی او د یوې اته کسیزه کورنۍ مشري کوي. هغه ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، دوه ځلې له غیرقانوني لارو ایران ته ولاړ څو د خپلې کورنۍ لپاره خرڅ برابر کړي، خو په خبره یې چانس ورسره ملګرتیا ونه کړه. نوموړي وویل: "زه په افغانستان کې له وزګارۍ او ناچارۍ دوه ځلې ایران نه ته لاړم، خو بېرته یې په زور راویستلم. اوس چې افغانستان ته راغلی یم اقتصاد مې ښه نه دی او بېکاره... Читать дальше...

افغان ځوانان: طالبان دې د ټیک ټاک او پبجي د بندېدو بدیل وړاندې کړي

Pa.azadiradio.com 

افغان ځوانان وايي، که د طالبانو حکومت ټيک ټاک او پبجې بندوي، بدیل یې باید وړاندې کړي. د پلازمېنې کابل اوسېدونکی رحمت الله وايي، ټیک ټاک ډېر کاروي. هغه وویل: "ما چې څومره ټیک ټاک تعقیب کړی، د ټيک ټاک اصلاحي او اسلامي ويډيوګانې تر نورو ډېر لیدونکي لري. که چېرې ټيک ټاک بندېږي نو باید ځوانانو ته نور فرصتونه برابر شي. که چېرې ځوانان په نورو علمي او تفریحي پروګرامونو کې مصروف شي، بیا به ټیک ټاک ته وخت پیدا نه کړي." د غزني ولایت اوسېدونکی صدیق بیا اکثره وخت پبجي انلاین لوبه کوي. هغه وايي: "که طالبان... Читать дальше...

مخکښ طالب غړی حاجي بشر نورزی له امريکايي وګړي 'مارک فريرکس' سره تبادله شو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت یو مخکښ غړی حاجي بشر نورزی له اولس نیم کاله بند وروسته نن کابل کې طالبانو ته د یو امریکايي وکړي مارک فريرکس سره په تبادله کې وسپارل شو. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، دغه تبادله د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو په برخه کې نوی باب پرانیزي. بشر نورزي هم دغه ګام د امریکا او افغانستان ترمنځ د سولې د خبرو لپاره د پیل یوه نوې لاره یاده کړې. د طالبانو حکومت وايي، حاجي بشر نورزی نن دوشنبه په کابل کې دوی ته سپارل شوی. د طالبانو... Читать дальше...

امريکا کې پرلت کوونکي افغانان: کانګرس دې د ورغلو افغانانو مېشتېدل قانوني کړي

Pa.azadiradio.com 

یو شمیر افغانان د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس په وړاندې په پرلت وهلو سره له کانګرسه غواړي، هغه مصوبه تأیید کړي، چې په امریکا کې د نویو ورغلو افغانانو مېشتېدو ته قانوني زمینه برابروي. د دغه پرلت یو شمېر ګډونوالو ازادی راډیو ته وویل، یو کال کېږي چې، زرګونه افغانان نوي امریکا متحده ایالاتو ته ورغلي، خو د مېشتېدو قانوني اسناد نه‌دي ورکړل شوي. د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس یو شمېر غړو د روان میلادي کال په اګست میاشت کې د دغه هېواد کانګرس ته یوه مصوبه وسپارله چې له مخې به یې امریکا ته نوي، ورغلي افغانان په هغه هېواد کې په قانوني توګه مېشت شي.

زلنسکي د روسيې پر وړاندې د جګړې ډګر کې د برياوو يادونه کړې

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د روسیي پر ضد د جګړې په ډګر کې د یو لړ بریاوو یادونه کړې. دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې اوکرايیني ځواکونه په شمال ختیځ کې د یوه لوی سیند ختیځو غاړو ته رسېدلي دي. خو ښاغلي زلنسکي په عین حال کې خپل غږ له لویدیځو پوځي چارواکو سره په هغه خبرداري کې غبرګ کړ چې د دې جګړې د ګواښونو په اړه یې ورکړی دی. له بلې خوا د اوکرايین جنوبي ښار میکلایوف ته نژدې پر یوه اټومي بټۍ د روسيې د پوځ د برید خبرونه ور کړل شوي. ویل کېږي چې دې برید بټۍ ته زیان نه‌دی اړولی،... Читать дальше...



مخکښ طالب مشر حاجي بشر نورزی د 'فريريکس' امريکايي په بدل کې خوشې شوی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو مخکښ مشر حاجي بشر نورزی چې په متحدو ایالتونو کې بندي و، د امریکايي وګړي مارک فریریکس په بدل کې خوشې شوی او کابل ته رسېدلی دی. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې، فریریکس د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې له نورزي سره تبادله شو. د امریکا د سمندري ځواکونو متقاعد افسر مارک فریریکس کله چې په ۲۰۲۰ کال کې د طالبانو له خوا برمته کېده، د ساختماني پروژو ملکي انجنیر و او بشر نورزی په ۲۰۰۵ کال کې په امریکا کې په دې تور ونیول شو چې د پنځوس میلیون ډالر په ارزښت هیرویین یې قاچاق کول. Читать дальше...

هلمند کې د ځوانانو د ځان وژنې پېښې؛ لاملونه يې څه دي؟

Pa.azadiradio.com 

هلمند ولایت کې په دې ورستیو کې ګڼو ځوانانو ځان وژنې کړي چې، تر ټولو تازه پېښه تېره ورځ په مرکز لښکرګاه ښار کې رامنځته شوې، یو کس په خپل دوکان کې خپل ځان خپله زندۍ کړی دی. دوه ورځې وړاندې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د محمد نعيم په نوم يو هټيوال په خپل دوکان کې ځان په خپله زندانی کړی او وژلی دی. محمد نعيم چې شاوخوا ۳۵ کاله عمر يې درلود، د کورنۍ غړي يې وايي، دوی د هیڅ یوه چاه سره بدي او نور مشکل نه درلود. د محمد نعیم د ځان وژنې لامل تر اوسه نه‌دی معلوم خو له څېرې څخه ډېر بې‌وزله ښکاري. Читать дальше...

د اروپايي ټولنې څلورو غړو هېوادونو پر روسانو نوی بنديز ولګاوه

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي ټولنې څلورو غړو هېوادونو پولنډ، ایستونیا، لاتویا او لیتوانیا سر له نن خپلو هېوادونو ته د هغو روسانو په ورتګ بندیز ولګاوه چې اروپایي ویزې لري. سویس هم اعلان کړی چې سره له نن روسانو ته د "اسانه ویزې" بهیر ځنډوي. پر روسي اتباعو د پولنډ، ایستونیا، لاتویا او لیتوانیا نوی بندیز تر هغو محدودیتونو ډېر سخت دی چې پخوا د اروپایي ټولنې نورو غړو پر دوی لګولي وو. د دغه بندیز له مخې سره له نن (د سپټمر له ۱۹مې) هغه روسان دغو اروپایي هېوادونو ته نه‌شي ننوتلی چې د ګرځندوی، سوداګرۍ، سپورټ او کلتوري چارو شنګین ویزې لري. Читать дальше...

افغانستان کې د پوليو ضد واکسين پيل شو؛ ۹،۹ ميليونه ماشومان به واکسين شي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په دې کمپاین کې چې څلور ورځې به دوام کوي، په ټول افغانستان کې نږدې ۹،۹ میلیونه افغان ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي. دا کمپاین داسې مهال پیلېږي چې، د شنبې په ورځ د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د پولیو یوه بله مثبته پېښه هم ثبت شوه. د طالبانو حکومت د عامې د روغتیا وزارت نن اعلان وکړ، چې په ټول افغانستان کې یې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل کړی. د دې وزارت ویاند شرافت زمان ازادي راډیو ته رالېږلي پيغام کې ویلي، دا په روان کال د پولیو واکسین اتم کمپاین دی. Читать дальше...

فايق: له زده‌کړو د نجونو راګرځول ملي خيانت دی

Pa.azadiradio.com 

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی نصیراحمد فایق وايي، له زده‌کړو او تحصیل د نجونو راګرځول د یوه هېواد راتلونکي سره ظلم او ملي خیانت دی. ښاغلي فایق نن سهار په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "په ټوله نړۍ کې افغانستان یوازینی هېواد دی چې د نجونو ښوونځي په‌کې تړل شوي دي." هغه هېواد چې د ښاغلي فایق په خبره، بشري مرستو ته اړتیا لري او په ځان بسياینې او پرمختګ لپاره باسواده بشري قوې ته اړمن دی. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازي له زده‌کړو او تحصیل د افغان نجونو لېرې ساتل د... Читать дальше...

د هلمند په کجکي کې څاه ته لويدلي ماشوم ساه ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د هلمند لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس راشد هلمندی وايي، دغه ماشوم پرون څاه ته لوېدلی و. نوموړی وايي، د ماشوم د ژغورنې عملیات یې پای ته ورسېدل او تېره شپه ۲ بجې یې مړی له څاه و ایستل شو. دغه ۵ کلن ماشوم پرون ماسپښین د کجکي ولسوالۍ په خنجکک سیمه کې ۵۰ مترۍ څاه ته لوېدلی و. تر دې مخکې هم په هلمند، کندهار او زابل ولايتونو کې څاه ته ماشومان لويدلي وو چې ډېری يې مړه شول.

جو بايډن: امريکا به د چين د تهاجم په وړاندې د ټايوان دفاع وکړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن پرون یکشنبه وویل، چې امریکايي ځواکونه به د چین د تهاجم په وړاندې د ټایوان دفاع وکړي، خو سپینې ماڼۍ ویلي، چې د واشنګټن پالیسي بدله شوې نه‌ده. د CBS ټلوېزیون په (60 Minutes) پروګرام کې له ولسمشر بایدڼ پوښتنه وشوه، چې ایا امریکايي پوځيان به د ټایوان دفاع وکړي؟ ولسمشر بایډن وویل، که کومه بې‌سارې حمله وشوه، هو! دا لومړی وار نه‌دی چې بایډن وايي امریکايي ځواکونه به د چین او ټایوان ترمنځ په احتمالي جګړه کې برخه واخلي، خو سپینه ماڼۍ هڅه کوي، چې تر دغو څرګندونو وروسته له تبصرو ډډه وکړي. Читать дальше...

هلمند کې د طالبانو د تلاشۍ پر مهال دوه مېرمنې وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د هلمند ولایت ځینې اوسېدونکي وايي، په مرکز لښکرګاه کې د یوه کور د تلاشۍ پر مهال د کورنۍ د غړو او طالبانو ترمنځ په لفظي شخړه کې د طالبانو په ډزو دوې مېرمنې وژل شوي ۶ نور کسان ټپیان شوي دي. د دغو کسانو په وینا دغه پېښه د یکشنبې ماسپښین په بُست کلا سیمه کې شوې ده. د پېښې انګېزه معلومه نه‌ده. په هلمند کې د طالبانو مسؤلان د کور پر کور تلاشۍ خبر تأییدوي، خو پرونۍ پېښې په اړه څه نه وايي. تر دې مخکې هم په بېلابېلو پېښو کې د ځینو ملکیانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي، خو طالبان زیات مهال دغسې پېښې له رسنیو پټې ساتي.

بينيت: طالبان د خپلو کسانو د کړنو په وړاندې مسؤليت لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارد بنیت وايي، طالبان د خپلو غړو د کړنو په وړاندې مسؤلیت لري. هغه دا مطلب په پنجشېر کې له محاکمې پرته د وژنو په باب د راپورونو تر خپرېدو وروسته څرګند کړی دی. بنیت پرون ناوخته په یوه ټویټ کې ویلي، څېړنې او هر ډول قانوني تعقیب باید په واقعي ډول د نړیوالو معیارونو له مخې ترسره شي. تر دې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان د جمعې په ورځ ویلي وو، چې د دوی لومړنۍ څېړنې ښيي، چې طالبانو په وروستیو کې په پنجشېر ولایت کې د مقاومت جبهې ځینې اسیران په صحرايي محاکمه کې په ډزو وژلي دي.

د افغانستان له شل کلونو کم عمره فوټبال لوبډلې له فليپين ماتې وخوړه

Pa.azadiradio.com 

د اسیا له شلو کلونو د کم عمره فوټبال اتلولیزو سیالیو په غوراوي پړاو کې افغانستان یو پر صفر له فلیپین ماته وخوړه. د اسیا د شلو کلونو کم عمره فوټبال غوراوي لوبې په عمان کې روانې دي. افغانستان په بېګانۍ ماتې سره له مخکې تګه پاتې راغی. افغان ټیم مخکې کوربه عمان ته یو پر صفر ماته ورکړې وه او هیله یې درلوده چې د فلیپین په ماتولو بل پړاو ته لار پیدا کړي.

ابراهيم رئيسي د مهسا اميني د وژلو د پلټنې ژمنه کړې

Pa.azadiradio.com 

ایراني رسنیو پرون یکشنبه راپور ورکړی چې، د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د مهسا امیني له کورنۍ سره اړیکه نیولې او ژمنه یې کړې چې د دوی د لور د وژنې قضيه به څېړي. مهسا امیني د سپټمبر په ۱۳مه ګشت ارشاد پولیسو ونیوله او درې ورځې وروسته په کوما حالت کې روغتون ته ورسول شوه او هلته یې ساه ورکړه. د راپورونو له مخې هغه څو واره په سر وهل شوې وه او له همدې امله یې ساه ورکړې خو پولیسو ویلي چې د مهسا زړه درېدلی و. په همدې حال کې راپورونه وايي، د سنندج خلکو د یکشنبې په شپه یو ځل بیا د دغې ځوانې نجلۍ د وژل کېدو په اعتراض کې سړکونو ته راووتل. Читать дальше...


Музыкальные новости
Антонина Арталевская

Маленьким пациентам центра трансплантологии рассказали о тех, кто спасает их жизни каждый день





Rss.plus
Новости

Новости фармацевтики в России и в мире




В Шатуре прошел отчетный концерт коллективов ДК им Нариманова

«Она не рухнет» – немецкий экономист меняет свой прогноз для российской экономики

В Измайловском парке Москвы замечены занесенные в Красную книгу тритоны

Компьютерный класс оборудуют в Зарайском Центре детского творчества




امريکا د ۸۰ زره افغان کډوالو د مېشتېدو په اړه کار کوي

Pa.azadiradio.com 

امریکا ته د شاوخوا ۸۰ زره افغان کډوالو په رسېدو سره د امریکا د کډوالو د استوګنولو اداره تر سخت فشار لاندې ده او هڅه کوي چې نوي کارکوونکي وګماري او نوي دفترونه پرانیزي. امریکا لسګونه زره افغانان د طالبانو په بیا واکمنېدو سره له افغانستانه وایستل. اوس انتقاد په دې دی چې د دغو کسانو د دایمي استوګنې لپاره کافي امکانات او بشري قوه نه‌شته. د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د کډوالو د منلو کچه تر ټولو ټیټ حد ته رسولې وه. د اسوشیتد پرس د راپور پر بنسټ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستندویه ادارو... Читать дальше...

د افغانستان د کانونو او صنايعو خونې د مشر ټاکلو په هدف غونډه په لانجه اوښتې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې د مشر د ټاکلو په هدف د صنعت‌کارانو غونډه په لانجه واوښته او ډزې په‌کې وشوې. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي، د سوداګرۍ او صنایعو خونې د هر یوې برخې رئیس د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د طرزالعمل له مخې ټاکل کېږي. هغه د پرونۍ لانجې په اړه وویل: "تر هغه ځایه چې موږ اورېدلي، څه لانجه شوې وه او ممکن دا شخړه د هغه چا د ملاتړو لخوا شوی وي چې په ټاکنو کې ناکام شوی." خو هغه زياته کړه، چې د پخواني ولسمشر د پرېکړې پر بنسټ به د طالبانو د صنايعو... Читать дальше...

د طالبانو حکومت د تاجکستان او قرغزستان د سرحدي جګړې د درېدو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د تاجکستان او قرغزستان د سرحدي جګړې د درېدو غوښتنه کړې ده. تاجکستان او قرغزستان له څو ورځو راهیسې په سرحدي نښتو اوښتي چې دواړو خواو ته لسګونه کسان مړه او ټپيان دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې،دا دواړه ګاونډیان باید خپلې ستونزې له سوله‌ییزې لارې حل کړي او د ملکیانو د زیانمنېدو مخه ونیسي. قرغزستان اعلان کړی چې له تاجکستان سره په پوله په وروستیو نښتو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۹ او د ټپیانو ۱۴۴ ته ورسېد. تاجکستان بیا تأیید کړې چې دېرش کسان د دوی خوا ته هم وژل شوي دي.

بينيټ: افغانستان کې دې د نجونو ښوونځي سملاسي پرانيستل شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بنېټ ویلي چې، د نجونو ښوونځي باید سمدستي پرانیستل شي. بينيټ پرون له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو د تړل کېدو د یو کلنۍ په مناسبت په یوه ټوېټ کې دا خبره کړې ده. د طالبانو د بندیز په اساس شاوخوا یو نیم میلیون نجونې له زده کړو محرومې دي. طالب چارواکي لا هم د نجونو د ښوونځیو په تړاو چوپه خوله دي. ریچارډ بنېټ وايي: "بس دی! یوه بله ورځ هم باید ښوونځي نه وي تړلي." د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي... Читать дальше...

رسنۍ: طالبان د حکومت کولو برخه کې ستونزې لري او په نړیواله کچه منزوي دي

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن پوسټ: واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما اعلامیې ته په پام لیکلي چې په افغانستان کې يې د نجونو پر زده کړو بندیز د شرم وړ عمل بللی دی. ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو د بندیز د یوه کال بشپړېدو په مناسبت د طالبانو له حکومته یو ځل بیا غوښتي چې د نجونو ښوونځي دې پرانېزي. ملګرو ملتونو ویلي چې د زده کړو په ګډون پر اساسي ازادیو بندیزونه په دوامداره توګه اندېښمنونکي دي او دا به د بې وزلۍ، پراخې ناامنۍ او انزوا په بڼه د افغانستان اقتصادي ستونزې نورې هم زیاتې کړي. Читать дальше...

د کورونو د تلاشۍ لپاره طالبانو د تېر حکومت ښځينه پوليسې بېرته دندو ته ورغوښتي

Pa.azadiradio.com 

طالب چارواکو یو شمېر مخکینۍ پولیسې بېرته دندو ته ور غوښتي څو د کور په کور تلاشیو په برخو کې ورسره همکاري وکړي. هلمند هم یو له هغو ولایتونو دی چې شاوخوا ۱۵ ښځینه پولیسې بېرته امنیه قومندانۍ ته ورغوښتل شوي او دمګړۍ په کار بوختې دي. طالبانو داسې وخت ښځینه پولیسې بېرته دندو ته ورغوښتي چې دوی په خپله د تېر نظام پر مهال د حکومتي چارواکو له لوري په دې تورنېدل چې ښځینه پولیسې هدف ګرځوي او له منځه یې وړي. دا ښځې داسې وخت بېرته د پولیسو دنده مخته وړي چې په ټول هېواد کې د طالبانو په بیا واکمنېدو لسګونه... Читать дальше...



Москва

POMPEYA и O! МАРГО выступят на фестивале «НЕБО»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Более трех миллионов человек посетили фестиваль «Москва на волне. Рыбная неделя»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Анастасия Волочкова

Маленький Душанбе под крылышком щедрой балерины: загородный особняк Анастасии Волочковой наводнили особенные таджики




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Вышел второй подкаст онлайн-лектория «Иннагрика» о возможностях аграрной генетики для молодых исследователей

МегаФон привёз спасателям и пожарным грузовик связи

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России


Виктория Азаренко

Андреева назвала важнейшей в карьере победу над Азаренко на "Ролан Гаррос-2024"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России