Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Сентябрь
2022

Новости за 28.09.2022

منزه کاکړ: د کراچۍ له زندانه ټول خوشې شوي بنديان به افغانستان ته ولېږدول شي

Pa.azadiradio.com 

د پښتون ژغورنې د غورځنګ یا پي ټي ایم مدافعه وکیله منزه کاکړ وایي چې، هغه ټول بندیان به چې د کراچۍ له زندانه یې د خوشې کېدو امر صادر شوی، افغانستان ته ولېږدول شي. مېرمن کاکړ نن ازادي راډیو ته وویل، د ۱۹۲ بندیانو له ډلې چې د خوشې کېدو امر یې صادرشوی، د افغانستان د سفارت په مرسته اتیا تنه یې په موټرو کې پولې ته لېږدول شوي چې افغانستان ته واوړي او نور به وروسته ولېږدول شي. هغې وویل چې دغو بندیانو له شاوخوا درې میاشتو راهیسې د کراچۍ په زندانونو کې تېر کړي دي. ویل کېږي چې شاوخوا درې سوه افغانان د... Читать дальше...

کاناډا کې د افغان ښځو سمپوزيم؛ د طالبانو نظام يې په جنسيتي تبعيض تورن کړ

Pa.azadiradio.com 

د سپتمبر په ۲۶مه او ۲۷مه، اوټاوا، د کاناډا اوتاوای ښار د کاناډا - افغان مېرمنو سمپوزیم کوربه و. د دغه سمپوزیم ګډونوالو په افغانستان کې د شته ستونزو په ځانګړې توګه د ښځو پر ستونزو خبرې وکړې. دغو مېرمنو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د کاناډا له حکومته وغوښتل چې، په افغانستان کې د بشري وضعیت په ښه کولو کې مرسته وکړي او ډاډ ترلاسه کړي، چې مرستې په عادلانه ډول ښځو، نجونو او اقلیتونو ته ورسیږي. دغو مېرمنو د کاناډا له حکومته وغوښتل چې د افغانستان اوسنی نظام د جنسیتي اپارتاید په توګه وپېژني او ویې غندي. Читать дальше...

د نجونو د زده‌کړو په اړه د اسلام دين څه وايي؟

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د نجونو پرمخ د ټولو ښوونځیو د نه پرانیستل کېدو په وړاندې پر کور دننه او د نړیوالو د سختو غبرګونونو په ترڅ کې تېره ورځ د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شير محمد عباس ستانکزي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې حکومت یې باید نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي. ستانکزي چې له دې مخکې یې هم د نجونو د زده کړې د حق لپاره غږ اوچت کړی و، په کابل کې د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په مناسبت وینا کې وویل چې، د تعلیم په مخالفت کې هيڅ راز شرعي دلایل نه‌شته. خو په همدې غونډه کې د طالبانو د حکومت د امر باالمعروف... Читать дальше...



زده کوونکې: د ښوونځيو پر سر د طالب چارواکو اختلاف له نامالوم برخليک سره مخ کړي يو

Pa.azadiradio.com 

د نجونو د زده‌کړو په تړاو د طالبانو د چارواکو تر منځ تر اختلاف وروسته یو شمېر زده‌کوونکې او د دوی کورنۍ وايي چې، دې اختلافونو نجونې زده کوونکې له نامعلومه برخلیک سره مخ کړې دي. سحر چې د یوولسم ټولګي زده کوونکې ده وايي، د نجونو د تعلیم په اړه د طالبانو د مشرتابه ترمنځ اختلاف د دې او زرګونو نورو نجونو د زده کړو برخلیک له خنډ سره مخ کړی دی. نوموړې ازادي راډيو سره خبرو کې وويل: "یو کال کېږي چې ښوونځي مو تړلي دي، د اسلامي امارت علماء د ښوونځيو د دروازو د پرانيستلو په اړه بېلابېل نظرونه لري، خو نه... Читать дальше...

د طالبانو حکومت: له روسيې سره مو د نفتي موادو او غنمو د تامين لنډ مهالی تړون کړی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، د یوه لنډمهالي تړون له مخې له روسیې څخه غنم، پترول، ګاز او ډیزل په روبلو پېري. اخوا د مني په را رسېدو افغانان د ژمي د یخنۍ غم اخیستي او شکایت کوي چې، د خوراکي او سون توکو بیې لوړې شوې دي. دوی وايي، دا په داسې حال کې ده چې اقتصادي ناورین ځپلي دي او په دومره ګرانه بیه د د دې توکو د اخیستلو وس نه‌لري. یو شمېر دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې، غوښتنه کوي چې د ژمي له راتګ مخکې باید په دې برخه کې اقدامات وشي. د کابل اوسېدونکي نوید په دې اړه ازادي راډيو ته ویل... Читать дальше...

اوکرايين کې د ټولپوښتنې پايلې؛ خلک له روسيې سره د يو ځای کېدو غوښتنه کوي

Pa.azadiradio.com 

د اوکرايین د ختیځ په څلورو سیمو لوهانسک، دونېڅک، خرسون او زاپوریژیا کې رایه ورکوونکو له روسیې سره د یو ځای کېدو په ملاتړ رایه ورکړې ده. په دغو سیمو کې د مسکو له‌خوا ګمارل شویو چارواکو ویلي، په زاپوریژیا کې په سلو کې ۹۳، په خرسون کې په سلو کې ۸۷، په لوهانسک کې په سلو کې ۹۸ او په دونېڅک کې په سلو کې ۹۹ رای ورکوونکو له روسیې سره د الحاق ملاتړ کړی. دغه ټولپوښتنه د سپټمبر په ( ۲۳مه) پيل او پرون د سپټمبر (په ۲۷مه) پای ته ورسېده. دغه څلور سیمې په ټوله کې د اوکرايین د خاورې پنځلس فیصده برخه جوړوي.... Читать дальше...

کندهار کې د کرونا وايروس مثبتې پېښې ډېرې شوي

Pa.azadiradio.com 

ځايي روغتيايي مسؤلين وايي، په دې وروستیو کې یو ځل بیا کندهار کې د کرونا وایروس د مثبتې پېښې په زیاتېدو دي چې، په تېر یوه کال کې ۵۸ کسان د دغې وبا له امله مړه شوي هم دي. مسؤلين زياتوي، د کرونا وبا له پیله بیا تر اوسه يې د کرونا ضد ۴۶۶ زره ډوزه واکسین خلکو ته ورکړی او لا هم ۱۷۶۰۰ ډوزه په واک لري. نور تفصیل د صادق رښتیني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

د طالبانو حکومت تېر کال له ښوونځيو فارغو شويو نجونو ته د کانکور کارتونه وېشلي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت سږ کال هغو نجونو ته هم په کانکور ازموینې کې د ګډون کارتونه وېشلي چې تېر کال له ښوونځیو فارغې شوې وې. شبانه چې د کابل ښار اوسېدونکې ده، په ۱۴۰۰ کال کې له دولسم ټولګي فارغه شوې ده. دې چې د سږني کانکور ازموینې کارت تر لاسه کړی خوشحاله ده، چې د لوړو زده کړو ارمان یې پوره کېدونکی دی. شبانې ازادي راډیو ته وویل: "اسلامي امارت اعلان وکړ چې سږ کال به له ښځینه‌و کانکور ازموینه واخلي، ډېره خوشحاله یم چې خپلو موخو ته نږدې شوې یم، خو د خپلو هغو خویندو لپاره خواشینې یم چې نه‌شي کولای ښوونځیو... Читать дальше...



فايق: تېر يوه کال کې طالبانو د خپلو ژمنو په ماتولو افغانان او نړيوال ناهيلي کړي دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې په ټوله کې د وینا والو خبرې په افغانستان کې د روان وضعیت، د نجونو په زده کړو او د مېرمنو د کار په حقونو ورټولې وې. دې غونډې ته د افغانستان د تېر جمهوري نظام سرپرست دایمې استازي نصیر احمد فایق وویل، چې له له تېر یو کال راهیسې افغان مېرمنې او نجونې له هر ډول حقونو بې برخې دي او په سیستماتیک ډول له ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ډګره حذف کېږي. نوموړي ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې هر باید ژر تر ژره د نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې پرانيستل... Читать дальше...

پنټاګون: امريکايي ځواکونو په تېر کال کې ۱۲ ملکي افغانان وژلي

Pa.azadiradio.com 

پنټاګون ویلي چې امریکايي ځواکونو په ۲۰۲۱ کال کې ۱۲ تنه ملکي وګړي په افغانستان کې وژلي دي. د امریکا دفاع وزارت په یوه تازه راپور کې ویلي دي، د دوی د ارزونو له مخې تېر کال امریکايي سرتېرو د پوځي عملیاتو پرمهال په تقریبي ډول ۱۲ ملکي افغانان وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي. د امریکا کانګرس له ۲۰۱۸ کال راهیسې له پنټاګون څخه کلني راپورونه غواړي چې ځینې برخې یې محرمې دي. د امریکا دفاع وزارت لا له مخکې د ۲۰۲۱ کال د اګست په پای کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په ګډوډۍ کې د اوو ماشومانو په... Читать дальше...

بلاول بوټو: نړيواله ټولنه دې د طالبانو پر وړاندې زغم ولري

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې د طالبانو پر وړاندې زغم ولري او ګډ کار ورسره وکړي. ښاغلي زرداري، له اسوشیتیدپریس خبري آژانس سره په مرکه کې غوښتنه کړې چې متحده ایالات دې له طالبانو سره په مستقیم ډول ګډ کار وکړي. زرداري د افغانستان د هغو شتمنیو د آزادېدو غوښتنه هم وکړه چې امریکا کنګل کړې دي او ويلي دي چې، دا پیسې د طالبانو نه بلکې د افغانستان د خلکو دي. دا په داسې حال کې ده چې پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر... Читать дальше...

لاس انجلس ټايمز ورځپاڼه: افغانۍ پيسې لکه د دغه هېواد اقتصاد ټوټې ټوټې کېږي

Pa.azadiradio.com 

لاس انجلس ټايمز ورځپاڼه: لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د "افغاني بانکنوټونو" وضعیت ته پام اړولی او لیکلي یې دي چې "افغانۍ پیسې لکه د دغه هېواد اقتصاد هم ټوټې ټوټې کیږي." لاس انجلس ټايمز د کابل د شهزاده سرای د يوه صراف قل الله محمد اريا له قوله ليکي، چې د ده په مخ کې له هرو لسو زرو بانکنوټونو څخه ښايي زر يې د کارولو وړ وي. د ورځپاڼې په وینا، ډېری افغاني بانکنوټونه له یو بل سره نښلول شوي او ښايي د ډېرو مسلسلې شمېرې یې سره سمون نه خوري. د لاس انجلس ټایمز د مقالې په دوام کې راغلي چې هغه څه چې اوسنی... Читать дальше...

شمالي وزيرستان کې اته پاکستاني پوځيان ټپيان شوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په شمال لویدیځ کې د یوې چاودنې په نتیجه کې اته پاکستاني سرتېري ټپیان شوي دي. دغه چاودنه وړمه ورځ د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې شوې ده. د راپورونو له مخې دا په روان کال کې په دې سیمه کې درېیمه حمله ده چې ترسره کیږي او مسؤلیت یې څوک یا کومه ډله نه اخلي. دغه برید داسې مهال کېږي چې د پاکستاني طالبانو تحریک د دې هېواد له حکومت سره د سولې خبرې مخ ته وړي.

ايران کې حکومت ضد لاريونونه؛ د تېلو د شبکې کارکوونکو د کاري اعتصاب ګواښ کړی

Pa.azadiradio.com 

د ایران د تېلو د شبکې کارکوونکو خبرداری ورکړی چې که د ایران حکومت په دې هېواد کې د اعتراض کوونکو له ځپلو لاس وا نه‌خلي، دوی به کاري اعتصاب وکړي چې دا کار به د دې هېواد اقتصادي سکتور له پښو وغورځوي. د تېلو د شبکې د قراردادي کارکوونکو شورا پرون په یوه اعلامیه کې وویل، دوی د ښځو او لوږې په وړاندې د ورځني او منظم تاوتریخوالي پر ضد د خلکو د مبارزې ملاتړ کوي. ایران له داسې نا ارامیو سره مخامخ دی چې لمن یې د دې هېواد اتیا وړو او لویو ښارونو ته غځېدلې. دغه ناکراري وروسته له هغې پیل شوې چې د سپټمبر... Читать дальше...

د طالبانو حکومت روسيې سره د نفتي او خوراکي موادو د تامين قرارداد لاسليک کړی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ سرپرست وزیر حاجي نورالدین عزیزي وایي چې له روسیې سره یې د پترولو، ډیزلو، ګازو او غنمو د تامین په برخه کې یو موقت قرارداد لاسلیک کړی دی. ښاغلي عزیزي رویترز خبري آژانس ته ویلي چې وزارت یې هڅه کوي چې په سوداګریزو شریکانو کې تنوع رامنځته کړي او روسیې طالبانو ته په متوسط ډول په نړیواله کچه په توکو کې د تخفیف وړاندیز کړی دی. د عزیزي په خبره روسیه به شاوخوا یوملیون ټنه پترول، یو ملیون ټنه ډیزل، پنځه سوه زره ټنه مایع ګاز او دوه ملیون ټنه غنم په کال کې افغانستان ته ورکوي. Читать дальше...

پوتزل: که طالبان د خلکو غوښتنې ونه مني ټولنه به له بدبختۍ سره مخ کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت، یوناما مرستیال مارکوس پوتزل وایي که طالبان عملي اقدامات ونه‌کړي د افغانستان خلک به لا له بدبختۍ سره مخامخ کړي. ښاغلي پوتزل دغه څرګندونې تېره ورځ ناوخته د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډې ته چې د افغانستان په اړه جوړه شوې وه، په وینا کې وکړې. په څو ټویټونو کې چې یوناما پر خپله پاڼه خپاره کړي، ښاغلي پوتزل ویلي، که د ټولنې د ټولو قشرونو غږ وا نه‌ورېدل شي او ټولنې خپل استازیتوب ونه‌کړي نو به طالبان افغانان لا له بدبختۍ سره مخامخ کړي. د هغه په خبره... Читать дальше...

د اوکرايين په څلورو سيمو کې د روسيې په ملاتړ ټولپوښتنه پای ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

د اوکرايین په جنوبي او ختیځو څلورو سیمو کې چې ډېرې برخې یې د روسیې تر اشغال لاندې دي، چارواکو د ټولپوښتنې یاریفراندم د پای ته رسېدو اعلان وکړ. دغه ټولپوښتنه چې پنځه ورځې یې دوام وکړ، په‌کې د دې سیمو له اوسېدونکو غوښتل شوي و چې، ایا غواړي له روسیې سره یو ځای شي او کنه؟ د ټولپوښتنې له پای ته رسېدو سره سم د رایو د شمېرلو  بهیر پرون پیل شو. اوکرايین، لویدیځو هېوادونو او ملګروملتونو دغه ټولپوښتنه له نړیوالو قوانینو سره سره په ټکر کې بللې او هغه یې رد کړې ده. دغه ټولپوښتنه په لوهانسک، دونیڅک خیرسون... Читать дальше...

له طالبانو د امنيت شورا بيا ځلي غوښتنه: د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړئ

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو د امنیت شورا د تېرې شپې د غونډې ویناوالو په ټوله کې په افغانستان کې روان وضعیت ته اندېښنه وښوده او له طالبانو یې وغوښتل چې د افغان نجونو او ښځو د زده کړې او کار د حقونو په ګډون د ټولنې د ټولو قشرونو د حقونو درناوی وکړي. د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت، یوناما مرستیال مارکوس پوتزل وویل، له دې ویره لري چې په افغانستان کې د طالبانو له چارواکو سره د ښکېلتیا د ستراتېژۍ په اړه د نړیوالې ټولنې د ډېرو غړیو صبر پای ته په رسېدو دی. نوموړي وويل: "که طالبان د افغاني ټولنې... Читать дальше...



Москва

Сотрудники Росгвардии задержали устроившего стрельбу с балкона мужчину в Подмосковье 


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: трасса из Солнцева до Варшавского шоссе откроется в 2026 году



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Бато Багдаев

В Маньжурии открывается российско-китайский ночной клуб Felicity Port




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

ЦСКА разорвал дистанцию // Армейцы увеличили преимущество в финальной серии Единой лиги ВТБ

Бойцовская лига «Наше Дело» представит спортивную зону на Дне России

ТАСС: Паралимпийский комитет России провел урок и мастер-классы для участников СВО


Ролан Гаррос

Теннисист Рублев вышел во второй круг Открытого чемпионата Франции



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

«Рексофт», «Норсофт» и АТОЛЛис анонсировали скорое тестирование отечественных IT-продуктов бренда «MAGMA»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России