امریکا د افغانستان له کنګل شویو پیسو څخه ۳.۵ میلیارده سویس ته لېږدوي
د امریکا متحدوایالتونو اعلان وکړ چې د افغانستان د کنګل شوې ۷ میلیارده شتمنۍ له ډلې درې نیم میلیارده په سویس کې یوه صندق ته انتقالوي. نړیوالو اژانسونو د امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د افغانستان درې نیم میلیارده کنګل شوې شتمني په سویس کې یوه صندوق ته استوي. له افغانستان سره د مرستې صندوق چې له څو غړو د جوړ یوه بورد له خوا مدیریت کېږي، دا پیسې په ډېرو مهمو برخو لګوي. په راپورونو کې راغلي چې له دغه صندوقه به د افغانستان د برښنا پورونه، نړیوالو بنسټونه ته د افغانستان پور، پراختیایي برخو کې د مرستو او د پیسو د چاپ لګښت ورکول کېږي. Читать дальше...