Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Сентябрь
2022

Новости за 06.09.2022

د بشري حقونو د څار بنسټ: طالبانو د داعش له بريدونو د قومي او مذهبي لږکيو ساتنه نه‌ده کړې

Pa.azadiradio.com 

د بشر د حقونو څار بنسټ په یو راپور کې ویلي، طالبانو د داعش له حملو د افغان هزاره ګانو او نورو دیني اقلیتونو ساتنه نه‌ده کړې. د بشر د حقونو د څار سازمان نن د یو راپور په خپرولو سره ويلي چې، پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ له پیل راهیسې داعش ډلې په افغان هزاره ګانو د ۱۳ حملو مسؤلیت منلی او درې نورې حملې هم دغه ډلې ته منسوبې شوي چې ۷۰۰ کسانو ته په‌کې مرګ ژوبله اوښتې ده. د بشر حقونو د څار سازمان په دې راپور کې راغلي دي، چې طالبانو دغه شان د دغو پېښو له قربانیانو او د دوی له کورنیو سره د روغتیایي... Читать дальше...

خلک: په افغانستان کې د امنیتي پېښو زیاتوالي اندېښمن کړي یوو

Pa.azadiradio.com 

په کابل او ولایتونو کې یو شمېر خلک په وروستیو ورځو کې د امنیتي وضعیت خرابېدو اندېښمن کړي دي. په افغانستان کې د بې وزلۍ، بې کارۍ او اقتصادي بحران د اندېښنو تر څنګ په دې وروستیو کې بریدونو او چاودونو هم په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې خلک اندېښمن کړي دي. یو شمېر دوی په هرات او کابل کې وروستیو بریدونو ته په اشارې سره ازادي راډیو ته وویل، د ډار او ناهیلۍ په حالت کې ژوند کوي او د خپل ځان او کورنۍ د امنیت فکر وړي دي. د کابل ښار اوسېدونکی احمد ظهور وویل: "وروستیو بریدونه په ځانګړي ډول د پرون ورځې برید مونږ ډېر اندېښمن کړي یو. Читать дальше...

د ښوونیز کال پیل؛ طالبانو ختیځ کې نجونې ښوونځیو ته نه دي پرېښي

Pa.azadiradio.com 

نن د وږي یا سنبلې پنځلسمه د افغانستان په ګرمو سیمو کې له کلنۍ رخصتۍ وروسته د نوي ښوونیز کال د پیل ورځ ده. مریم د لغمان ولایت اوسېدونکی او د اتم ټولګي زده کوونکې ده. دې هم هیله درلوده چې په دې ولایت کې د نوي تعلیمي کال له پیل سره سم به د زده کړو اجازه ورکړل شي خو دا هیله يې یوازې هیله پاتې شوه. هغه وايي: "سږ کال زموږ په سیمه کې د نوي تعلیمي کال د پیل سره سم موږ هیله درلوده چې طالبان به موږ ته ښوونځيو ته د تګ اجازه راکړي، خو له بده مرغه په ختیځو ولایتونو کې یو وار بیا هم نجونو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه ورنه کړل شوه. Читать дальше...



سرچینې: طالبان په مالیې وزارت کې له کارکوونکو عقیدتي ازموینه اخلي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت له خپلو کارکونکو عقیدتي ازموینه اخلي. د طالبانو د حکومت په مالیې وزارت کې سرچینو ازادي راډیو ته یوه مکتوب لېږلی، چې پر بنسټ یې د دغه وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له خپلو کارکوونکو دیني ازموینه اخلي. دغه مکتوب د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت د کورني تفتیش ریاست ته استول شوی او په کې ویل شوي، چې د دې ادارې ټول کارکوونکي باید په عقیدتي ازموینه کې ګډون وکړي. سرچینې ازادي راډیو ته یوه لس مخیزه پوښتنلیک هم استولي چې ۵۳ دیني پوښتنې او ځوابونه يې په کې شامل دي. د سرچينې... Читать дальше...

د اوکراین د زاپوریژیا اټومي بټۍ وروستی ریکټر هم غیرفعال شو

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د جنوب د زاپوریژیا د اټومي بټۍ په شاوخوا کې د توغندیو د لګېدو له راپورونو وروسته د دې بټۍ شپږم او وروستی ریکټر هم غیرفعال شو. د زاپوريژیا د اټومي بټۍ چلوونکی شرکت انرهو اټوم اعلان کړی چې په دې بټۍ کې د برښنا شپږم او وروستی ریکټر یې د یو توغندي د لګېدو او ورپسې د اور د بلېدو له پېښې وروسته غیرفعال کړی دی. انرهو اټوم وویل دا ریکټر به هغه مهال بیا ولګوي چې اور مړ شي. د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي پر روسیې ځواکونو تور ولګاوه چې دا توغندی یې ویشتلی دی. زیلینسکي بېګا ناوخته په یوه... Читать дальше...

داعش په کابل کې د روسیې پر سفارت د پروني برید مسوولیت ومانه

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي دولت ډلې یا داعش په کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه د پروني ځانمرګي برید مسوولیت ومانه. په دې پېښه کې د روسیې د سفارت دوه کارکوونکي او څلور نور افغانان ووژل شول. د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې په خپل ټلګرام کې ویلي د دوی یوه غړي د روسیې د سفارت د کارکوونکو په ډله کې خپل واسکټ منفجر کړی دی. خو طالبان وايي، ځانمرګی بریدکوونکی تر حملې مخکې پېژندل شوی او په نښه شوی، چې په دې وخت کې چاودنه شوې ده. ګڼو هېوادونو او سازمانونو دغه حمله غندلې ده.

په شمالي وزیرستان کې ۵ پاکستاني سرتېري او ۴ وسله وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ وايي، په شمالي وزیرستان کې د پرونۍ شخړې له کبله ۵ پاکستاني سرتېري او ۴ افراطي وسله وال ووژل شول. د پوځ د مطبوعاتي څانګې په اعلامیه کې راغلي، امنیتي ځواکونو د شمالي وزیرستان په بویا سیمه کې پوځي عملیات وکړل. د اعلامیې په وینا د یوه تورن په ګډون ۵ پاکستاني سرتېري او ۴ تنه افراطي وسله وال د ډزو په تبادله کې ووژل شول. په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو ډله ډېره فعاله ده.

مېل انلاین: داعش په افغانستان کې خپل بریدونه زیات کړي

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن پوسټ: واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په کابل کې د روسیې سفارت مخې ته شوي ځانمرګي برید ته پام اړولی دی. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په دې پېښه کې د خپل سفارت د دوو کارکوونکو وژل کېدل تاييد کړل، خو د هغوى د هويت په اړه يې جزیيات ورنه کړل. واشنګټن پوسټ په کابل کې د طالبانو د پولیسو په حواله راپور ورکړی چې بریدګر د سفارت د ساتونکو له خوا په ډزو ویشتل شوی، خو هغه بیا هم په دې وتوانېد چې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد وچوي. د روسیې د ریا نووستي خبري اژانس راپور ورکړی چې د چاودنې په وخت کې د روسیې... Читать дальше...



هاشمي: پکتیا کې نجونې د ښوونځیو له بیا پرانېستل کېدو ډېرې خوشاله دي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا په مرکز ګردیز او څمکنۍ ولسوالۍ کې د نجونو ځینې لېسې فعاله شوې دي. د څمکنیو یوه اوسېدونکي او د دارالمعلین استاد هاشم خیل هاشمي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې نجونې د ښوونځیو له بیا پرانېستل کېدو ډېرې خوشاله دي. له ښاغلي هاشمي سره صفي الله ستانکري مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

اوچا: مرستندویه بنسټونه دې د بېوزلو افغانانو لاسنیوی وکړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا افغانستان څانګې د ژمي د رارسېدو په درشل کې له مرستندویه بنسټونو غوښتي چې د بېوزلو افغانانو لاسنیوی وکړي. دې ادارې په یوه ټوېټ کې ویلي چې اړمنې افغانۍ کورنۍ تر بل هر وخت زیات لاسنیوي ته اړتیا لري. د اوچا په بیان کې یادونه شوې چې دوی له څه باندې ۲۴ میلیونه اړمنو افغانانو سره د مرستو لپاره څه باندې درې میلیارد ډالرو ته اړتیا لري. په دې ډله کې د ژمي پر مهال د مرستو په تېره بیا د سرپناو او تودو جامو د تیارولو لپاره ۶۱۴ میلیونو ډالرو ته عاجله اړتیا ده.

طالبانو د کابل له ښاره څه باندې ۳زره سوالګر راټول کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د کابل له ښاره څه باندې درې زره سوالګر راټول کړي دي. په دې ډلې کې څه باندې دوه زره ښځې شاملې دي. د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دفتر په دې اړه پرون یو ویډیويي پیغام ورکړی دی. پیغام کې راغلي: "د سوالګرو راټولولو کمېټې د سنبلې تر ۱۲ نېټې پورې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو ۳۰۴۸ سوالګر راټول کړي دي. د راټولو شویو سوالګرو له جملې ۲۱۰۹ ښځې دي چې تر ارزونې وروسته یې ۶۲۹ مستحقې او ۱۴۸۰ بیا حرفه يي سوالګرې پېژندل شوې دي." طالب چارواکو ویلي چې مستحق سوالګر... Читать дальше...

د کرکټ اسیا جام سیالۍ؛ نن هند او سریلانکا لوبډلې لوبه لري

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ په اسیا جام کې نن د هند او سریلانکا ټیمونه مخامخ کېږي. هند د اسیا جام په دویم پړاو کې وړمه ورځ له پاکستان ماته خوړلې خو سریلانکا بیا لومړی بری د افغانستان په وړاندې ثبت کړی دی. تمه ده د څلورو غوره لوبډلو په دې پړاو کې افغانستان سبا چهارشنبه ماښام له پاکستان سره مخ شي. د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې لوبغاړو د پاکستان په وړاندې لوبې ته پوره چمتووالی نیولی دی.

د اوکراین د زاپوریژیا اټومي تاسیساتو وروستی فعاله ریکټور هم بند شو

Pa.azadiradio.com 

د زاپوریژیا اټومي تاسیساتو وروستی فعاله ریکټور هم بند شو. د اوکرایین د زاپوریژیا اټومي بټۍ چلوونکی اینرهواتوم وايي، له دې چې د روسیې په اشغالي سیمو کې توغندیز بریدونه لا هم دوام لري د پېښې د رامنځته کېدو له وېرې وروستی فعاله ریکټور بند شوی دی. د راپورونو له مخې په دې اټومي تاسیساتو کې د ملګرو ملتونو د اټومي اژانس د څارونکو له پلټنو سره سره په شاوخوا سیمو کې توغندیز بریدونه دوام لري. د سپټمبر په پنځمه په یوه بیان کې، انیرهواتوم وویل، د روسیې اشغالګرو پوځیانو د زاپوریژیا اټومي بټۍ ته نږدې سیمې... Читать дальше...

د امریکا بي۵۲ بم غورځونکو الوتکو د فارس خلیج په سر پروازونه کړي

Pa.azadiradio.com 

په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو قومندانۍ د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې د امریکا دوه B-52 بم غورځونکو الوتکو د فارس خلیج په سر ځینې پروازونه وکړل. يادې الوتکې چې د اټومي ډزو وړتيا هم لري د یکشنبې په ورځ يې د اسراییلو، کويټ او سعودي جنګي جېټ الوتکو په ملتیا پروازونه کړي. په منځني ختیځ کې د امریکا د هوايي ځواک لوړپوړي چارواکي الیکسس ګرینکوویچ ویلي، دا بم غورځونکې الوتکې د بریتانیا له فیرفورډ اډې څخه سیمې ته الوتې وې او اوس یې پروازونه ختم او د سیمې له قلمروه وتلي. اسوشیټیډ پریس او اسراییلي... Читать дальше...

پکتیا کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ځینې ښوونځي پرانېستل شوي

Pa.azadiradio.com 

د پکتيا يو شمېر اوسېدونکي او سيمه ييز طالب چارواکي تاييدوي چې هلته د نجونو ځینې لېسې پرانیستل شوي او نجونو ته یې تعلیم پیل کړی دی. د څمکنیو ولسوالۍ اوسیدونکی او د دارالمعلمین استاد هاشم خېل هاشمي وايي، چې د پکتيا په دې ولسوالۍ کې يوه لېسه له څو ورځو راهيسې پرانيستل شوې او نجونې بېرته زده کړو ته ستنې شوې دي. هغه وویل؛ "په څمکنيو ولسوالۍ کې د سيمين اکبري په نوم يوه لېسه ده، درې څلور ورځې کېږي چې د دې لېسې دروازې د نجونو پر مخ پرانېستل شوې دي. نجونې راځي او زده کړې کوي، ډېر خوښې دي." څمکنۍ له... Читать дальше...

روسیې او طالبانو د کابل پرونۍ پېښې په اړه څېړنې پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي، له دې وروسته د روسیې د سفارت امنیت ته ځانګړې پاملرنه کوي. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي دوشنبه ماښام د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره د پرونۍ چاودنې په تړاو ټیلیفوني خبرې کړي دي. په یوه اعلامیه کې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خپره کړې متقي؛ لاوروف ته ډاډ ورکړی چې طالب ځواکونه به د سفارت د امنیت نیولو لپاره لا هڅې ګړندۍ کړي. د وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي: "زموږ امنیتي ارګانونو د پېښې په تړاو هر اړخیزه څېړنه پیل کړې ده... Читать дальше...



Москва

«Райский цветник» Бакиханова и азербайджанские фальсификации. ВИДЕО


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин посетил фестиваль «Москва — на волне. Рыбная неделя»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Олег Лундстрем

«Борис Фрумкин – 80!»: Государственный камерный оркестр джазовой музыки имени Олега Лундстрема отпраздновал юбилей своего худрука большим концертом




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

МегаФон привёз спасателям и пожарным грузовик связи

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)

Больше всего работников с креативными идеями работает в ритейле и спорте


Надежда Петрова

Теннисистка Петрова: Хачанов совершил недопустимую ошибку на "Ролан Гаррос"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Суд поддержал решение УФАС по Подмосковью в отношении ООО «Поток»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России