Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Сентябрь
2022

Новости за 05.09.2022

لیزټرس د بریتانیا صدراعظمه وټاکل شوه

Pa.azadiradio.com 

لیزټرس د بوریس جانسن پرځای د بریتانیا د صدراعظمې په توګه اعلان شوه. ۴۷ کلنې ټرس نن په واکمن محافظه کار ګوند کې دننه د رایو په نتیجه کې خپل سیال ریشي سوناک مات کړ او د صدراعظمې په توګه غوره شوه. جانسن د یوې اوږدې رسوایۍ په پایله کې چې د ده اداره یې کمزورې کړه په جولای میاشت کې خپله استعفا اعلان کړه. ټرس د جانسن په کابینه کې د بهرنیو چارو وزیره وه. ټرس له تریزا مې او مارګریټ ټاچر وروسته د بریتانیا درېیمه ښځینه صدراعظمه ده.

کابل کې د روسیې پر سفارت ځانمرګي برید غبرګونونه راوپارول

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د روسیې پر سفارت برید به د دوی د حکومت او روسیې ترمنځ اړیکې زیانمنې نه کړي. د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومنداني وايي چې د دوشنبې ورځې په ځانمرګي برید کې چې د روسیې سفارت مخ ته وشو، د روسیې سفارت ۲ کارکوونکي او ۴ افغانان وژل شوي او تر لسو ډېر کسان ټپیان شول، خو عیني شاهدان بیا وايي چې تلفات ډېر دي. د کابل امنیه قومنداني ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډيو ته وویل: "په کابل کې د روسیې سفارت سره د چاودنې له امله زموږ ۴ تنه هېوادوال او د روسیې سفارت ۲ کارکوونکي وژل شوي دي او یو شمېر افغانان ټپیان شوي دي. Читать дальше...

ځینې افغان ژباړونکي: افغانستان کې له امنیتي ګواښونو سره مخ یوو

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغان ژباړونکي، چې په تېرو شلو کلونو کې یې په افغانستان کې له برتانوي ځواکونو سره کار کړی وايي، اوسمهال په افغانستان کې له امنیتي ګواښونو سره مخ دي. دوی وايي، پر افغانستان د طالبانو بیاځلي واکمنېدو ورسته په تیر یوه کال کې له سختو امنیتي ګواښونو سره مخ دي. د دوی له ډلې یو هغه یې چې نه غواړي نوم یې د امنیتي ستونزه له امله په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، دوه کاله مخکې یې د ملي امنیت په ریاست کې له برتانویانو سره کار کړی دی. دا وايي، د جمهوریت له سقوط وروسته یې په بریتانیا کې... Читать дальше...



د اساسي قانون په تړاو د طالبانو وروستیو څرګندونو غبرګونونه پارولي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د اساسي قانون په تړاو د طالبانو د عدلیې وزارت د مرستیال تازه څرګندونو پراخ غبرګونونه راپورته کړي. د طالبانو د عدلیې وزارت مرستیال عبدالکریم حیدر د یکشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د یو خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا په افغانستان کې اساسي قانون ته اړتیا شته او که نه ویلي: "کفري ممالک د خپلو کارونو لپاره اشد ضرورت لري، ځکه دوی الهي نظام نه‌لري او که اساسي قانون هم ونه‌ لري، نو دوی به خپل نظام او اداره په څه شي مخته وړي. په اسلامي ممالکو کې قران عظیم الشان،... Читать дальше...

مسکو: کابل کې د روسیې سفارت دوه کارکوونکي ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

د روسیې بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې د کابل په نننۍ انتحاري حمله کې د دغه هېواد د ډيپلوماتیک مأموریت دوه کارکوونکي وژل شوي دي. د طالبانو چارواکو هم په دغه حمله کې د څلورو افغانانو وژنه تأیید کړې ده.

د تاجکستان حکومت افغانستان ته د افغان کډوالو د لېږد لړۍ پيل کړې

Pa.azadiradio.com 

په دې وروستیو کې د تاجکستان حکومت افغانستان ته د هغو افغان کډوالو د لېږلو لړۍ پيل کړې ده چې، دې هېواد ته یې پنا ور وړې وه. په تاجکستان کې افغان کډوال وايي، سره له دې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو په چارو کې د عالي کمېشنرۍ او د تاجکستان حکومت له‌خوا د کډوالۍ کارتونه ورکړل شوي، بیا هم په دې وروستیو کې له دې هېواد ایستل کېږي. د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه وايي، خو په تاجکستان کې د تېر جمهوري حکومت سفیر محمد ظاهر اغبر ازادي راډيو ته وویل، د دې مسلې د حل لپاره یې د تاجکستان له حکومت او د کډوالو له... Читать дальше...

امنيت شورا: سولې ته د ورپېښو ګواښونو پر وړاندې بايد ټول هېوادونه مبارزه وکړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په هرات کې د جمعې ورځې د چاودنې په غبرګون کې وايي، د نړۍ امنیت او سولې ته د متوجې ګواښونو پر وړاندې باید ټول هېوادونه مبارزه وکړي. د جمعې په ورځ د هرات په ګاذرګاه جومات کې د ځانمرګي برید په پایله کې د طالب پلوي مولوي مجیب‌الرحمان انصاري په ګډون ۲۰ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول. د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې چاودنې ته په اشارې وايي، هر ډول ترهګري جرم او د توجیه وړ نه‌ده. د هرات په ګاذرګاه کې د تېرې جمعې په ورځ د لمانځه پر مهال ځانمرګی برید وشو چې، د دې برید اصلي... Читать дальше...

کابل کې ځانمرګی برید؛ د روسیې سفارت ۲ کارکوونکي او ۴ افغانان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

طالبان وايي، نن غرمه په کابل کې د روسیې سفارت سره د چاودنې له امله ۴ تنه عام افغانان او د دې سفارت ۲  کارکوونکي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ په کابل کې د روسیې د سفارت مخې ته چاودنه غندلې ده او په دې اړه یې پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي چې قربانیانو او هغوی کورنیو ته تسلیت وايي. روسي ورځپاڼې ګازیتا آر یو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له قوله لیکلي چې په کابل کې د روسيې سفارت خپل امنیتي اقدامات زیات کړي دي او د طالبانو اضافي امنیتي او استخباراتي ځواکونه یې د کابل د پيښې په تړاو غوښتي دي. Читать дальше...



ايران د 'بهايي فرقې' ۱۲ پلويان نيولي

Pa.azadiradio.com 

ایران د خپلو بهایي اتباعو په وړاندې د ځپونکو اقداماتو د زیاتوالي په ترڅ کې د بهایي فرقې دولس پیروان چې تهران په ارتداد او له اسراییل سره د اړیکو په لرلو تورن کړي، نیولي دي. د ایران دولتي رسنۍ پرون وویل، دغه کسان د مازنداران ولایت په مختلفو سیمو کې نیول شوي دي. په دې سیمه کې د اګست په ۳۱مه هم د دې فرقې چې په ایران کې یوه غیر اسلامي لویه اقلیت ډله ګڼل کېږي، ۱۴ غړي نیول شوي و. بهایان چې شمیر یې په ایران کې شاوخوا درې لکه کسانو ته رسېږي او په نړۍ کې شاوخوا پنځه ملیونه پیروان لري وایي، دوی په ایرن... Читать дальше...

يونېسف د ملګرو ملتونو د استازې په توګه د افغانستان لپاره د 'روزا اوتونبایوا' د ټاکنې هرکلی کړی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې په توګه د روزا اوتونبایوا د ټاکنې هرکلی کړی. يونېسف په یوه ټویټ کې هغې ته پر دې دندې د ټاکل کېدو د مبارکۍ ترڅنګ ویلي چې، په ویاړ سره به د هر ماشوم د هوساینې لپاره له تاسو سره یو ځای کار کوو. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د سپټمبر په دوهمه د قرغزستان پخوانۍ ولسمشره روزا اوتونبایواد کاناډایي ډیپلوماتې ډییورا لاینز پر ځای د افغانستان لپاره د خپلې ځانګړې استازې په توګه وټاکله. د ډیبورا لاینز دنده په جون میاشت کې پای ته رسېدلې وه.

د خوړو نړيوال پروګرام افغانستان سره د کاناډا هېواد د مرستې له امله مننه کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام په دې هېواد کې د خلکو د ملاتړ لپاره د کاناډا د دوامداره او ثابت ملاتړ ستاینه کړې. د خوړو نړيوال پروګرام په یوه ټویټ کې یې ویلي، د کاناډا په څېر یې د بسپنه ورکوونکو د سخاوتمندانه مرستو پر مټ په افغانستان کې د له څه باندې یویشت ملیون سړو او ښځو سره چې په اقتصادي ستونزو راګیر او په دې هېوا کې چاپیریالي غمیزو او کړکېچونو اغېزمن کړي، ملاتړ کړی دی. دا نه‌دي ویل شوي چې کاناډا له دې پروګرام سره تر اوسه څومره مرسته کړې خو له دې مخکې یې دا هېواد، د امریکا د متحدو... Читать дальше...

د اسيا کرېکټ جام؛ پاکستان هند ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د اسیا د کرېکټ شل اووریز جام د سیالیو په دوام د پاکستان لوبډلې هند ته ماتې ورکړه. په دې لوبه کې، چې پرون (د سپتمبر ۴) د دوبۍ په کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوه، هند د ۱۸۲ منډې هدف وټاکه، چې پاکستان د لوبې په وروستي اوور کې دغه هدف ترلاسه کړ. د اسيايي کرېکټ جام سياليو کې به نن وقفه وي. سبا به د هند لوبډله له سرېلانکا سره او د چهارشنبې په ورځ به افغانستان له پاکستان سره لوبه کوي. د بنګله دېش او هانګ کانګ لوبډلې د سږ کال د اسیا د ۲۰ اوریزو جام له سیالیو بهر شوي دي.

تمه ده د برېتانيا نوی صدر اعظم سبا کار پيل کړي

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې د برېتانيا نوی صدراعظم یا صدراعظمه سبا (د سپتمبر ٦مه) په کار پيل وکړي. دا لا څرګنده نه‌ده چې د بهرنیو چارو اوسنی وزیره لیز تراس به صدراعظمه شي یا د برېتانیا د خزانې پخوانی وزیر رشي سوناک د صدراعظم په توګه ټاکل کېږي. بوریس جانسن د جولای په اوومه د برېتانیا د صدراعظم په توګه خپله استعفا اعلان کړه. اوس په برېتانیا کې عمومي ټاکنې نه کېږي، خو د محافظه کار ګوند ۱۶۰ زره غړي، چې جانسن یې هم غړی دی، د دغه هېواد د راتلونکي صدراعظم په اړه پرېکړه کوي.

ښاروالۍ په کابل کې د کانګريټي دېوالونو د لرې کول خبر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو تر کنټرول لاندې کابل ښاروالۍ په کابل ښار کې د کانګریټي دېوالونو د لرې کولو د پروګرام د پیل خبر ورکوي. د باختر اژانس د خبرله مخې، د دغو کانګریټي خنډونو د پاکولو او لرې کولو کمېسيون پرون (د غبرګولي ١٣مه) د شش درک، د چارو ادارې، پښتونستان واټ او سلام مخابراتي شرکت په ساحو کې خپل کار پيل کړ. کابل ښاروالۍ وايي، ډېر ژر به تړل شوي سړکونه له غیر ضروري خنډونو پاک او د خلکو پر مخ به پرانیستل شي. د تېر جمهوري نظام پر مهال د دفترونو، سفارتونو او د لوړ پوړو چارواکو کورونو ته تلونکي ځینې سړکونه... Читать дальше...

برېتانيا کې د کډوالو د وضعيت پر خرابېدو د کډوالو وزير 'ريچارډ هرنګټن' استعفا کړې

Pa.azadiradio.com 

په برېتانیا کې د افغان او اوکرایني کډوالو د ناوړه وضعیت تر راپورونه وروسته د کډوالو لپاره د دولت وزیر ریچارډ هرنګټن استعفا ورکړه. هرنګټن برېتانوي رسنیو سره په خبرو کې د خپلې استعفا تأیید کړی. هغه منلې چې په لومړي سر کې حکومتي چارواکو سره فکر نه و چې، په لویه کچه افغان او اوکرایني کډوال به راولي او دلته به ډېر وخت په هوټلونو کې پاتې کېږي. برېتانیا څه باندې ۱۱ زره افغانان له تېر اګست راهیسې دغه هېواد ته انتقال کړي چې له دې ډلې د راپورونو له مخې لا هم سلګونه کسان په موقتو کمپونو او هوټلونو کې اوسېږي او له ستونزو سره مخ دي. Читать дальше...

د اسلامي همکاريو سازمان هرات کې وروستۍ چاودنه وغندله

Pa.azadiradio.com 

هرات کې وروستۍ چاودنه چې د تېرې جمعې په ورځ وشوه، د طالبانو د یوه ملاتړي دیني عالم مولوي مجیب الرحمن انصاري په ګډون په‌کې ۱۸ کسان ووژل شول. په هرات کې له چاودنې دوه ورځې وروسته، د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان پرون (د سلواغې ١٣مه) په يوه خبرپاڼه کې وويل، د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د بريدونو او چاودنو له امله اندېښمن دى او هیله یې ده چې د دغه هېواد خلک په ارامه فضا کې ژوند وکړي. تر اوسه چا یا کومې ډلې د هرات په ګذرګاه جومات کې د چاودنې مسوولیت نه دی منلی، خو تر دې مخکې په مسجدونو کې د دغه... Читать дальше...

هند کې يو افغان د ۴ کيلو ګرامه هيروينو د لېږد په تور نيول شوی

Pa.azadiradio.com 

پولیسو د نیول شویو هیروینو ټول ټال ارزښت شل کروړه هندي روپۍ/څه باندې دوه نیم میلیونه ډالره اټکل کړی. هندي رسنیو د دغه هېواد د ترهګرۍ ضد ډلې په حواله راپور ورکړی چې افغان تبعه (ودیع الله رحیم الله) د نوې ډهلي په وسنت کُنج سیمه کې یکشنبې په ورځ له څلورو کیلوګرامه هیروینو سره نیول شوی. پولیسو ویلي، د نیول شوي کس پر ضد یې د مخدره موادو د لیږد د سزا د قانون په چوکاټ کې دوسیه ثبت کړې ده. ځینو نورو راپورونو کې د نیول شوي افغان نوم وحیدالله یاد شوی او زیاته شوې چې په هند کې یې د کډوالو د عالي کمېشنرۍ... Читать дальше...

مثلث؛ ګورباچف په سړې جګړې او سيمه کې خپل سياست کې

Pa.azadiradio.com 

د پخواني شوروي اتحاد رهبر مياخيل ګورباچف چې له افغانستانه‌يې د شوروي ځواکونو په ايستلو کې کليدي رول درلود تېره اوونۍ د ۹۱ کلنۍ په عمر مړ شو. ګورباچف د ۲۰مې پېړۍ د يو له اغېزناکه څېرو په توګه يادېږي، ځکه ده د سړې جګړې په پای ته رسولو کې مهمه ونډه درلوده.

د اوکراين ولسمشر اروپا ته: د سخت ژمي لپاره چمتووالی ونيسئ

Pa.azadiradio.com 

ولودومیر زلنسکي په خپل نوي ویډیويي پیغام کې ویلي چې، روسیه پلان لري اروپا ته د انرژۍ صادرات په لویه کچه کم کړي. د اوکراين ولسمشر په خپل پیغام کې ویلي چې، اروپايي هېوادونه به سږ کال له سخت ژمي سره مخ شي. نوموړي ويلي: "په وروستیو ورځو کې روسیې د انرژۍ لپاره پر اروپا فشارونه زیات کړي دي. د نورډ سټریم د ګازو نل‌لیکه په بشپړه توګه بنده شوې ده. دوی ولې دا کار کوي؟ روسیه غواړي چې د هر اروپايي او زموږ د وچې د ټولو هېوادونو عادي ژوند خراب کړي." د اوکراین ولسمشر داسې وخت دا غبرګون ښودلی چې روسیې د تخنیکي... Читать дальше...

پاکستان کې سېلابونه؛ سلګونه زره افغان کډوال يې اغېزمن کړي

Pa.azadiradio.com 

یو ان اچ سي ار راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا، سیند او بلوچستان په سختو سېلاب ځپلو سیمو کې څه باندې څلور لکه افغانان اوسي. د راپورونو له مخې، د کډوالو د کمپونو لویه برخه سېلابونو لاندې کړې اکثر یې ګاونډ کلیو او سیمو ته پناه وړې او ځینې یې په موقتو کمپونو کې مېشت کړای شوي دي. په نوښار کې د افغانانو د یوه کمپ مسؤل افسرخان ازادي راډيو ته د سېلابونو په تړاو وویل: "خیشکو کې چې کوم کمپ دی هغه بیخي له‌منځه تللی. لرګي دېوالونه، کورونه هر څه ختم شوي. ځکه دا کمپ جزیره شان ته پروت دی. د اوبو ټوله مخه په هغو ده. Читать дальше...

رسنۍ: په کندهار کې عالي شورا د طالبانو پرېکړو کې د پام وړ رول لري

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن پوسټ: واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله اخري ګڼه کې د شنبې ورځې پيښې ته پام کړی چې د یوې چاودنې په نتیجه کې څلور کوچنیان ووژل شول او درې نور ټپيان شول. د طالبانو د حکومت د ځايي پولیسو د اعلامیې له مخې په هلمند ولایت کې یوه کوچني دا ناچاودلي توکي موندلي وو او خپل ښوونځي ته یې وړي وو او هلته یې لوبې ورباندې پیل کړې. د کوچنیانو عمرونه له اوو څخه تر څوارلسو کلونو ښودل شوي. په مقاله کې راغلي چې افغانستان لسیزې جګړې تېرې کړي او د کوچنیانو لپاره یو له خطره ډک هېواد دی په ځانګړې توګه د هغو لپاره... Читать дальше...

د طالبانو د سرپرستې کابينې يو کال؛ لا هم پر لوړو څوکيو ښځې نه‌شته

Pa.azadiradio.com 

د تېر کال د سنبلې/ وږي په ۱۶مه، د سپټمبر له ۷مې، چې د جمهوري نظام له ړنګېدو درې اوونۍ تېرې شوې وې، طالبانو خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه. پر طالبانو داسې نیوکې کېږي چې، د حکومت په لوړ پوړو څوکیو کې د دوی له خلکو پرته بل څوک نه‌شته او په حکومت کې یې ښځې ونډه نه‌لري. د تېر کال د سنبلې/وږي په ۱۶مه طالبانو د صدارت مقام بېرته احیا او ملا محمد حسن اخند یې د رئیس الوزرا په توګه چې هماغه د صدراعظم حیثیت لري وټاکه. طالبانو د خپلې سرپرستې کابینې په اعلانولو سره د ښځو چارو وزارت لغوه کړ او پر ځای یې د امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت اعلان کړ. Читать дальше...



Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» легально изготавливает армии и спецслужбы. 6 серия. СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Музею-заповеднику "Царицыно" – 40 лет



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Лазарев

Сергей Лазарев рекомендовал Казань для отпуска выходного дня




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)

На ВДНХ пройдет Удмуртский национальный праздник Гербер

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России


WTA

Пресс-служба WTA мемом отреагировала на тяжёлую победу Свёнтек над Осакой



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России