Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Сентябрь
2022

Новости за 23.09.2022

کابل کې چاودنه؛ ۷ تنه وژل شوي او ۴۱ ژوبل دي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د کابل امنيه قوماندانۍ وياند وايي، په ياده چاودنه کې ۷ کسان وژل شوي او ۴ نور ژوبل شوي دي. سیمه‌ییزو رسنیو خبر ورکړی چې چاودنه هغه مهال وشوه، کله چې لمونځ کوونکي د جمعې له لمانځه د راوتو په حال کې و. د کابل په وزیر محمد اکبرخان سیمه کې تر چاودنې وروسته د هغو څوارلسو ټپیانو له ډلې چې ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوې دي، څلور تنو ساه ورکړې ده. ایمرجنسي روغتون دا خبر په خپل ټویټر کې لیکلی دی. د کابل د امنیه قومانداني ویاند خالد ځدران ازادي ته وویل چې چاودنه د وزیر محمد اکبر خان جامع جومات مخې... Читать дальше...

کابل کې د نجونو ښوونځيو د بندېدو په اعتراض کې د 'تاوتريخوالي' په نوم نندارتون جوړ شو

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د "حاشیې" په نوم د یوې هنرې ډلې له‌خوا د "تاوتریخوالي" تر عنوان لاندې د نجونو د ښوونځیو د بندېدو په اعتراض کې لومړنی نندارتون جوړ شو. په کابل کې په دې نندارتون کې راټولې شوې یو شمېر افغان نجونې او ښځې وايي، دا نندارتون د افغان نجونو او ښځو د زړه ‌غږ دی. د دې نندارتون جوړونکی هادي هدایت بیا وايي، غواړي په دې کار سره خلکو ته وښيي، داسې مهال چې ښځې ښووونیزو مرکزونو ته کم‌لاس رسی لري، ولې بیا هم خلاق کارونه کولای شي او ترڅنګ یې د نجونو د ښوونځیو د بندېدو په اړه خپل اعتراض ښودلای شي. ... Читать дальше...

د کاناډا صدراعظم: د ۴۰زره افغان کډوالو لېږد برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړم

Pa.azadiradio.com 

کاناډا وايي، دې هېواد ته د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له‌ ۱۵مې وروسته، ۲۰ زره افغان کډوال ور رسېدلي دي. د کاناډا د دولت له‌خوا یوه خپره شوې خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوې، دې هېواد ته د ۴۰ زره افغان کډوالو د لېږد پروسې په بشپړېدو هم ټینګار شوی. دا په داسې حال کې ده، یو شمېر افغانان چې کاناډا ته د تلو په شرایطو برابر دي او اوس مهال په درېیمو هېوادونو کې اوسېږي، د خپل بې‌برخلیکه وضعیت په اړه اندېښمن دي. د ښځو د حقونو فعاله مولوده توانا د خپلې ۵ کسیزې کورنۍ سره یو ځای نږدې اووه میاشتې کېږي چې له ډېرو ستونزو او کړاوونو سره په پاکستان کې مېشته ده. Читать дальше...



کابل کې د امنيتي پېښو دوام؛ د خلکو اندېښنې ډېرې شوي

Pa.azadiradio.com 

د پلازمېنې کابل اوسېدونکي په ښار کې ورځ تر بلې زیاتېدونکو امنیتي پېښو اندېښمن کړي. دوي د طالبانو حکومت د امنیت د ټینګښت په برخه کې په کمزورۍ تورنوي. د کابل ښاریان ادعا کوي چې طالبان امنیتي پېښې سرسري نیسي او په اړه يې دقیقې څېړنې نه‌کوي. د کابل ښار اوسېدونکو په خبره، طالبان د امنیتي پېښو په څېړنو کې بریالي نه‌دي او نه‌شي کولای لاملونه یې په ګوته کړي. د کابل ښار يو اوسېدونکی نه‌غواړي چې راپور کې يې نوم خپور شي وايي: "په کوم ځای کې چې چاودنه وشي طالبان راځي او دوی ته دا یوه ټوکه ښکاري، راشي... Читать дальше...

په اوکراین کی د مسکو ټولپوښتنه

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په څلورو سیمو کې د روسیې له لورې ټولپوښتنه پیل شوې ده، د پنځو ---ورځو په مخه دا ټولپوښتنه د ملګرو ملتو له اصولو سره سمه نه ده او اروپایي تولنې، امریکا او کییف مخالفت ورسره کړې دی، نو دا هڅه د څه لپاره؟ دلته یې په دې راپور کې لیدلی او اوریدلی شئ

د يو ان ډي پي په مرسته د معتادینو د درملنې ۱۷ روغتيايي مرکزونه بيا فعاليږي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پرمختيايي اداره په خپله نغدي مرسته د معتادینو د درملنې مرکزونو کې د سلګونو معتادینو د بستري کېدو او درملنې اسانتياوي برابروي. د هغه تړون له مخې چې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي او نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارو تر منځ لاسليک شو، د دې تړون له مخې د ملګرو ملتونو پرمختيايي ادارې يا (UNDP) له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې ته (۴۲) ميليونه ډالر ورکوي چې د درملو په ګډون د معتادینو د درملنې روغتيايي اړتياوي ورباندې پوره کړي. له يوه کال راهيسې په افغانستان... Читать дальше...

د طالبانو حکومت له نشه‌يي موادو سره د ګډې مبارزې لپاره د سيمې په کچه کنفرانس جوړوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت غواړي چې د ګاونډيو او سيمې هېوادونو د همکارۍ جلبولو لپاره له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د سيمې په کچه يو کنفرانس جوړ کړي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې، دا کنفرانس د دوی په نوښت جوړېږي. د دې کنفرانس له لارې به دوی هڅه وکړي چې د نشه يي بوټو د کښت، نشه يي موادو جوړولو او قاچاقو د مخنيوي په برخه کې د ګاونډيو او سيمې هېوادونو همکاري راجلب کړي. له بلې خوا د دې وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معين ادعا کوي چې، په وروستيو مياشتو کې په افغانستان کې د بنګو او کوکنارو کښتونه صفر شوي دي. Читать дальше...

د کابل وزیر اکبرخان جومات ته نږدې چاودنه شوې

Pa.azadiradio.com 

سیمه‌ییزو رسنیو خبر ورکړی چې چاودنه هغه مهال وشوه، کله چې لمونځ کوونکي د جمعې له لمانځه د راوتو په حال کې و. په ټولنیزو رسنیو کې د چاودنې یو شمېر ویډیوګانې هم خپرې شوي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته چاودنه تأیید کړه، خو د مرګ‌ژوبلې په اړه یې معلومات ور نه‌کړل. طالب چارواکي په افغانستان کې د چاودنو او نورو پېښو په اړه رسمي معلومات په ځنډ خپروي. په تېرو پنځو ورځو کې دا دریمه چاودنه ده چې په کابل ښار کې کېږي.



يونېسف: افغانستان کې ۳ ميليونه نجونې له ثانوي زده‌کړو بې برخې دي

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو و جهي صندوق تعلیمي څانګې (UNICEF EDUCATION) ویلي، د دوی د اټکل له مخې په افغانستان کې ۳ میلیونه نجونې له ثانوي زده کړو لرې پاتې شوي. (UNICEF EDUCATION )د جمعې په ورځ په خپل ټویټر پاڼه وړاندې لیکلي چې، دغه نجونې په بشپړه ډول ښوونځیو ته د تک اجازه نه‌لري او دغه چاره باید همدا اوس بدلون ومومي. په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د پنجشنبې ورځې ناوخته د فرانسې له ۲۴ ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، طالبانو هغه ژمنې چې له نړېوالو او افغانانو سره کړې وي نه‌دي پوره کړي. Читать дальше...

افغانستان کې د ښځو په ځان وژنې پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی

Pa.azadiradio.com 

هره ورځ په لس هاوو ښځې او پیغلې نجونې د افسرده ګې او رواني ناروغیو د درملنې په موخه د کاپیسا مرکزي روغتون ته ورځي. ددې روغتون د روانې صحت یوې مشاورې فروزان جمشیدي فرانسې خبري اژانس ته ویلي؛ د تیر پرتله یې د مراجعینو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او حتی زیاتره پیغلې نجونې ځان وژنه کوي.

اوکرايين کې د روسيې ټولپوښتنه د ملګرو ملتونو له منشور سرغړونه بلل شوې

Pa.azadiradio.com 

د اوکرايین څلور سیمې چې د مسکو تر کنټرول لاندې دي، نن له روسیې سره د یو ځای کېدو لپاره ټولپوښتنه کوي. دا ټولپوښتنه د نړیوالو قوانینو او د ملګروملتونو د منشور سرغړونه بلل شوې ده. د کریملین له لوري په څلور سیمو کې ګومارل شویو مشرانو ویلي، ټولپوښتنه به له نن د سپتمبر له ۲۳ څخه تر ۲۷ پورې په لوهانسک، دونیڅک، خرسون او زاپوریژیا سیمو کې ترسره شي. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د اوکرایین پوځ د دغه هېواد د خاورې ډېرې برخې بېرته نیولي دي. اوکرايین او لوېدیځوالو ویلي چې، له روسیې سره د اوکرايین د... Читать дальше...

لويديځ هېوادونه لا هم افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښ په اړه اندېښمن دي

Pa.azadiradio.com 

امریکا او لویدیځ هېوادونه لا هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه اندېښمن دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن یوه خبرپاڼه خپره کړې او په‌کې یې لیکلي، د اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، ناروې، برېټانیا او متحده‌ ایالاتو د بهرنیو چارو وزارتونو ځانګړو استازو تېره اوونۍ سره لیدلي او ویلي یې دي، طالبانو لا هم د ترهګرۍ د ځپلو په اړه خپلې ژمنې نه‌دي عملي کړي. د امریکا متحده‌ ایالاتو په ګډون یو شمېر اروپايي هېوادونو په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د بشري او د افغانانو له بنسټيزو حقونو څخه په سرغړونو ژوره اندېښنه ښودلې. Читать дальше...

نن اوکرايين کې د روسيې تر واک لاندې سيمو کې ټولپوښتنه ترسره کېږي

Pa.azadiradio.com 

د اوکرايین څلور سیمې چې د مسکو تر کنټرول لاندې دي، نن له روسیې سره د یو ځای کېدو لپاره ټولپوښتنه ترسره کوي. دا ټولپوښتنه له نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو له منشور څخه سرغړونه بلل شوې ده. ټولپوښتنه به د سپتمبر له ۲۳ څخه تر ۲۷ پورې په لوهانسک، دونیتسک، خرسون او زاپوریژیا سیمو کې ترسره شي. د دې رای ګیري د ترسره کولو پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د اوکرایین پوځ د دغه هېواد د خاورې ډېرې برخې ازادې کړي. لوېدیځ چارواکي او کارپوهان وايي چې پوتین غواړي له دې جعلي رایو څخه په استفادې د روسیې پر... Читать дальше...

افغان کرېکټ ملي لوبډله پرون متحده عربي اماراتو ته ولاړه

Pa.azadiradio.com 

متحده عربي اماراتو ته د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د سفر هدف د ۲۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو ته چمتووالی ښودل شوی دی. د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک د افغان کرېکټ لوبغاړو د سفر د هدف په اړه ازادي راډيو ته وویل: "له دې وروسته به افغان لوبډله له ښه چمتووالي سره اسټرالیا ته سفر وکړي او هلته به شاوخوا دوه اونۍ تمریناتي کمپ ولري." په پام کې ده چې د کرېکټ د ۲۰ اورونو نړیوال جام د اکټوبر په ۱۶مه په استرالیا کې پیل شي او د نومبر تر ۱۳مې به دوام وکړي. افغانستان په الف ګروپ کې له انګلستان،... Читать дальше...

تېره اوونۍ کې له ۷ زره ډېر افغانان له ايرانه ايستل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېره یوه اوونۍ کې له اوو زرو ډېر افغانان له ایرانه ایستل شوي دي. له بلې خوا ایران ویلي چې، اوسمهال په هغه هېواد کې د افغان کډوالو شمېر ۴،۵ میلیونو ته رسېږي او نړیواله ټولنه باید له دوی سره مرسته وکړي. تر دې وړاندې ویل شوي وو چې ایران په تېره یوه میاشت کې شاوخوا پنځه زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته استولي دي.

زابل کې د پوستکي ناروغۍ له امله سلګونه څاروي مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

راپورونه کاږي چې په زابل کې د پوستکي د ناروغۍ له امله سلګونه څاروي مړه شوي دي. دغې ناروغۍ د پکتيا، خوست، غزني او ننګرهار په ګډون په يو شمېر نورو ولايتونو کې سلګونه غواګانې وژلي دي. د زابل ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي دې نتیجې ته رسېدلي چې، په دغه ولایت کې څه باندې درې زره غواګانې د پوستکي په ناروغۍ اخته شوي او تر اوسه شاوخوا پنځه سوه غواګانې له منځه تللي دي.

د جرمني پارلمان له افغانستانه د تخليې د عملياتو په اړه څېرنه پيل کړې

Pa.azadiradio.com 

د جرمني پارلمان له افغانستان څخه په ۲۰۲۱ کال کې د وتلو د عملیاتو په اړه څېړنه پیل کړې ده. د جرمني رسنیو په وینا، د دغه هېواد یوه پارلماني کمېټه په دې اړه څېړنه کوي چې، ولې ډېری هغه افغانان چې له جرمني سره یې کار کړی، له افغانستانه نه دي ایستل شوي او د طالبانو له خوا له خطر سره مخامخ دي. د جون په میاشت کې راپور ورکړل شوی و چې، شاوخوا ۱۲۰۰۰ افغانان چې له جرمني څخه یې د کډوالۍ د غوښتنلیکونو د منلو ژمنه ترلاسه کړې، هغه هېواد ته د تللو په تمه دي. دغه راز يو شمېر افغان پناه غوښتونکي چې د جرمني د... Читать дальше...

بلاول بوټو: نړيوالو سره د ژمنو د نه عملي کېدو له امله طالبان په رسميت نه پېژندل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي، د طالبانو حکومت د نړیوالې ټولنې له‌خوا ځکه په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی چې خپلې ژمنې یې نه‌دي پوره کړي. نوموړي دا خبره د فرانسې له تلوېزیون سره په مرکه کې کړې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د هغه اقدام په اړه خواشیني څرګنده کړې چې په افغانستان کې یې په ښوونځیو کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو مخه نیولې ده. د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو درناوی له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې له اساسي غوښتنو څخه دي.

له 'کابله تېښته' مستند فلم په اړه د ګارډين ورځپاڼې تبصره

Pa.azadiradio.com 

ګارډين ورځپاڼه: ګارډین ورځپاڼې په هغه مستند فلم باندې یوه مقاله خپره کړې چې له افغانستانه د تېر کال ډله‌ییز وتلو باندې جوړ شوی. (له کابل تېښته) د دغه ۷۷ دقیقه یي مستند فلم نوم دی چې په‌کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو، طالب عسکرو او نورو عامو افغانانو په لاس ثبت شوې اصلي ویډیوګانې، خبرې او عکسونه ښکاري. د ګارډین په مقاله کې راغلي له کابله د وتلو یا تېښتې په مسله باندې له کال زیات وخت تېر شو خو د هغه وخت یاد لا هم ډاروونکی او خورا حیرانوونکی دی. امریکا د ۲۰۲۱ کال د اګست له نیمايي له افغانستانه... Читать дальше...

د مهسا اميني د وژنې غبرګونو کې اعتراضونو له امله ۲۲ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د یوې نیول شوې نجلۍ، مهسا امیني له وژل کېدو وروسته په ولسي اعتراضونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۲ تنو ته ورسېد. پرون (پنجشنبې) د اعتراضونو لمن د ایران ګڼو ښارونو ته وغخېده. اعتراض کوونکو د ایران د مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي پر ضد شعارونه ورکړل او په ډېرو ځایونو کې پر مظاهره چیانو د ډزو راپورونه ورکړل شوي دي. د پېغلې مهسا اميني تر وژنې وروسته د ايران په بېلابېلو ښارونو کې پراخ اعتراضونه پيل شوي دي.

د بشري مرستو مؤسسو له کاناډا غوښتي چې پر طالبانو بنديزونه نرم کړي

Pa.azadiradio.com 

د بشري مرستو مخکښو مؤسسو د کاناډا له حکومته وغوښتل چې پر طالبانو بندیزونه نرم کړي څو په افغانستان کې میلیونونو کسانو ته، چې بشري مرستو ته سخته اړتیا لري، کومکونه ورسولی شي. د دوی په وینا د کاناډا قوانین له افغانانو سره د مرستو مخه نیسي او باید په دغو قوانینو کې د یو شمېر نورو لوېدیځو هېوادونو په شان بدلون راوړل شي. د کاناډا د سور صلیب او امینسټي انترنشنل په ګډون ۱۸ خیریه مؤوسسو ویلي، د کاناډا حکومت چې د طالبانو رژیم منزوي کوي، د بشري مرستو لپاره د لارو په موندلو کې تر خپلو سیالانو شاته پاتې شوی دی. Читать дальше...

د قطر د بهرنيو چارو وزير: افغانستان کې د وړاندې تګ کومه روښانه لار نه ليدل کېږي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو د څه باندې یو کال له تېرېدو وروسته د قطر د باندنیو چارو وزیر وايي، په افغانستان کې د وړاندې تګ په برخه کې تر اوسه هیڅ روښانه لار نه لیدل کېږي. دوحه نیوز خبري اژانس د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن رحمان ال ثاني په قول ويلي، ده نړیوالې ټولنې ته سپارښتنه کړې چې، باید د افغانستان لپاره د لارې یوه نقشه جوړه شي. د ده په وینا که د لارې نقشه نه وي، د دغه هېواد د راتلونکې په اړه اندېښنه به په خپل حال پاتې شي. د دوحه نیوز د راپور پر اساس، د قطر د باندنیو... Читать дальше...



Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» легально изготавливает армии и спецслужбы. 6 серия. СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: 10 тыс. человек получили медпомощь в обновленных приемных отделениях



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Джиган

Бесконечный отдых закончился: Джиган и Оксана Самойлова стали участниками шоу «Выжить в Дубае»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Волонтеры Президентской академии в Санкт-Петербурге вносят свой вклад в развитие и повышение доступности спорта для граждан

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)


Елена Рыбакина

В России отреагировали на "скрытую баранку" и достижение Рыбакиной на Ролан Гаррос



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Українські новини

ОіБ - охорона і безпека: замовляй охорону в Харькові



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России