پر امریکا د تروریستي حملو ۲۱کاله پوره کېدل
پر امریکا د سپټمبر د یوولسمې د تروریستي حملو ۲۱ کاله پوره شول. دا دویم کال دی چې امریکا یې په افغانستان کې له خپل پوځي حضور پرته یاد ورځ نمانځي. نور حال په ویډیو کې:
پر امریکا د سپټمبر د یوولسمې د تروریستي حملو ۲۱ کاله پوره شول. دا دویم کال دی چې امریکا یې په افغانستان کې له خپل پوځي حضور پرته یاد ورځ نمانځي. نور حال په ویډیو کې:
وروسته له هغې چې په پکتیا ولایت کې له شپږم ټولګي پورته د نجونې ښوونځي بیا ځلي د دوی پرمخ وتړل شول، دغې کار ته د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، یو شمېر پخوانیو سیاسي څېرو او دغه شان ځینو طالب چارواکو هم غبرګون ښودلی دی. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو دغې پرېکړې ته په غبرګون کې په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې په پکتیا کې د ښوونځيو د بیا پرانیستې لپاره د نجونو غږ پورته کول د ټولو نجونو او د افغان ملت غوښتنه ده. ښاغلي کرزي له طالبانو غوښتې چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانېزي. Читать дальше...
د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر د نجونو ښوونځیو بندېدو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ته ځواب ورکړ. طالبانو په پکتیا کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بېرته وتړل. نور په ویډیو کې:
د ملکې الیزابت دویمې تابوت د موټر په واسطه له بالمورال ماڼۍ نن ولېږدول شو او تر شپږساعته مزله وروسته به اډینبورګ ته ورسېږي. ملکه الیزابت تر اویا کلن سلطنت وروسته تېره پنجشنبه په بالمورال کې مړه شوه. خاورو ته د هغې د سپارلو مراسمو راروانه اوونۍ د سپټمبر پر ۱۹مه ترسره کېږي. د ملکې مشر زوی چارلز درېیم رسماً د پاچا په توګه اعلان شوی دی.
د طالبانو حکومت د کلیو او پراختیا وزارت وايي، د ۶۰۰۰ هغو پراختیايي پروژو چارې چې له بهرنیو مرستو تمویلېدې، نیمګړي پاتې دي. د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي شکایت کوي چې د طالبانو له واکمنېدو سره یې په سیمو کې د پراختیايي پروژو کارونه نیمګړي پاتې دي او باید کارونه یې بېرته پیل شي. د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ اوسېدونکي حیاالدین احساس په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "نړیوال بانک له مخکېني حکومت سره په ګډه د عام المنفعه پروژو په برخه کې مرسته کوله، ښوونځي، استنادي دېوالونه او داسې نورې پروژې یې درلودې... Читать дальше...
د اوکراین پوځ ادعا وکړه، چې د شمال ختیځې خارکییف سیمې بالاکلیا ښار یې په بشپړ ډول نیولی دی. دغه پوځ ویلي چې د دې میاشتې په لومړیو کې د عملیاتو ضد اقداماتو په لړ کې یې په نورو سیمو کې هم پرمختګونه کړي دي. د اوکراین پوځ پرون په ټلګرام کې لیکلي چې د اوکراین بیرغ په بالاکلیا کې اوچت کړای شو او پوځیان یې کوپیانسک ښارګوټي ته ننوتلي دي دغه راز د لسیچانسک په شاوخوا کې ځای پر ځای شوي او له لیمان ښارګوټي بهر جګړې روانې دي.
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو صندوق یا یونېسف وايي، د دوی ۲۱ګرځنده روغتیايي او د تغذیې ډلې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سېلاب ځپلیو کورنیو او ماشومانو روغتیايي خدمات وړاندې کوي. دغه دفتر پرون په یوه ټویټ کې ویلي، چې وروستیو سېلابونو په افغانستان کې په زرګونو کورنۍ اغېزمنې کړې دي. د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت ویاند محمد نسیم حقاني پرون د وروستیو ځاني او مالي زیانونو په اړه ازادۍ راډیو ته وویل: "د سېلابونو له امله ۱۹۴ کسان شهیدان، ۲۶۵ ټپيان، ۱۲۰۸۰ کورونه په بشپړه او نیمه توګه ویجاړ شوي دي. Читать дальше...
د افغانستان د ژورنالېستانو مرکز وايي، چې د طالبانو استخباراتي کارکوونکو پرون د پکتیا په مرکز ګردېز کې پر مطبوعاتي کلب یرغل ور وړی او څلور محلي ژورنالېستان یې نیولي دي. دغه مرکز نن په یوه ټویټ کې ویلي، چې دغه څلور ژورنالېستان د نجونو زده کوونکو د پروني اعتراض په اړه د راپور ورکولو په تړاو نیول شوي او تر څه باندې څلورساعته پوښتنو ګروېږنو وروسته خوشې شوې دي. طالبانو په دې باب تبصره نه ده کړې. پرون په پکتیا کې ځینو زده کوونکو نجونو وروسته له هغې اعتراض وکړ، چې د دوی ښوونځي بیا د طالبانو له خوا وتړل شول. Читать дальше...
پر امریکا د سپټمبر په یوولسمه نېټه د القاعدې ډلې له حملې ۲۱ کاله وروسته او د تېر میلادي کال په اګست میاشت کې له افغانستانه په بشپړ ډول د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته هم، ځینې عام افغانان اندېښمن دي، چې دغه هېواد یو ځل په افغانستان کې جګړه پیل نه کړي. محسن اکبري د کابل ښار اوسېدونکی او د پوهنتون استاد دی. دی وایي، کله چې په ۲۰۰۱ کال کې پر امریکا د القاعدې ډلې له لوري د سپټمبر پر ۱۱ نېټه برید وشو، یوولس کلن و او د کابل ښار په خیر خانه سیمه کې یې ژوند کاوه، چې د راډیو له لارې یې د دې حملې خبر واورېد. Читать дальше...
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي په وروستیو کې د جنايي پېښو په ځانګړي ډول د وسله والو غلاو له زیاتېدو شکایت کوي. احمد چې د کابل ښار اوسېدونکی دی وايي، د شنبې ورځې په سهار یې هغه مهال غلو تیلفون او پیسې واخیستې چې په وزیر محمد اکبر خان مېنه کې خپل کورس ته روان و. احمد ازادي راډیو ته وویل: "زه تېره ورځ د سهار ۵:۳۰ بجې وې چې کورس ته روان وم. په وزیر محمد اکبر خان مېنه کې څلورو کسانو اول وګواښلم بیا یې رانه موبایل او لس زره افغانۍ واخیستلې، د بانک ای ټي ایم کارت یې هم رانه واخیسته، کله مې چې غږ پورته... Читать дальше...
اوکراین په خارکییف کې داسې مهال د پرمختګ ادعا کړې چې روسیې له دوو سیمو د ځواکونو د وتلو اعلان کړی دی. د اوکراین پوځ ویلي، دوی پر بالاکلیا ښار خپل بیرغ درولی او ځواکونه یې کوپیانسک ته ننوتلي دي. پوځ پرون پر خپل ټیلګرام چېنل ویلي چې ځواکونه یې د سیچیانسک څنډو کې هم ځای پر ځای شوي او د لیمن سیمې ته نږدې هم جګړه روانه ده. اوکراین دغه اعلان وروسته تر دې کوي چې د روسیې دفاع وزارت د اوکراین د یرغلیزو عملیاتو له پيل را هاخوا د لومړي ځل لپاره له دوو سیمو د ځواکونو د وتلو خبره کړې ده. د روسیې د دفاع... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت امنیتي چارواکي وایي، په کابل کې د سپټمبر په لسمه د ښار لوېدیځه برخې دشت برچي سیمه کې دوو بېلابېلو چاودنو ۵ عام وګړي ټپیان کړي دي. دا کس چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي، پرون شنبه د سپټمبر په لسمه نېټه د کابل ښار دشت برچي سیمه کې په چاودنه کې برسېرن ټپي شوی دی. دغه کس اندېښنه ښیي چې ورځ بلې ته ناامني زیاتېږي. هغه وايي: "موږ بیا هم په دشت برچي کې په بهار سرا سیمه کې د چاودنو شاهدان وو. موږ څو ځلې د دغه ډول چاودنو شاهدان یوو. دولت هم هېڅ د خلکو د اندېښنو پوښتنه نه کوي. Читать дальше...
فارین پالیسي: فارین پالیسي خپرونې لیکلي، یکشنبه د سپټمبر ۱۱ پر امریکا د هغو تروریستي حملو ۲۱ کلیزه ده چې له افغانستانه د القاعده شبکې له خوا پلان او پيل شوې وې. خپرونه زیاتوي، دغو بریدونو ۲۹۷۷ بې ګناه کسان وژلي او له هغه وروسته ډېر څه بدل شوي دي. د فارین پالیسي په وینا، تېر کال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له (ورانوونکي/فاجعه آمیزه) وتلو وروسته، طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول او القاعده شبکه په هغه هېواد کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې په څېر خوندي پټنځایونه لري. فارین پالیسي لیکي،... Читать дальше...
له نن څخه ۲۱ کاله مخکې، د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر یوولسمه، د امریکا متحد ایالتونه د څو خونړیو حملو په صحنه بدل شو. دوې حملې په نیویارک کې د نړیوال سوداګریز مرکز پر دوو دنګو ودانیو وشوې، چې دوې الوتکې ورسره وجنګول شوې. درېیمه الوتکه د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون پر ودانۍ ولګېده او حمله کوونکو څلورمه الوتکه ظاهراً د پنسلوانیا ایالت پر یوه کرونده سقوط کړه. پر امریکا په دغو حملو کې نږدې ۳۰۰۰ کسان ووژل شول، خو دا له امریکا ۱۱زره ۹۲۵ کیلومتره لیرې له افغانستان سره تړلې حملې وبلل شوې. هغه وخت طالبان... Читать дальше...
البانیا یو وار بیا خبر ورکړ، چې د جمعې په ورځ یې پر یوه سرحدي دستګاه سایبري یا انټرنېټي حمله شوې ده او عاملان یې په ایران پورې تړلي وبلل. د البانیا د کورنیو چارو وزارت پرون شنبه په یوه اعلامیه کې وویل، چې دغه دویمه سایبري یا انټرنېټي حمله د هغې پخوانۍ ایرانۍ سرچینې له خوا شوې، چې د البانیا او ایران د ډیپلوماتیکو اړیکو پرې کېدو سبب شوې ده. اسوشیټېډ پریس اژانس لیکلي، چې په تازه سایبري حمله کې د البانیا د پولیسو مخابراتي سیسټم په نښه شوی دی. د کورنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي، د دې انټرنېټي حملې... Читать дальше...
د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي وايي، دوی روان کال په افغانستان کې له ۲۱ میلیون زیاتو افغانانو سره مرسته کړې ده. د خوړو نړیوال پروګرام وايي، توانېدلي د اسیا پرمختیايي بانک په سخاوتمندانه مالي مرسته په افغانستان کې سږکال تر ۲۱ میلیونو ډېرو افغانانو سره د خوړو په برخه کې مرسته وکړي. دغه سازمان پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، چې دوی پر اړو افغانانو د ژوند ژغورنې په برخه کې اضطراري خواړه هم وېشلي دي. خو هره ورځ د افغانستان له بېلابېلو برخو اورېدونکي له ازادۍ راډیو سره په تماس کې شکایت کوي، چې مرستې اړو کسانو ته نه رسېږي. Читать дальше...
په پکتیا کې د نجونو پرمخ د تازه پرانیستل شویو ښوونځیو د دروازو تړل کېدو ګڼ غبرګونونه پارولي دي. په پکتیا کې د طالبانو له خوا د نجونو پرمخ د ښوونځیو د دروازو بیا تړل کېدو عکس العملونه پارولي دي. د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو برخې مسوولې هیدر بار ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه دې واقعیت ته په کتو چې طالبانو په پکتیا کې د دغو نجونو ښوونځي بېرته وتړل، دا پیغام ورکوي، چې طالبان اجازه نه ورکوي چې نجونې عملاً ښوونځیو ته لاړې شي. دا د افغان نجونو، ښځو او په ټوله کې د افغانانو لپاره تیاره... Читать дальше...
د طالبانو دفاع وزارت وايي، د ملي دفاع پوهنتون په انګړ کې پرون ماسپښین د یوې امریکايي بلک هاک څرخي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې دوه پیلوټان او یو بل تن وژل شوي دي. دغه وزارت پرون ویلي، چې دغه الوتکه د روزنیز پروګرام پر مهال په هوا شوې وه، چې د تخنیکي ستونزو له کبله نسکوره شوه او په پېښه کې ۵ نور کسان ټپیان شول. وروسته له هغې چې طالبانو څه باندې کال مخکې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، اکثر مسلکي پیلوټان او تخنیکي کسان یا له افغانستانه ووتل، یا هم پر کورونو کېنول شول.
د طالبانو تر ولکې لاندې، د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په ۲۱ ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۱۹۴ ته ورسېد. د دغه وزارت ویاند، محمد نسیم حقاني پرون د وروستیو ځاني او مالي زیانونو د اندازې په اړه ازادۍ راډیو ته وویل: "د سېلابونو له امله ۱۹۴کسان شهیدان، ۲۶۵ټپيان، ۱۲۰۸۰ کورونه په بشپړه او نیمه توګه ویجاړ شوي دي. همدارنګه څه د پاسه ۹ زره څاروي له منځه تللي دي." دغه سېلابونه د چنګاښ/سرطان له لومړۍ د وږي/سنبلې تر لسمې پورې بهېدلي، چې تر ۲۹زره جریبه زیاته کرنیزه ځمکه یې هم تخریب کړې ده.
د اوکراین د امنیتي خدماتو ادارې تایید کړه، چې د دوی ځواکونه د اوکراین په شمال ختیځه سیمه خارکیف کې مهم ستراتیژیک ښارګوټي کوپیانسک ته ننوتل. دغې ادارې پرون د خپل ټلګرام په چنل کې ځینې عکسونه هم خپاره کړي او ورسره لیکل شوي، د دوی ځانګړي ځواکونه کوپیانسک ته ننوتل، دا د اوکراینیانو ښارګوټي و او وي به. له ګڼو شواهدو داسې ښکاري چې د اوکراین پوځیانو په جنوبي سیمه خرسون کې هم چې له څو اوونیو په کې جګړې شوي، پرمختګونه کړي دي.
د کرکټ د اسیايي جام پایلوبه یا فاینل مسابقه نن مازیګر د پاکستان او سریلانکا ترمنځ کېږي. د دوبۍ د کرکټ په میدان کې دغه مسابقه د کابل پر وخت د مازیګر شپږنیمې بجې پیلېږي. د اسیايي جام په دغو مسابقو کې افغانستان هم ګډون درلود، چې په خپل ګروپ کې یې دوې مسابقې وګټلې او د څلورو غوره ټیمونو پړاو ته یې لار پیدا کړه. خو افغانستان د څلورو غوره ټیمونو په پړاو کې خپلې ۳ مسابقې سریلانکا، پاکستان او هند ته وبایللې او له پاتې لوبو پاتې شو او ملي لوبډله پرون کابل ته ستنه شوه.
د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په نړۍ کې هر کال تر اوو سوه زرو ډېر کسان ځانوژنه کوي. دغه سازمان پرون شنبه چې د سپټمبر لسمه د ځانوژنې د مخنیوي نړیواله ورځ وه، په یوه اعلامیه کې د ځانوژنې د مخنیوي غوښتنه کړې ده. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په کار ده ټول خلک په عملي اقدام سره نورو وګړو ته هیله ورکړي او په دې ډول د ځانوژنو د پېښو په مخنیوي کې مرسته وکړي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости