Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Сентябрь
2022

Новости за 15.09.2022

د افغانستان ارزي شتمني په کوم ځای کې ساتل کېږي؟ او ګټه د افغانستان خلکو ته څه ده؟

Pa.azadiradio.com 

امریکا په تازه اقدام کې غواړي چې د افغانستان د کنګل شويو پيسو یوه برخه چې ۳،۵ میلیارده ډالره دي سویس کې BIS نړېوال بانک ته انتقال کړي. BIS په سویس کې یو تاسیس شوی نړیوال مالي سازمان دی چې مرکزي بانکونو او نړیوالو مالي مؤسسو ته د بانکي خدماتو په ګډون مالي خدمتونه وړاندې کوي. افغان وجهي صندوق به له دې وروسته د BIS سازمان په چوکاټ کې د افغانستان هغه ارزي شتمنۍ چې په نورو هېوادونو کې هم دي، د همغږۍ کوونکي په توګه کار او مصرف کړي. خو BIS به په دې پیسو باندي هیڅ ډول واک نه‌لري او یوازنۍ دنده یې ددې سرمایې ساتنه ده. Читать дальше...

بينيټ: پنجشېر کې له بشري حقونو د طالبانو د سرغړونې په اړه دې بېړنۍ څېړنې وشي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بنیټ په پنجشېر کې د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د سرغړونو د ادعاوو په اړه د بېړنیو څېړنو غوښتنه کړې ده، خو طالبان وروستۍ ادعاوې ردوي. ریچارډ بنیټ په یوه ټویټ کې په پنجشېر کې د غیر قانوني وژنې له ادعاوو اندېښنه څرګنده کړه  او ویې ویل چې، عاملینو سره یې باید حساب وشي. خو طالبان وايي چې د بندیانو د ویشتلو د ویډیوګانو د ثبت نېټه نه‌ده معلومه. هغه ویدیو ګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي، په‌کې لیدل کېږي چې یو شمیر طالبان... Читать дальше...

اتريش کې د طالبانو د سياسي او نظامي مخالفانو غونډه؛ د افغانستان پر راتلونکي بحث دی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو په وړاندې د مقاومت یو شمېر مشران د اتریش په پلازمېنه ویانا کې راټول شوي دي او وايي، د افغانستان په راتلونکې خپلو کې بحث کوي. د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ چې ددې غونډې یوه ګډونواله ده، ازادي راډیو سره په خبرو کې یې په ویانا کې جوړه شوې دا غونډه یو بین الافغاني ډیالوګ وباله. نوموړې وويل: "اول ځل دی چې افغان سیاستوال سره راټول شوي دي او د افغانستان د راتلونکې په اړه خپلو کې غږیږي. د خوښۍ خبره دا ده چې ټول پر دې متفق دي چې باید یوه ملي اجماع رامنځته شي څو په افغانستان... Читать дальше...



امريکا: د الظواهري تر وژنې وروسته مو طالبانو سره هيڅ ډول تعامل نه‌دی کړی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې، د الظواهري له وژل کېدو وروسته د امریکا او د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو تر منځ هيڅ ډول تعامل نه‌دی شوی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سپټمبر په ۱۴مه په یوه خبري ناسته کې پر طالبانو ټینګار وکړ، چې باید د دوحې تړون ژمنو باندې عمل وکړي او د ترهګرۍ ضد مبارزه وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي، چې طالبان باید بشري حقونه او د افغانانو ازادي مراعت کړي خو د دغه وزارت د ویاند په خبره طالبانو د دوحې تړون له مخې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره عمل نه‌دی کړی. Читать дальше...

کندهاري سوداګر: وچکالۍ او اورښتونو د 'مميزو' کيفيت خراب کړی

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، سږ کال وچکالۍ او بې وخته اورښتونو د کشمشو یا ممیزو د حاصلاتو پر کیفیت او قیمت دواړو تاثیر کړی. د اورښتونو له امله په دغه ولایت کې سږ کال ډېرو باغ لرونکو تر وخت وړاندې د انګورو حاصلات راټول کړل چې، تر لاسه شوي کشمش يې د پخوا په څېر رنګ او خوند نه‌لري. تېر کال له کندهاره د کشمشو د صادراتو کچه ۹۵ میلیونه ډالره وه، خو سوداګر وايي که سږ کال، بازار ورته پيدا نه‌شي له لوی زیان سره به مخ شي. نور تفصیل د صادق رښتیني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ... Читать дальше...

کرېکټ بورډ د ۲۰۲۲ کال شل اوريز نړيوال جام ته لوبډله اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۲ کال نړیوال شل اوریز جام ته افغان لوبډله اعلان کړه. کرېکټ بورډ ساعت مخکې په یوه اعلامیه کې لیکلي چې، په نوملړ کې محمد نبي لوبډلمشر، نجیب الله ځدراڼ مرستیال لوبډلمشر، رحمان الله ګربز ویکټ ساتونکی او حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، درویش رسولي، عظمت الله عمرزی، راشد خان، قیس احمد، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق او سلیم ساپی شامل دي. همدا راز شرف الدین اشرف، رحمت شاه، ګلبدین نایب او افسر ځاځی د احتیاطي لوبغاړو په توګه ټاکل شوي دي. ... Читать дальше...

امريکا: د افغانستان کنګل شوې شتمني به په هيڅ ډول د طالبانو لاس ته ور نه‌شي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې، د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو ۳،۵ میلیارد ډالر به، چې په اړه یې تازه پرېکړه شوې په هېڅ ډول د طالبانو لاس ته ور نه‌شي، ځکه په خبره یې "طالبان د دی مالي مېکانېزم برخه نه‌دي." د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د افغانانو له کنګل شویو شتمنیو څخه ۳،۵ میلیارد ډالر به ډېر ژر د "افغان وجهي صندوق" له لارې دوی ته ور وګرځوي. د دغه وزارت ویاند نید پرایس د سپټمبر پر ۱۴مه د یوې خبرې ناستې پر مهال ټینګار وکړ، چې دا شتمني به سویس ته انتقال کړي او طالبان به ورته لاسرسی و نه‌لري. Читать дальше...

زلنسکي له روسي ځواکونو نيول شوي 'ايزيوم' ښار ته سفر کړی

Pa.azadiradio.com 

د اوکرايین ولسمشر پرون د دغه هېواد ایزیوم ښار ته سفر کړی و. دا د اوکرايین په ختیځ کې یو له لویو ښارونو دی چې په دې وروستیو کې اوکرايیني ځواکونو له روسي پوځیانو ونیوه. د اوکرايین پوځ ویلي، زلنسکي او پوځي چارواکو په دې ښار کې د دغه هېواد د بیرغ پورته کولو په مراسمو کې ګډون وکړ. پرون د اوکراين ولسمشر وويل، له روسيې ځواکونو يې سلګونه سيمې چې په‌کې ښارونه او ښارګوټي هم شامل دي، بېرته نيولي دي.



ګوتيريش: ټوله نړۍ کې ډيموکراسي د شاتګ په حال کې ده

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، رسنیز کارکوونکي له سانسور، توقیف او فزیکي تاوتریخوالي سره مخامخ دي. ګوتیریش زیاته کړې چې له ازادو مطبوعاتو پرته ډیموکراسي دوام نه‌شي کولای. نن د سپټمر ۱۵مه د ډیموکراسۍ نړیواله ورځ ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي په داسې حال کې په نړۍ کې د ازادو رسنیو پر اهمیت ټینګار کوي چې په افغانستان کې هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د بیان پر ازادۍ کړۍ تنګه شوې ده. طالبان بیا وایي، د بیان ازادي ته ژمن دي. د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړې... Читать дальше...

امريکا له پاکستان د ترهګرو ډلو د ځپلو هيله کړې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحد ایالتونه وايي، له پاکستان څخه هیله لري چې د ټولو تروریستي ډلو پر ضد اقدام وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، پاکستان د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې خپل مهم متحد ګڼي خو تمه لري چې دا هېواد به د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد مبارزه وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ویبپاڼه د دغه وزارت د ویاند نیډ پرایس په قول لیکلي چې واشنګټن په روان مالي کال کې پاکستان ته ۵۳ میلیون ډالره بشري مرسته ورکړي ده. امریکا په تېرو څه باندې شلو کلونو کې هم پاکستان د تروریزم خلاف خپل متحد باله خو په... Читать дальше...

ايراني ريال د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت بايللی

Pa.azadiradio.com 

د ایران په ازادو بازارونو کې پرون (چهارشنبه) د امریکايي ډالر ارزښت ۳۲۰ زره ریالو یا ۳۲ زره تومان ته ورسېد. په تېره یوه میاشت کې ایراني ریال د ډالر په وړاندې دومره ارزښت نه و بایللی. د اقتصادي چارو شنونکي وايي، د اتومي موافقې احیا کېدو ته د هیلو د مړاوي کېدو له کبله د ایران ریالو د ډالرو په وړاندې ارزښت له لاسه ورکړی دی. تېره ورځ پاکستاني روپيو هم د ډالرو په مقابل کې پام وړ ټيټه شوې وه.

د طالبانو حکومت: له چين افغانستان ته د سوداګرۍ مالونو لومړنۍ جوپه را روانه شوه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د ریل‌لارو اداره وايي، له چین څخه افغانستان ته د سوداګري مالونو لومړنۍ جوپه د نوي تاسیس شوي دهلیز (کوریدور) له لارې افغانستان ته را روانه شوه. په وروستیو ورځو کې د چین، افغانستان، قرغیزستان او ازبکستان ترمنځ د مځکني دهلیز د جوړولو په اړه موافقه وشوه. د افغانستان د رېل‌لارو اداره هیله لري چې، دا دهلیز به له چین څخه افغانستان ته د ریل‌ګاډي په وسیله د تجارتي مالونو د رسېدو موده له یوې میاشتې ۱۵ ورځو ته رالنډه کړي. د افغانستان د جمهوري حکومت په مهال هم د منځنۍ اسیا د هېوادونو... Читать дальше...

ډبيلو اف پي: افغانستان کې د بشري مرستو مؤسسو له هيچا د پيسو غوښتنه نه‌ده کړې

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د بشري مرستو مؤسسو له هیچا د پیسو غوښتنه نه‌ده کړې او له ټولنیزو رسنیو څخه د تماس نیولو یا نوم ثبتولو لپاره کار نه‌اخلي. په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) ویاند وحیدالله اماني پرون په یوه ویډیويي پیغام کې، چې پر خپله ټویټرپاڼه یې خپور کړی ويلي، پر ټولنيزو شبکو د خوړو د نړيوال پروګرام په اړه ځينې پيغامونه خپريږي چې جعلي دي. نوموړي ويلي: "ځینې کسان په فېسبوک او وټس اپ کې شته چې غواړي داسې وښيي چې ګواکي له ډبلیو ایف پي سره کار کوي. دا ډول پیغامونه... Читать дальше...

ملګري ملتونه: افغانستان کې لسګونه زره ماشومان د 'شري' په ناروغۍ اخته شوي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې لسګونه زره ماشومان د شري په ناروغۍ اخته شوي او سلګونه تنه ورڅخه مړه شوي دي، حال دا چې واکسین د اکثرو د مړینې له خطره ژغورلی شي. د ملګروملتو د مالوماتو پر اساس، ګڼ افغان ماشومان د شري د ناروغۍ له کبله مري. د دغه سازمان په وینا هغه ماشومان چې په شدیده خوارځواکۍ اخته دي په ځانګړي ډول د شري په ناروغۍ د مړینې له خطر سره مخامخ دي. د ملګروملتونو له اټکل سره سم سږ کال په افغانستان کې یوولس لکه ماشومان په شدیده خوارځواکۍ اخته شوي دي. خو دا په داسې حال کې ده چې، دوه... Читать дальше...

د ملکې اليزابت د تدفين مراسم؛ افغانستان او د يو شمېر هېوادونو چارواکي نه‌دي بلل شوي

Pa.azadiradio.com 

د برېتانیا د ملکې دويمې الیزابیت د تدفین مراسمو ته د افغانستان په شمول د څو هېوادونو چارواکي نه‌دي بلل شوي. په دې مراسمو کې، چې د دوشنبې په ورځ په لندن کې ترسره کېږي، د افغانستان ترڅنګ سوریې، میانمار، بیلاروس، وينزويلا او روسیې ته بلنه نه‌ده ورکړل شوې. نورو ټولو هغو هیوادونو ته چې برېتانیا ورسره دیپلوماتیکې اړیکې لري، بلنلیکونه استول شوي دي. برېتانیا له سوریې او وینزویلا سره دیپلوماتیکې اړیکې نه‌لري خو له روسیې او بیلاروس سره یې لري. په افغانستان کې د طالبانو له واک ته له رسېدو وروسته له... Читать дальше...



Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» спасает население от борьбы с перенаселением, 5 серия, СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Число пользователей портала «Малый бизнес Москвы» превысило 200 тысяч



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Алсу

Mash: певица Алсу и ее супруг Абрамов поделят при разводе 2 дома и 2 квартиры




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Волонтеры Президентской академии в Санкт-Петербурге вносят свой вклад в развитие и повышение доступности спорта для граждан

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Больше всего работников с креативными идеями работает в ритейле и спорте


Сюзанн Ленглен

Матч Котова и Вавринки перенесли на корт Сюзанн Ленглен



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России