کابل کې د امنیتي پېښو دوام؛ دهمزنګ کې چاودنې ۳ کسان وژلي او ۱۳ ټپیان دي
د طالبانو امنیتي مسوولان تاييدوي چې د پلازمېنې کابل د درېیمې امنیتي حوزې اړوند دهمزنګ څلور لارې ته څېرمه چاودنې ۳ تنه ملکیان وژلي او ۱۳ نور يې ټپیان کړي دي. د کابل د درېیمې امنیتي حوزې اړوند دهمزنګ څلور لارې ته څېرمه په یو هوټل کې چاودنې یو شمېر ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. پېښه د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته نږدې دوه نیمې بجې د برښنا شرکت تر څنګ په یوه هوټل کې وشوه. د پېښې عینې شاهدانو ازادي راډيو ته وویل چې له چاودنې وروسته يې د مړو جسدونه او ټپیان په خپلو سترګو لیدلي چې طالبانو موټرو ته پورته او له سیمې یې انتقال کړل. Читать дальше...