Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Сентябрь
2022

Новости за 07.09.2022

د اوکراین پوځ: خارکییف کې روسي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پوځ وایي، د دې هېواد په شمال ختیځ د خارکییف ښار په شاوخوا کې د جګړې له تېزېدو سره د روسیې اجیرو وسله والو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې. د اوکراین د پوځ د درستیزوالۍ دفتر نن وویل چې د ټولو هغو ځواکونو چې په جګړه کې وژل شوي یا سخت ټپیان شوي، څه باندې څلویښت په سلو کې یې همدا د روسیې له خوا ګومارل شوي اجیر ځواکونه جوړوي. په عین حال کې د اوکراین یو شمېر سرچینو ویلي، هغه تهاجمي عملیات چې اوکراین تېره اونۍ پیل کړي او تراوسه دوام لري، یو شمېر یې بریالي و. په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي. Читать дальше...

د پاکې هوا نړیواله ورځ؛ افغانستان کې د هوا وضعیت څه ډول دی؟

Pa.azadiradio.com 

نن د سپټمبر اومه د شنه اسمان لپاره د پاکې هوا نړیواله ورځ ده. ملګري ملتونه هرکال د سپټمبر اومه د شنه اسمان لپاره د پاکې هوا د نړیوالې ورځې په توګه نمانځي چې عمده هدف یې د ښې هوا د اهمیت په اړه د خلکو د پوهې زیاتېدل دي. دا ورځ درې کاله مخکې د هغو ورځو په فهرست کې شامله شوه چې د نړیوالو ورځو په توګه نمانځل کېږي. دا چې اوس په افغانستان کې د هوا وضعیت څه ډول دی، د کابل پوهنتون د ځمکې پېژندنې د پوهنځي پخوانی استاد خلیل احمد نادم وايي: "په خواشینۍ سره د کابل هوا ډېره ککړه او په دوبي کې له دوړو او خاورو سره مله ده. Читать дальше...

د سوالګرو راټولول؛ خلک: طالبان دې دغو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د طالبانو تر واک لاندې د کابل امنیه قومندانۍ په دې ښار کې د سوالګرو د راټولولو پروګرام پیل کړی خلک د طالبانو له حکومت غواړي چې باید د دغه خلکو اقتصادي ستونزو ته رسېدنه وکړي او یو مناسب کاروبار ورته برابر کړي. د طالبانو تر واک لاندې د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپل ټویټر لیکلي دي، چې د سوالګرو د راټولو چاره د نن یانې چهارشنبه بیا پیلېږي. نوموړي پر خپل ټویټر دا ګواښ هم کړی چې هغه سوالګر کوم، چې مخکې بایومټریک شوي که بیا په ښار کې د سوال کولو په حال کې ولیدل شي له نیولو وروسته به زندان ته واستول شي. Читать дальше...



د بشري مرستو دوام؛ د ۴۰ میلیونه ډالرو بله بسته کابل ته رسېدلې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک وايي، د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو په دوام کې ۴۰ میلیون نور ډالره کابل ته ورسېدل. دا پیسې هم د مخکینیو په شان یوه خصوصي بانک ته سپارل شوي دي. خو د افغانستان بانک، چې د طالبانو د حکومت په کنټرول کې دی، د دې مرستې د هرکلي ترڅنګ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې په بانکي برخه کې همکاري او تعامل زیات کړي. د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د نړیوالې ټولنې له لوري افغانستان ته تراوسه پورې څه باندې یو میلیارد او ۱۵۳ میلیون ډالره مرسته شوې ده.

تر نیم میلیون ډېر افغان ماشومانو سره د شري ضد واکسین مرسته کېږي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونېسف نن وویل چې تر نیم میلیون ډېر افغان ماشومانو ته د شري پر ضد واکسین ورکوي. د ملګرو ملتونو پر اساس، دا کمپاین به د روغتیا د نړیوال سازمان په همکارۍ او د جاپان په مالي مرسته ترسره شي. یونېسف هیله لري چې د واکسیسناسیون د دې کمپاین د تطبیق په وسیله به د شري ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیسي. د روان میلادي کال په لومړیو درو میاشتو کې د افغانستان په څه باندې شلو ولایتونو کې د شري تر ۲۵ زره ډېرې پېښې ثبت شوې او له کبله یې د ۱۸۶ تنو مړینه هم تایید شوه.

'جيمز کلېورلي' د برېتانيا د بهرنيو چارو وزير ګمارل شوی

Pa.azadiradio.com 

د برېتانیا د نوې صدراعظمې دفتر پرون اعلان وکړ چې جیمز کلېورلي (James Cleverly) د باندنیو چارو وزیر ګومارل شوی دی. ښاغلی کلېورلي د سږ کال په جولای کې د بوریس جانسن په کابینه کې د پوهنې وزیر ټاکل شوی و. پرون لیز ترس د برېتانیا د صدراعظمي په توګه لوړه په ځای کړه. دې په واکمن محافظه کار ګوند کې دننه د رایو په نتیجه کې خپل سیال ریشي سوناک مات کړ. ټرس له تریزا مې او مارګریټ ټاچر وروسته د برېتانیا درېیمه ښځینه صدراعظمه ده.

د ترکيې ولسمشر يونان ته د پوځي بريد خبرداری ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یونان ته یو وار بیا د پوځي برید خبرداری ورکړ او یونان یې په ځواب کې د دفاع لپاره چمتووالی اعلان کړ. ترکیه او یونان له ډېرو کلونو راهیسې په اوبو کې د ځینو ټاپوګانو او په سیمه کې د هوايي حریم پر سر اختلاف لري. دا ډول اختلافات سبب شوي چې په تېرو پنځو لسیزو کې دوه هېوادونه پراخې جګړې ته نږدې شی. په دې وروستيو کې د ترکیې او یونان کړکېچنې اړیکې یو وار بیا ترینګلې شوي.

چين کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۷۴ ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د چین دولتي رسنۍ وايي، د دغه هېواد په جنوب لوېدیځ کې په سختې زلزلې کې د وژل شویو کسانو شمېر ۷۴ تنو ته زیات شو. په همدې حال کې زرګونه کسان موقتي سرپناوو ته لېږدول شوي او د پر له‌پسې بارانونو له کبله وېره ده چې ځمکه وښوېږي. د امریکا د زلزله پېژندنې د مرکز له راپور سره سم، د دوشنبې په ورځ ۶ اعشاریه ۶ ریښتره زلزلې د چین د سیچوان ولایت کانګدین ښار ته سخت ټکان ورکړ. اخوا د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې هم د وروستيو زلزلو له امله ۶ کسان مړه شوي او ۹ نور ژوبل شوي دي.



د ماهيپر برېښنا کوټ دويم توربين فعاله شو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د دغه شرکت تخنیکي کارکوونکو د ماهیپر برېښنا فابریکې د دوهم توربین د ترمیم چارې په بري بشپړې کړې. د دوهم توربین له فعالیدو سره د دغه برېښناکوټ د برېښنا د تولید ظرفیت ۶۶ مېګاواټو ته ورسېد. تر دې مخکې د هلمند د کجکي بند د دویم فاز جوړ او ګټې اخيستنې ته سپارل شوی چې ورسره د ياد بند د برېښنا ظرفیت ۱۰۰ مېګاواټه ورسېد. د کجکي برېښنا کوټ د هلمند او کندهار ډېرو سیمو ته به برېښنا ورکړي.

د دوحې هوکړې ته د نه ژمنتيا تورونه؛ متقي: امريکا دې د دوحې تړون عملي کړي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې طالبان دوحې هوکړې ته د نه ژمنتیا له امله په نړیواله کچه له انتقادونو سره مخ دي، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، امریکا دې د دوحې کړي تړون ته ژمن پاتې شي او له نورو هېوادونو هم غواړي چې د افغانستان پر ضد د خپلې خاوري او هوايي حریم کارولوته اجازه ور نه‌کړي. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي چې نن چهارشنبه یې له رسنیو سره د دې وزارت یو کلنې لاسته راوړنې شریکولې ټینګار یې وکړ، لکه څنګه چې د افغانستان خاوره د دوی په ضد نه کارول کېږي، د نړۍ هېوادونه... Читать дальше...

د اټومي انرژۍ نړيواله اداره: د زاپوريژيا اټومي بټۍ کې وضعيت له کابو کېدو وتلی دی

Pa.azadiradio.com 

د نړیوالې اټومي انرژۍ اداره وایي، د اوکراین د زاپوریژیا په اټومي تاسیساتو کې اوسنی وضعیت له کنټروله وتلی او د یوې اټومي پیښې د مخنیوي لپاره عاجالو اقداماتو ته اړتیا ده. د دې ادارې مشر له روسیې او اوکراین دواړو غوښتي چې، د دغو تاسیساتو شاوخوا د اټومي مصؤنیت او د خوندي امنیت یو زون رامنځته کړي. د اټومي انرژۍ نړیواله اداره وايي، د اوکراین د زاپوریژیا په اټومي تاسیساتو کې روان وضعیت د ادارې وړ نه دی او په دې تاسیساتو کې د یوې اټومي پېښې د مخنیوي لپاره سمدستي موقتو تدابیرو ته اړتیا لیدل کېږي. د... Читать дальше...

امريکايي چارواکي: له افغانستان د امريکا پر وړاندې ترهګريزو ګواښونو ته متوجې يو

Pa.azadiradio.com 

د سپینۍ ماڼۍ چارواکي وایي، امریکا به له افغانستانه دغه هېواد او متحدینو ته یې د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې محتاط وي. طالبانو تازه په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې خو وړاندې یې ویلي هيچاته به له افغانستانه د نورو هېوادونو پر ضد د ترهګریزو تحرکاتو او ګواښونو جوړولو اجازه ور نه‌کړي. امریکا یو ځل بیا ټینګار کوي، چې له افغانستانه د دغه هېواد او متحدینو پر وړاندې یې د ګواښونو د مخنیوي موضوع څاري. د سپینۍ ماڼۍ ویاندې کرین ژان پییر چې د سپټمبر په ۶مه نېټه ناوخته یوې خبري غونډې ته خبرې کولې... Читать дальше...

د روسيې پر سفارت بريد ته د امنيت شورا غبرګون: د ډيپلوماټيکو استازوليو امنيت بايد تضمين شي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کابل کې د روسیې په سفارت وروستۍ حملې ته غبرګون ښودلی دی. د امنیت شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې پر ټولو خواو غږ شوی، چې په افغانستان کې د ډیپلوماتانو او کونسلي تاسیساتو د امنیت خوندیتوب تضمین کړي. د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په کابل کې د روسیې سفارت مخې ته په شوې انتحاري حمله کې دوه روسیي ډیپلوماټان او څلور ملکي افغانان ووژل شول. که څه هم د امنیت شورا په اعلامیه کې د طالبانو د حکومت نوم نه‌دی اخیستل شوی خو له ټولو اړخونو په‌کې غوښتنه شوې ده چې باید د بهرنیو... Читать дальше...

د اټومي انرژۍ نړيواله اداره: د زاپوريژيا اټومي بټۍ کې وضعيت د ادارې وړ نه‌دی

Pa.azadiradio.com 

د اټومي انرژۍ نړیواله اداره وايي، د اوکراین د زاپوریژیا په اټومي بټۍ کې روان وضعیت د ادارې وړ نه‌دی. يادې ادارې ويلي، په دې بټۍ کې د یوې اټومي پېښې د مخنیوي لپاره سمدستي موقتو تدابیرو ته اړتیا لیدل کېږي. د دې ادارې مشر رافایل ګراسي بېګاه د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې، دا له اور سره لوبې ته ورته کار دی او هره شېبه امکان لري چې یو اټومي ناورین رامنځ ته شي. ښاغلي ګراسي دا څرګندونې یوازې څو ساعته وروسته له هغه وکړې چې دې ادارې د اوکراین د زاپوریژیا د اټومي بټۍ د وضعیت په اړه یو راپور خپور کړ. Читать дальше...

د افغانستان پر وضعيت نړيوالې ورځپاڼې څه وايي؟

Pa.azadiradio.com 

ګارډين ورځپاڼه: له برېتانیا خپرېدونکې ګارډین ورځپاڼه د افغانستان په اړه بشري حقونو د څار د سازمان وروستي راپور ته په اشارې وايي، د تېر کال په اګست میاشت کې د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ راهيسې ، سلګونه هزاره ټبري افغانان د داعش د خراسان څانګې په بریدونو کې وژل شوي دي. ورځپاڼه د بشري حقونو د څار د نړیوال سازمان د راپور په استناد زیاتوي، په تېر یو کال کې په افغانستان کې په ۱۳ جلا جلا بریدونو کې تر ۷۰۰ زیات هزاره وګړي وژل شوي دي. د بشري حقونو د څار سازمان طالبان تورن کړي چې د خپلو پخوانیو ژمنو پر... Читать дальше...

فارياب کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ۶ تنه مړه شوي او لس ژوبل دي

Pa.azadiradio.com 

په فاریاب ولایت کې پرون په یوه ترافیکي پېښه کې شپږ تنه مړه او لس نور ټپیان شول. د فاریاب د ترافیکو رئیس ملا نجیب الله خیبر ازادي راډیو ته وویل چې، دا پېښه د دې ولایت په چهار باغ ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې یوه فلانګ کوچ ډوله موټر له یوه ټراکټور سره ټکر وکړ. په مړو شویو کې څلور یې ښځې او یو ماشوم دي. د لويو لارو خرابوالی او د موټرو بې احتياطي هغه لوی لاملونه دي چې د مسؤلينو په وينا افغانستان کې د ترافيکې پېښو لامل کېږي.

د افغانستان په شمال ختيځ کې د زلزلو له امله ۶ تنه مړه شوي او ۹ ژوبل دي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت چارواکي وایي، د افغانستان په شمال ختیځ کې پرون دوه زلزلې وشوې چې د یوې په نتیجه کې یې شپږ تنه مړه او نهه نور ټپیان شوي دي. طبعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت ویاند محمد نسیم حقاني وویل، دغې خونړۍ زلزلې د کونړ ولایت ته ټکان ورکړی دی. د امریکا د جیولوژۍ د مطالعاتو مرکز د دغې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۴،۳ ثبت کړی دی. بله زلزله په بدخشان کې شوې چې شدت یې ۴،۸ ثبت شوی. ښاغلي حقاني ویلي، د بدخشان د زلزلې د احتمالي زیانونو راپور نه‌دی ورکړل شوی. دوه ورځې مخکې... Читать дальше...

توماس ويسټ کابل کې د روسيې سفارت د بريد له قربانيانو سره خواخوږي ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په کابل کې د روسیې پر سفارت تروریستي برید غندلی اود دې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده. ښاغلي ویسټ پرون سې شنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې، دا تاوتریخوالی هیڅ هدف نه‌شي ترلاسه کولای. چین هم دا برید غندلی. د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ وویل، چین پر ډیپلوماتیکو نمایندګو او پر کار کونکو یې تروریستي بریدونه په کلکه غندي. د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې هغې ویلي چې، دوی هیله من دي چې د افغانستان لوری... Читать дальше...

روسيې اروپا ته د ګازو د لېږد لپاره شرط وړاندې کړ

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د ګازو ستر شرکت ګاز پروم وایي، تر هغو غو پورې به اروپا ته د نارډ سټریم ۱ نل‌لیکې له لارې د ګازو لېږد پیل نه‌کړي چې، د جرمني شریک یې په دغه نل‌لیکه کې له کاره لویدلي تجهیزات ترمیم کړي نه وي. دې شرکت د اګسټ له ۳۱مې راهیسې په دغه نل‌لیکه کې د ګازو لېږد درولی چې، په اروپا کې یې د ګازو د کموالي او د بیو د زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. د روسیې په ولادیواستوک ښار کې پرون سې شنبې یوې اقتصادي غونډې ته د ګاز پروم شرکت اجرایوي مرستیال ویتالي مار کیلوف وویل، دغه تجهیزات باید ترمیم شي ترڅو دغه شرکت د ګازو لېږد بېرته پیل کړي. Читать дальше...

نن افغان کرېکټ لوبډله له پاکستان سره مخامخ کېږي؛ څوک به يې وګټي؟

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د اسیایي جام لوبو په ترڅ کې نن له پاکستان سره لوبه کوي. دا لوبه د افغانستان لپاره ډېره مهمه ځکه ده چې که یې وګټي فاینل ته د وتلو چانس لري او که یې وبایلي نو له فاینله پاتې کېږي. په نیمه فاینل کې چې افغانستان له دې مخکې سریلانکا ته لوبه بایللې او پاکستان له هند څخه ګټلې ده. د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل، افغان کرېکټ لوبډلې له پاکستان سره دې لوبې ته پوره چمتووالی نیولی دی. ښاغلي هوتک وويل: "ان شاالله د هېواد د کرېکټ ملي ډلې لوبغاړي... Читать дальше...

د بشري حقونو د څار سازمان: امريکا دې افغان ښځو او نجونو سره خپلې ژمنې عملي کړي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا له ګومارل شوي کمېسیون څخه غوښتي چې، د افغان ښځو او نجونو د حقونو په اړه دې د امریکا د حکومت کړې ژمنې وڅېړي. ياد سازمان ويلي دا دې معلومه شي چې، اوس د طالبانو تر واکنمۍ لاندې د افغان ښځو د حقونو د خوندي کولو لپاره متحده ایالات څه کولای شي. د دې سازمان د ښځو د چارو مسؤلې هیدربار ویلي، امریکایي مشرانو تل په دې ټینګار کړی و چې، همېشه به د افغان ښځو او نجونو د حقونو دفاع کوي او هغوی به هیڅکله هم یوازې پرې‌نږي خو افغان ښځې او نجونې... Читать дальше...



Москва

Новости фармацевтики в России и в мире


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: 10 тыс. человек получили медпомощь в обновленных приемных отделениях



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Песня

Продвижение Музыки. Раскрутка Музыки. Продвижение Песни. Раскрутка Песни.




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Волонтеры Президентской академии в Санкт-Петербурге вносят свой вклад в развитие и повышение доступности спорта для граждан

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России


Ролан Гаррос

Соболенко победила на старте открытого чемпионата Франции по теннису



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

ЗАПИШИ СЕМЕЙНЫЙ РОЛИК — ПОПАДИ В ЭФИР ТЕЛЕКАНАЛА RU.TV



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России