Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Сентябрь
2022

Новости за 18.09.2022

د ویانا د غونډې اعلامیه: د افغانستان ستونزې دې د خبرو اترو له لارې حل شي

Pa.azadiradio.com 

برخی از سیاسیون که در این نشست اشتراک کرده بودند، با نشر اعلامیه‌ای حکومت طالبان را به انحصار و تمامیت‌خواهی و عدم توجه به حکومت برخواسته از آرای مردم متهم کردند و گفتند که آنان خواهان حل مشکلات افغانستان از راه گفت‌وگوی سیاسی هستند.

د قرغیزستان او تاجکستان د ځواکونو ترمنځ بیا نښتې شوي

Pa.azadiradio.com 

د قرغیزستان او تاجکستان د ځواکونو ترمنځ بیا نښتې شوي او دواړو هېوادونو دا جګړې شدیدې بللې دي. قرغیزستان وايي، په دې نښتو کې يې ۳۶ تنه وژل شوي او ۸۷ نور ژوبل شوي دي. تاجکستان تراوسه د خپلو مرګ ژوبلو په اړه رسماً څه نه دي ویلي، خو د ازادي راډیو تاجکي څانګې د سیمې د اوسېدونکو په قول راپور ورکړی چې ۳۹ تاجکان هم وژل شوي دي. د دواړو خواوو ترمنځ د تېرې اوونۍ په لومړیو کې جګړې له دې سره سره بیا پیل شوې چې دواړو خواوو پخوا اوربند کړی و. تراوسه پورې د پرونیو نښتو د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.



د زابل چارواکي: زرګونه کسان په کولرا ته ورته ناروغۍ اخته شوي او ۱۲ مړه دي

Pa.azadiradio.com 

د زابل د عامې روغتیا چارواکي وايي، په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۳ زره کسان کولرا یا نس ناستي ته په ورته ناروغۍ اخته شوي چې له دې ډلې ۱۲ ناروغان مړه شوي دي. بل خوا په هغه سیمو کې چې دغه ناروغي خپره شوې اوسېدونکې یې روغتیايي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوي. نور تفصیل د صادق رښتیني په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

د بریتانیا ملکه په ځانګړو مراسمو سره خاورو ته سپارل کېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې د بریتانیا ملکه دوهمه الیزابیت سبا دوشنبه په یو لړ مرامسو کې خاورو ته وسپارل شي. دوهمه الیزابیت د سپټمبر په نوولسمه د ۹۶ کلونو په عمر مړه شوه. دا به د خپل خاوند شهزاده فلیپ د قبر ترڅنګ خاورو ته وسپارل شي. په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره تراوسه پورې لندن ته تر ۵ زره ډېر بهرني شخصیتونه رسېدلي دي.

یونېسف: په پاکستان کې میلیونونه ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ اداره، یونېسف وايي چې په پاکستان کې له سېلابونو وروسته د نږدې درې نیم میلیونه ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا ده. یونېسف وايي چې له سېلابونو وروسته په سېلاب ځپلیو سیمو کې ډېر شمېر ماشومان د ملاریا په شمول په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي. د پاکستان په وروستیو سېلابونو کې لږترلږه ۵۵۲ ماشومان مړه شوي دي.

د امریکا د کانګریس د استازو جرګې مشره ارمنستان ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د کانګریس د استازو جرګې مشره ننسي پلوسي نن یکشنبه د ارمنستان پلازمېنې ایروان ته ورسېده. په ایروان کې د امریکا سفارت وویل، دا د قفقاز د سیمې دې هېواد ته د مېرمن پلوسي لومړنی سفر دی او همداراز له کله چې ارمنستان له پخواني شوروي اتحاد څخه خپلواکي ترلاسه کړې، دغه هېواد ته د امریکا د یوې تر ټولو جګپوړې چارواکي سفر دی. د امریکا د استازو جرګې مشره وروسته له دې ارمنستان ته سفر کوي چې په وروستیو ورځو کې د دغه هېواد او اذربایجان ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې او تر ۲۰۰ ډېر کسان په کې ووژل شول. اغلې... Читать дальше...

د کابل مکروریانو هټیوال: پر وخت د اور نه مړ کېدو له امله مو هر څه وسوځېدل

Pa.azadiradio.com 

د کابل د څلورمو مکروریانو په لیلامي مارکېټ کې د سوځېدلو دوکانونو مالکان وايي، په وخت د اطفايې د نه رسېدو له امله د دوی شتمني د اور خوراک شوه. د کابل د څلورمو مکروریانو په لیلامي مارکېټ سهار وختي ۴ بجې اور ولګېد چې د لمر له راختو سره یې په دوکانونو کې ټول شته توکي په ایرو بدل کړل. د دې مارکېټ دوکانداران وايي، په وخت د اطفایې د نه رسېدو له امله دا مارکېټ د اور خوراک شو او د اطفایې کارکوونکي هغه وخت ور ورسېدل چې نور د ژغورلو لپاره څه نه و پاتې. د دې مارکېټ دوکاندار ایمل ازادي راډيو ته وویل: "شاوخوا ۲۵ یا ۲۷ لکه افغاني مال مو وسوځېد. Читать дальше...



د زابل فعالان: تاریخي ابدات د له منځه تلو ګواښ سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

د زابل لیکوالان او فرهنګپالان وايي، د دغه ولایت تاریخي ابدات د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي. دوی زیاتوي چې وروستیو اورښتونو او سېلابونو او دغه راز تېرو جګړو په دغه ولایت کې تاریخي ابدې په ځانګړې توګه د دغه ولایت تاریخي بالاحصار تخریب کړی چې ترمیم او بیارغوني ته اړتیا لري. نور تفصیل د صادق رښتیني په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

د تاجکستان او قرغیزستان جګړه؛ د وژل شویو کسانو شمېر ۳۶ ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د قرغیزستان چارواکي وایي، له تاجکستان سره پر پوله جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر شپږ دېرشو ته پورته شوی دی. د قرغیزستان د روغتیا وزارت نن د سپټمر په ۱۸مه ویلي، په سخته ځپل شوې سیمه باتکین کې ۱۲ نور جسدونه هم موندل شوي دي. د منځنۍ اسیا د دغو دواړو ګاونډیو قرغیزستان او تاجکستان ترمنځ دغه تاوتریخوالی د ۲۰۲۱ کال د تاوتریخوالي پرتله هم خونړی دی، هغه مهال ورته سرحدي شخړه کې دواړو لوریو ته ۲۲ کسان ووژل او لږ تر لږه ۱۵۰ نور ټپیان شول. تاجکستان تراوسه په دغې شخړه کې د وژل شویو رسمې شمېرې نه دي اعلان... Читать дальше...

انټونیو ګوټرش: د افغان نجونو د زده کړو له لاسه تللی فرصت نه جبرانېږي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، په تېر یو کال کې د افغان نجونو د زده کړو له لاسه تللی فرصت به بېرته جبران نه شي. میترا د کابل ښار اوسېدونکې او د دولسم ټولګي زده کوونکې وه، چې طالبانو یې ښوونځي وتاړه. میترا وایي، دا او د دې په شان په زرګونه نورې نجونې چې له تېر یو کال راهیسې ښوونځیو ته له تګ محرومې شوي له رواني ستونزو او فشارونو سره مخ او د خپل راتلونکي په اړه ورځ بلې ته نا هیلې کېږي. دا وايي، طالبانو باید په دې تېر یو کال کې د دوی د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره کار کړی وي او ژر تر ژره دې بېرته دوی ته ښوونځيو ته د تګ اجازه ورکړي. Читать дальше...

یوناما د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل غمجن او د شرم وړ عمل وباله

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما سرپرست مارک پوټزل د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل، غمجن او د شرم وړ عمل بللی. یوناما په یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي پوټزل له قوله چې په ګرم‌سیرو کې سیمو کې د نوي ښوونیز کال د پیلېدو په مناسبت یې خپره کړې لیکلي: "له شپږم ټولګې پورته ښوونځیو څخه د نجونو روان محرومیت هیڅ ډول معتبره توجیه نه‌لري او په نړۍ کې هېڅ بل ځای دا ډول څه نه‌شته." د پوټزل په خبره، دا د نجونو یو نسل او په‌خپله د افغانستان راتلونکي ته سخت زیان رسوي. د یوناما په خبرپاڼه کې... Читать дальше...

طالبان د کابل- کندهار د لویې لارې د بیا رغونې د پیل خبر ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت د کابل- کندهار د لویې لارې د بیا رغونې د پیل خبر ورکوي. د افغانستان ملي راډیو تلوېزیون پر خپله رسمي ټویټر پاڼه دا خبر خپور کړی او وايي چې د کابل کندهار د لویې لارې د بیارغونې چارې د میدان وردګو ولایت له دراني بازار څخه د غزني تر مرکزه پورې پرون د وږي په ۲۶مه پیل شوې. د ټولګټو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دا اتیا کیلومتر سړک د ۴۰۰ میلیون افغانیو په لګښت رغول کېږي او چارې به یې په ۹ میاشتو کې بشپړې شي. د کابل کندهار لویه لاره د پخواني حکومت پرضد د طالبانو... Читать дальше...

طالبان له ایران سره د یوې نوې سوداګریزې لارې د پرانیستو هڅه کوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي، له ایران سره د یوې نوې سوداګریزې لارې د پرانیستو هڅه کوي. باختر خبري آژانس چې د طالبانو په اداره کې دی، خبر ورکړی چې په پام کې دا نوې لاره په نیمروز ولایت کې د ورېښمو د پله ترڅنګ ورغول شي. د نیمروز ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي فاضل محمد فضلي ویلي چې د دې لارې رغونه به د افغانستان او ایران ترمنځ تجارتي راکړه ورکړه نوره هم چټکه کړي. د ورېښمو پُل چې سور یې ډېر کم دی او هره ورځ سلګونه لارۍ پرې تېرېږي، د سوداګریزو مالونو د کاروانونو لپاره لوی سرخوږی جوړ کړی دی.

د آسیا د فوټبال جام سیالۍ؛ نن د افغانستان او فلیپین ټیمونه لوبه لري

Pa.azadiradio.com 

د آسیايي ملتونو له شل کلنو د کم عمره ځوانانو د فوټبال جام ته د غوراوي د لوبو په لړۍ کې نن د افغانستان او فلیپین ټیمونو سیالي سره کوي. د افغانستان د فوټبال د فدراسیون ویاند فیروز مشعوف د نننۍ لوبې په اړه آزادۍ راډیو ته وویل: "په ټوله کې فکر کوم یو ښه فرصت لرو. د عمان په لوبه کې له بریا وروسته زموږ د لوبډلې ښه چمتووالي اولوړې روحیې ته په پام سره که وکولای شو چې سبا فلیپین ته ماتې ورکړو، د آسیايي ملتونو له شل کلنو د کم عمره ځوانانو جام ته د غوراوي لپاره ډېر زیات چانس لرو." افغان لوبدلې د جمعې ورځې... Читать дальше...

د قزاقستان ولسمشر یو نوی قانون توشېح کړ

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف پرون هغه قانون رسماً توشېح کړ چې له مخې یې د ولسمشر د کار اوسنۍ موده د دوو پنځه کلنو دورو پرځای په یوه اوه کلنه دوره بدلوي. د نوي قانون له مخې همداراز د دې هېواد پلازمېنه نور سلطان بېرته استانې ته اړول کېږي. توقایف په ۲۰۱۹ کال کې له ځانه مخکې ولسمشر نورسلطان نظربایوف ته د درناوي په پار د استانې نوم په نورسلطان اړولی و خو نوموړی په وروستیو میاشتو کې هڅه کوي چې له مخکیني ولسمشر څخه ځان لیرې کړي. د قزاقستان سیاسي منتقدان وايي، د جومارت توقایف نوښتونه یوازې... Читать дальше...

فنلنډ کې د مایع ګاز د یوه ټانکر د تشېدو مخه نیول شوې

Pa.azadiradio.com 

د ګرین پیس په نوم د فنلنډ د چاپیریال ساتنې فعالانو د دې هېواد په شمال کې د مایع ګاز د یوه ټانکر د تشېدو مخه ونیوله. د فنلنډ د ګاز دولتي شرکت ګازوم چې د ګاز دا بسته یې وارده کړې وه پرون د سپټمبر ۱۷ فرانسپرس خبري آژانس ته وویل چې ګاز دا ټانکر له روسیې څخه فنلنډ ته راوړل شوی و. د چاپیریال ساتنې فعالانو د سپټمبر په اتمه په سویډن کې هم له روسیې څخه د وارد شوي طبیعي ګاز د ټانکرونو د تشېدلو مخه ونیوله. دوی پر اوکراین د بې دلیله حملې له کبله د روسیې د ګاز د صادراتو د تحریم غوښتنه وکړه او پر حکومته... Читать дальше...

بیزنیس اینسایډر: په اوس وخت کې د افغانانو هېرول مناسب کار نه دی

Pa.azadiradio.com 

بیزنیس اینسایډر: د بیزنیس اینسایډر خپرونه په خپلې وروستۍ ګڼه کې په یو مطلب کې لیکي، په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شتون، خوارځواکي او په زده کړو بندیز هغه څه دی چې د دې هېواد د ځوانانو راتلونکی يې له خطر سره مخ کړی دی. خپرونه لیکي، په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان خلک هېرول مناسب کار نه دی. مطلب کې وړاندې راځي چې تېر یو کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د دغه هېواد ماشومان د مرګ، غمیزې او ناروښانه راتلونکې سره مخامخ دي. د بشري مرستو یوې کارکوونکې آسونتا چارلز بیزنیس اینسایډر... Читать дальше...

سوریه کې د داعش پر یوه لوی کمپ عملیات پای ته رسېدلي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا تر ملاتړ لاندې سوریایي ځواکونه وايي، د سوریې په شمال ختیځ کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر یوه لوی کمپ د دوی عملیات پای ته رسېدلي. د امریکا د پوځ تر ملاتړ لاندې د سوریې کرد ځواکونه وايي چې د الحول په نوم د اسلامي دولت ډلې پر کمپ د دوی ۲۴ ورځني عملیات چې د اګست په ۲۵ مه پیل شوي وو، پرون پای ته ورسېدل. دې ځواکونو په یو بیان کې چې بېګا خپور شو ویلي، داعشیانو په دې کمپ کې چې د ډلې اړوند لسګونه زره ښځې او ماشومان په کې دېره دي، د وسله والو یو نوی نسل روزه او نجونو او هلکانو ته یې افراطي نظریات... Читать дальше...

طالبان: پنجشېر کې د اسیرانو د وژنې په تړاو څېړنې کوو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د هغو ویډیوګانو په اړه د پلټنو خبر ورکوي چې ظاهراً طالب وسله وال په پنجشېر کې د یو شمېر اسیرانو د وژنې په حال کې ښيي. د طالبانو د حکومت دفاع وزارت وايي، که دا ثابته شي چې په پنجشېر ولایت کې د طالبانو له خوا د مقاومت د جبهې پر اسیرانو د ډزو ویډیوګانې تازه دي، نو هغه کسان به حتماً د قانون منګولو ته وسپارل شي چې دا کسان یې وژلي دي. په تېرو څو ورځو کې پر ټولنیزو شبکو هغه ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې د شوې ادعا له مخې ظاهراً د طالبانو وسله وال په پنجشېر ولایت کې د مقاومت د جبهې د لسګونه اسیرانو د وژنې په حال کې ښيي. Читать дальше...



Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» легально изготавливает армии и спецслужбы. 6 серия. СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин посетил фестиваль «Москва — на волне. Рыбная неделя»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Тимати

Возлюбленная Тимати опубликовала фото топлес




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Вышел второй подкаст онлайн-лектория «Иннагрика» о возможностях аграрной генетики для молодых исследователей

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)

МегаФон привёз спасателям и пожарным грузовик связи


Дарья Касаткина

Касаткина о романе Синнера и Калинской: рада, больше ничего не хочу говорить



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Бизнес

Распределяй и управляй: водители «Грузовичкоф Бизнес» – о преимуществах работы и трудовых буднях  



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России