Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2023

Новости за 28.02.2023

د طالبانو حکومت: د ايټاليا په سواحلو کې د ډوبې شوې کښتۍ له امله ۸۰ افغانان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي، د ايټاليا په سواحلو کې د ډوبې شوې کښتۍ له امله چې ښځې او ماشومان هم په‌کې سپاره وو ۸۰ افغانان مړه شوي دي. د ياد وزارت پر ټوېټر پاڼه ليکلي شوي دي، په مړو شويو کې افغانې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه کې له خلکو غوښتنه شوې ده چې، بهرنيو هېوادونو ته په ناقانونه او قاچاقي لارو له تګ راتګ ډډه وکړي. د طالبانو حکومت د سره صليب پر نړيوالې کمېټې او مرسته کوونکو ادارو غږ کړی، چې د ايټاليا په سواحلو کې د ډوبې شوې کښتۍ له امله د قرباني... Читать дальше...

د پاکستان لومړۍ ډیجېټل سرشمېرنه د مارچ له لومړۍ پیلېږي

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې په لومړي ځل برېښنايي يا ډيجېټل سرشمېرنه کېږي. د دې هېواد د شماریاتو اداره وايي، ۱،۲۶۰۰۰ شمېرونکي دا چارې پر مخ وړي. د دوی په وینا، خلک کولی شي چې د مارچ تر درېیمې نېټې پورې انلاین خپل کور او پکې اوسېدونکي کسان درج کړي. فرخنده اسد په کوربه توب د کرښې پر غاړه خپرونه کې پر هم دې موضوع بحث شوی دی.

د کب نهمه د سرتېري ورځ؛ د تېر نظام يو شمېر پوځيان د خپل ژوند له بد وضعيت شکايت کوي

Pa.azadiradio.com 

سږ کال د کب نهمه د "سرتېري ورځ" داسې مهال راځي چې، پر افغانستان طالبان واکمن او د تېر جمهوري نظام یو شمېر سرتېري د خپل ژوند له بد وضعيت شکايت کوي. د تېر جمهوري نظام يو سرتېری چې په کندهار ولایت کې یې په ماین چاودنه کې يوه پښه پرې شوې ده او نه‌غواړي نوم يې راپور کې خپور شي وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې د ژوند سختې شپې، ورځې تېروي. د ده په خبره، د ړنګ شوي جمهوري نظام وروسته یې د طالبانو حکومت له‌خوا معلولینو ته ټاکلی معاش اخلي خو هغه ورته بسنه نه‌کوي. دا پخوانی سرتېری وايي: "ژوند مو له سختو... Читать дальше...



هرات کې د مچيو د روزنې يوه ټولنه: د يخنۍ له امله ۴۰سلنه د شاتو مچۍ مړې شوي

Pa.azadiradio.com 

د انصار هرات د مچیو روزنې ټولنه وايي، سږ کال د دې ولایت د مچیو فارمونو ۴۰سلنه مچۍ د سړې هوا له امله مړې شوي دي. محمد سميع عظيمي چې، په هرات کې د مچيو یو فارم لري وايي، سږ کال يې د سړې هوا له امله ډېرې مچۍ مړې شوې. عظيمي ازادي راډيو ته وويل، د خپلو ستونزو د هواري لپاره يې په هرات کې د طالبانو حکومت د کرنې، اوبه‌لګونې او مالدارۍ رياست ته ولاړ، خو هیڅ ډول مرسته ور سره و نه‌شوه. نوموړی وايي: "ما ١٦٣ د مچیو صندوقونه درلودل چې په دې برخه کې مې څه باندې ۷۵ لکه افغانۍ پانګه‌ونه کړې وه، خو له ۱۶۳ صندوقونو... Читать дальше...

کرېکټ بورډ: لومړۍ درجه ولايتي سیالۍ به خوست او ننګرهار کې ترسره شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرېکټ بورډ په پلان کې لري چې، د دولسو ولایتونو ترمنځ لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل کړي. کرېکټ بورډ د سه‌شنبې په ورځ یوه خبرپاڼه خپره کړې ده او ویلي دي چې، د راتلونکې جمعې په ورځ د مارچ میاشتې درېيمه نېټه د وزیرمحمد اکبر خان تر نامه لاندې ۱۴م پړاو لومړۍ درجه ولايتي یو ورځنۍ سیالي پیلوي. په خبرپاڼه کې ویل شوي دي، دغه سیالۍ چې د مارچ میاشتې تر ۲۰مې نېټې به دوام وکړي، د خوست او ننګرهار په لوبغالو کې به ترسره شي. دا په ۲۰۲۳ کال کې د افغان کرېکټ ادارې دویم کورنی ټورنمنټ دی. کرېکټ بورډ زیاتوي... Читать дальше...

نیوزیلینډ په دویمه ټيسټ لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د نیوزیلینډ او انګلستان ترمنځ په دویمه ټیسټ لوبه کې کوربه لوبډلې د لوبې په پنځمه ورځ خپل مېلمه ته په یوه منډه ماتې ورکړه او په دې سره یې لوبلړۍ ۱ـ۱ برابره کړه. د دې سیالۍ په لومړۍ پاڼۍ کې انګلستان ۴۳۵ منډې کړې وې چې نیوزیلینډ یې په ځواب کې ۲۰۵ منډې وکړې. د نیوزیلینډ لوبډله د انګلستان له لومړۍ پاڼۍ څخه له ۲۰۰ منډو زیات قرضدار پاتې شول، نو انګلستان د فالوان له قانون ګټه واخیسته او دوی ته یې بیا د توپ وهنې بلنه ورکړه. نیوزیلینډ په دویمه پاڼۍ کې پياوړې توپ وهنه ترسره کړه چې، ۴۸۳ منډې يې جوړې کړې. Читать дальше...

لوږه او بې‌وزلي؛ د طالبانو کرنې وزارت کابل ښاريانو ته د ۵۰۰ټنه دال‌نخودو وېش بهير پيل کړ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ۵۰ زره کابل ښاریانو باندې د ۵۰۰ ټنه دال‌نخودو د وېش بهير پیل کړ. احمدشاه چې د پنځه کسیزې کورنۍ مشر دی او په کابل کې اوسیږي وایي، اقتصادي وضعیت یې د هرې ورځې په تېرېدو لا پسې خرابیږي. احمدشاه زياتوي، د اوسېدو لپاره مناسبه سرپناه هم نه‌لري او د قلمونو په خرڅولو سره د کورنۍ لپاره ډوډۍ ګټي. نوموړی وايي: "اقتصادي وضعیت او کاروبار ډېر خراب دی، خصوصاً زموږ لپاره چې کور نه‌لرو او تر خېمې لاندې ژوند کوو. خاص کاروبار نه‌شته، قلمونه او کاغذي دستمالونه... Читать дальше...

اوکراين کې جګړه؛ پر باخموت ښار روسي ځواکونو بريدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پوځ وايي، په دونیڅک سیمه کې د روسي ځواکونو بریدونه د باخموت پر ښار متمرکز دی. ولسمشر زلنسکي وايي، په باخموت ښار کې د اوکراین د دفاعي ځواکونو لپاره وضعیت خورا ستونزمن شوی دی. د اوکراین د پوځ د لوی درستیز دفتر د سه‌شنبې په سهار وویل، ځواکونو يې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دونیتسک په سیمه کې د روسیې له شپېتو څخه ډېر بریدونه په شا تمبولي دي. د روسي ځواکونو د بریدونو تمرکز د لیمانسک، اودیوکا او شختارسک په کلیو و، خو اصلي هدف یې د باخموت ښار دی. د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي وویل، د دښمن... Читать дальше...



یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو پر نقض اندېښنه وښوده

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې یو شمېر ګډون کوونکو هېوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو په نقض اندېښنه وښوده. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۲مه ناسته کې د یو شمېر هېوادونو استازو د خپلو خبرو پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا د نجونو او ښځو په وضعیت خبرې وکړې. په دې غونډه کې د ډنمارک د پراختیا او نړیوالې همکارۍ وزیر دان جورجېنسن وویل، په افغانستان کې تېر کال د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو لپاره ویجاړونکی و. جورجېنسن وايي: "په افغانستان کې تېر کال... Читать дальше...

د بېلاروس ولسمشر نن چین ته په درې ورځني سفر ځي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې د بېلاروس مستبد واکمن او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین نږدې متحد او ملاتړی الکساندر لوکاشینکو نن چین ته په درې ورځني سفر ولاړ شي. دا سفر په داسې وخت کې پیلېږي چې پر اوکراین د روسیې د برید له امله په سیمه کې سیاسي جغرافیایي کړکېچ په زیاتېدو دی. د اسوشېټېډپرېس اژانس د راپور له مخې چین دې سفر ته د یوه فرصت په سترګه ګوري چې له بېلاروس سره خپل اړیکې پراخې کړي. بل لور ته دا اندېښنې مخ په زیاتېدو دي چې پېکنګ پر دې غور کوي چې له روسیې سره پوځي مرستې وکړي، دا هغه خبره ده چې واشنګټن ویلي دي چې بدې پایلې به ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر قزاقستان ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن نن د قزاقستان پلازمېنې استانه ته ورسېد. بلېنکن به په استانه کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره غونډه وکړي. بلېنکن قزاقستان ته تر سفر مخکې په ټویټر کې لیکلي چې دی غواړي د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره همکارۍ پراخې کړي. نن ناوخته به بیا بلېنکن ازبکستان ته ولاړ شي او ټاکل شوې ده چې د اسیا د دې سفر په ترڅ کې به په هند کې د جي شل یا د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو په غونډه کې برخه واخلي.

استانبول کې طالبانو ته د قونسلګرۍ سپارل؛ صیقل دا ګام د ډیپلوماتیکو اصولو خلاف بولي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ترکیې په استانبول کې د افغانستان قونسلګرۍ ته د دوی له لوري استول شوي ډیپلومات په رسمي ډول په خپل کار پیل کړی دی. که څه هم د ګاونډیو هېوادونو په ګډون په افغانستان کې د طالبانو حکومت د نړۍ د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو یو شمېر هېوادونو یې په سیاسي استازولیو کې ډیپلوماتان منلي. تازه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ ته د دوی استول شوي ډیپلومات په خپل کار پیل کړی دی.... Читать дальше...

صایمه خان د لور د زده کړو لپاره رستوران چلوي

Mashaalradio.com 

د پېښور صايمه خان د خپلې لور د زده کړو بهیر جاري ساتلو په خاطر په اسلام اباد کې یو رستوارن خلاص کړی دی. نوموړې وايي د اقتصادي ستونزو له کبله یې اول اسلام اباد ته کډه وکړه او هلته یې خپل کاروبار پیل کړ. هغه وايي، په لومړي سر کې مشکلات ول خو اوس یې کار ښه روان دی. ویډیويي رپورټ.

په نیمروز کې د یوه معتاد مېرمن د کور لګښت برابروي

Pa.azadiradio.com 

په نیمروز کې یوه ښځه په خپل کور کې خوراکي توکي پخوي او د کورنۍ د لګښت برابرولو په موخه یې په ښار کې پلوري. هغه وايي، مېړه یې معتاد دی او دا په ډېرې سختۍ سره د کور لومړنی لګښت برابروي. نور په ویډیويي راپور کې:

د کابل پل سوخته؛ د مړو او کثافاتو له راایستو وروسته دغه سیمه پاکه شوې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند تېره اوونۍ یوې خبرې غونډې ته وویل، د طالبانو په واکمنېدو سره په هېواد کې شاوخوا ۸۲ زره معتادین راټول شوي چې له دې ډلې ۲۶ زره یې په کابل کې دي. خو شنونکي په دې باور دي چې له اعتیاد سره مبارزه باید پراخه شي. نور په ویډیو کې:

د دوحې تړون درېیمه کالیزه؛ ځینې شنونکي: دغه تړون لا هم نه دی عملی شوی

Pa.azadiradio.com 

د سیاسي او پوځي چارو یو شمېر شنونکي وايي، درې کاله مخکې لاسلیک شوی د دوحې تړون له هم نه دی عملی شوی. ملا عبدالغني برادر له نن څخه درې کاله مخکې د دوحې تړون د لاسلیک پرمهال ویلي وو: "د افغانستان اسلامي امارت او امريکا ترمنځ کاميابه مذاکرات او توافق، د افغانستان مجاهد ولس او نړۍ په ګټه يو مثبت اقدام دی. د افغانستان اسلامي امارت د توافقنامې عملي کولو ته ژمن دی." ملابرادر هغه مهال د دې تړون د پلي کولو ډاډ ورکړی و. نوموړی د دغه تړون د لاسلیک پر مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال و او اوسمهال د طالبانو حکومت د رییس الوزرا مرستیال دی.

سپینې ماڼۍ له حکومتي وسیلو د 'ټیک ټاک' اپلېکېشنونو د لرې کولو لارښونه کړې

Pa.azadiradio.com 

سپینې ماڼۍ ټولو فدرالې ادارو ته لارښونه کړې چې تر یوې میاشتې پورې دې د ټیک ټاک اپلېکېشنونه له ټولو حکومتي وسیلو څخه لرې کړي. ټیک ټاک د لنډو ویډیوګانو د جوړولو هغه مشهور اپلېکېشن دی چې مالکیت یې له چین سره دی. د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې د دغه کار هدف امنیتي اندېښنې دي. د سپینې ماڼۍ اداري او بودجوي دفتر پرون دوشنبه ویلي، دغه اپلېکېشن حساسو حکومتي معلوماتو ته یو خطر دی. د امریکا بهرنیو چارو، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لا له پخوا د ټیک ټاک کارونه محدوده کړې وه.


Музыкальные новости
Сергей Трофимов

Сергей Трофимов выступит с летним концертом в Зеленом Театре ВДНХ





Rss.plus
Никол Пашинян

В ходе беседы у костра Никол Пашинян подчеркнул необходимость пропаганды здорового образа жизни




Коммунальные службы Подмосковья устранили более 20 подтоплений

Москва. Народная приемная КПРФ в ВАО. Сухо в доме будет, но в 2035 году

Домодедовские спортсменки завоевали золото и серебро Чемпионата Европы по бокс

Заключительный этап олимпиады школьников стартовал в Подмосковье




سیګار: افغان ځواکونه د امریکا او افغان حکومت د ناکامو تګلارو له کبله دړې وړې شول

Pa.azadiradio.com 

سیګار وایي، د افغانستان پخواني امنیتي او دفاعي ځواکونو د امریکا او د افغان حکومت د ناکامو تګلارو له کبله دړې وړې شول. د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرپلټونکي ادارې یا سیګار دغه خبره په هغه راپور کې کړې چې بېګا د فبرورۍ په ۲۷مه ناوخته خپور شوی دی. راپور کې راغلي، د پخواني نظام پر امنیتي او دفاعي ځواکونو د شلو کلونو په موده کې شاوخوا ۹۰ میلیارده ډالره مصرف شول، خو سیګار نیوکه کړې چې دغه ځواکونه د امریکا او افغان حکومت د ناکامو تګلارو له کبله په ځان بسیا او خپلواک نه شول. راپور کې پر... Читать дальше...

فوټبال؛ لېونل میسي ته د ۲۰۲۲ کال د غوره لوبغاړي جایزه ورکړل شوه

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال نړیوال فدراسیون له لوري په بېلابېلو کټګوریو کې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال په نارینه او ښځینه لوبغاړو جایزې ووېشل شوې چې لېونل میسي په کې د کال د غوره فوټبالر جایزه وګټله. له میسي سره د دې جایزې لپاره د کریم بینزیما او ګیلیان اېمباپې په څېر نور مشهور لوبغاړي هم نوماندان وو. د دوشنبې شپه ناوخته د فبرورۍ میاشتې په ۲۷مه نېټه د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د فیفا په کوربتوب غوره لوبغاړو او روزونکو ته دجایزو د ورکړې ترڅنګ په ځینو نورو برخو کې هم جایزې ووېشل شوې. په دې جایزو کې د کال د غوره نارینه... Читать дальше...

طالبانو په کابل کې د داعش د عملیاتي مشر د وژلو ادعا کړې

Pa.azadiradio.com 

طالبان ادعا کوي چې په کابل کې یې د داعش خراسان څانګې عملیاتي مشر وژلی دی. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دوشنبه ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي چې د کابل د خیرخانې په ذاکرین ښارګوټي کې د یکشنبې په شپه د عملیاتو پر مهال د داعش دوه غړي وژل شوي. د مجاهد په خبره په وژل شویو کې د قاري فاتح په نوم د داعش یو مهم مسوول چې په دې وروستیو کې د دې ډلې د امنیت او عملیاتي ادارې مسوول هم شامل دی. مجاهد ویلي چې پر بهرنیو ډیپلوماتیکو استازولیو، جوماتونو او نورو اهدافو د داعش بریدونه د وژل شوي قاري فاتح په مستقیمه قومانده ترسره شوي وو. Читать дальше...

ایراني چارواکي د طالبانو له خوا د یوه پوله ساتي افسر د وهلو پېښه تعقیبوي

Pa.azadiradio.com 

ایراني چارواکو ویلي، د طالبانو له خوا د یوه پوله ساتي ایراني افسر د وهل ټکولو او نیولو پېښه په جدي توګه تعقیبوي. د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال سیدمجید میر احمدي ویلي، که څه هم دا ایرانی پوله ساتی افسر بېرته خوشې شوی، خو د ده په خبره د طالبانو له خوا د یوه ایراني افسر د وهلو پېښه او له هغه سره بد چلند په هېڅ صورت د منلو نه دی. هغه د ایران دولتي اژانس ایسنا ته ویلي چې ایراني پوله ساتو د قاچاقي موادو یوه لارۍ د تلاشۍ لپاره درولې، خو چلوونکي په داسې حال کې خپل موټر د افغانستان په لور وتښتاوه چې ایرانی افسر هم په کې وو. Читать дальше...

د افغانستان فوټبال فدراسیون په بهر کې د ښځینه وو فوټبال ټیم جوړوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال فدراسیون خبر ورکړی چې غواړي د ښځينه وو د فوټبال ملي ټیم په بهر کې جوړ کړي. دغه فدراسیون وايي چې دوی اوس په بهر کې د افغان فوټبالرو نجونو نوملیکنه کوي او بیا به یې ژر یوه غوراوي تمریني کمپ ته ور وغواړي. د فدراسیون ویاند فېروز مشعوف ازادي راډيو ته وویل: "د فوټبال د ټولو ښځینه لوبغاړو څخه، که پخوانۍ ملي څېرې وي یا بهر کې اوسېږي او د فوټبال لوبه کوي له موږ سره خپل معلومات شریکوي او موږ یې بیا یوه غوراوي/ټاکنیز کمپو ته راغواړو." مشعوف د دې پروسې تخنیکي اړخ او نور جزییات نه دي... Читать дальше...

د اوکراین پوځ: روسیه په ختیځ کې د خپلو ځواکونو د شمېر پر زیاتولو بوخته ده

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پوځي ځواکونو اعلان وکړ چې روسیه د اوکراین په ختیځ کې د خپلو ځواکونو د شمېر په زیاتولو بوخته ده. مسکو په سیمه کې د پراخو بریدونو د ترسره کولو لپاره خپلې هڅې متمرکزې کړې دي. په عین حال کې د اوکراین او روسیې ځواکونه په ختیځ او شمال ختیځ کې په سخته جګړه بوخت دي. د اوکراین د وسله والو ځواکونو مشر د دوشنبې په ماښام په خپل رپوټ کې وویل چې د معلوماتو له مخې تر ۲۰۰ پورې عسکر له روستوف څخه د اشغال شوې لوهانسک سیمې ته استول شوي دي. د اوکراین پوځي ادارې دا هم ویلي چې د ورځې په اوږدو کې روسیې... Читать дальше...



Москва

“Вилла Ливадия” - последние 6 апартаментов в уникальном комплексе у моря


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: в Москве начался сезон фонтанов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Алла Пугачёва

Гитарист Пугачевой Левшин рассказал о проблемах со здоровьем у певицы




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Команда Орловской области стала победителем хоккейного турнира среди команд Черноземья

Учитель из Бутово стала «Гуру физкультуры»

Московские школьники стали победителями всероссийской олимпиады по математике


Полина Михайлова

Россиянка Полина Михайлова стала чемпионкой Франции по настольному теннису



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Юные керамисты школы №2120 выиграли три Гран-при конкурса «Мир дому твоему!»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России