کندهار کې له زندانه د یوه طالب د خوشې کېدو پر مهال بې نظمیو غبرګونونه پارولي
په کندهار کې له زندانه د یوه طالب چارواکي د خوشې کېدو د هرکلي لپاره هوايي ډزو او بې نظمیو په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر کسانو تند غبرګونونه راپارولي. د ملاعبدالغني حقبین په نوم د طالبانو د حکومت د کندهار د امنیه قومندانۍ د تروریزم مدیر چې څه موده وړاندې د زنا په تور د طالبانو د استخباراتو لهخوا نیول شوی او بندي شوی و، د پنجشنبې په ورځ له زندانه خوشې شو. په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې یو شمېر کسان د نوموړي د خوشې کېدو په غبرګون کې ډزې کوي او د کندهار ښار او سپین بوک ولسوالۍ ترمنځ پر غځېدلې لار بې نظمي جوړوي. Читать дальше...