اسلاماباد کې درې اړخيزه غونډه؛ زرداري د افغانستان ثبات د سیمې لپاره مهم وباله
د طالبانو، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په اسلام اباد کې په خپلو کې د همکاریو پر پراختیا بحث وکړ. د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي چې حکومت یې د نړۍ د یوه هېواد لهخوا هم په رسمیت نهدی پېژندل شوی، د پاکستان او چین د بهرنیو چارو له وزیرانو بلاول بوټو زرداري او چین ګانګ سره پر اقتصادي همکاریو، امن، ثبات دغه راز نورو مسایلو خبرې وکړې. په اسلاماباد کې تر پرونیو لیدنو کتنو وروسته د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران په یوه ګډ خبري کنفرانس کې راڅرګند شول، خو امیرخان متقي پهکې حضور نه درلود. Читать дальше...