روسيې د اوکراين يو شمېر سيمې په نښه کړي
روسي ځواکونو د هوا له لارې تېره شپه په اوکراین کې د پلازمېنې کییف په شمول یو شمېر سیمې په نښه کړي دي.
بل لور ته د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلنسکي جاپان ته تللی چې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو په سرمشریزه کې برخه واخلي.
په کییف کې د پوځي ادارې مشر سیرهي پوپکو په ټلېګرام کې لیکلي چې تېره شپه تېري کوونکو یو ځل بیا په ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړې دي او په هوا کې ټول کشف شوي اهداف د دوی د هوایي مدافع له لوري له منځه وړل شوي دي.
پوځي چارواکي وایي چې تېره شپه یې په کییف کې اتلس ډرون ویشتلي او غورځولي دي.