د بشري حقونو یو سازمان: ښايي ژر په ايران کې دوه افغانان اعدام شي
د ایران د بشري حقونو سازمان اندېښنه ښودلې چې دوه افغانان ښايي ژر په ایران کې په دار وځړول شي. د ایران د بشري حقونو سازمان چې مقر یې په ناروې کې دی په یوه اعلامیه کې ویلي، نړۍ باید د دا ډول اعدامونو مخه ونیسي. د ایران د فارس ولایت څارنوالۍ اعلان کړی چې د افغانستان په دوو اتباعو رامز رشیدي او نعیم هاشم قتالي د اعدام سزا تایید شوې او ژر به په عام محضر کې اجرا شي. دا دوه کسان د ایران د شیراز د شاهچراغ د برید په قضیه کې تورن او په اعدام محکوم شوي. تېر کال د شاهچراغ په حرم کې په برید سره لږ تر... Читать дальше...