امريکا: د ايران لرې واټن ويشتونکي توغندي جدي ګواښونه رامنځته کوي
د امریکا متحدهایالات وایي، د ایران لرې واټن ویشتونکي توغندي جدي ګواښونه رامنځته کوي. دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر پرون پنجشنبې په واشنګټن کې خبریالانو ته وروسته له هغې وکړه چې، ایران یو لیرې واټن ویشتونکی، بالسټیک توغندی وازمایه. میلر وویل: "په څرګنده مو دا خبره کړې چې د ایران د بالستیک توغندیو پراختیا سیمهيیز او نړیوال امنیت ته یو جدي ګواښ دی." فرانسې هم د ایران د بالسټیک توغندي دغه ازموینه وغندله او هغه یې د ملګرو ملتونو له ۲۲۳۱ پرېکړهلیک څخه چې په ۲۰۱۵کال تصویب شوی، سرغړونه وبلله. Читать дальше...