پاکستانی فعال 'جبران ناصر' د برمته کوونکو له منګولو خوشې شو
د پاکستان د بشري حقونو فعال جبران ناصر پرون وروسته تر دې له برمته کوونکو خوشې شو، چې په لسګونو کسانو د ده د خوشې کېدو لپاره په کراچۍ کې مظاهره وکړه. د پنجشنبې په ورځ د ښاغلي ناصر مېرمنې منشا پاشا په ټویټر کې لیکلي و چې دا او د دې مېړه ماښام کور ته روان وو چې وسلهوالو د دوی د موټر مخه ونیوله او ناصر یې له ځان سره یوړه. د ناصر د برمته کېدو مسوولیت هیچا نهدی اخیستی. ده د حکومت له لوري د مخکیني صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د پلویانو پر نیولو اعترا ض کړی و.