د بدخشان لپاره د طالبانو سرپرست والي په ځانمرګي بريد کې ووژل شو
په بدخشان کې د طالبانو سرپرست والي د یوه موټر برید په پایله کې وژل شوی دی. په بدخشان کې طالب چارواکي وايي، نن سهار د دې ولایت په مرستیال او سرپرست والي نثاراحمد احمدي موټر بم برید شوی چې په پایله کې هغه له خپل موټر چلوونکي سره یو ځای وژل شوی دی. په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي ازادي راډیو ته وویل، پېښه د فیضاباد ښار د محکمې څلور لارې سیمه کې شوې چې په کې شپږ تنه ټپیان شوي هم دي. د ده په خبره، ټپیان ټول ملکي وګړي دي. هغه وویل: "نن سهار نږدې ۸ بجې او... Читать дальше...