د بدخشان چاودنه کې د مرګژوبلې په اړه ضد و نقیض راپورونه دي
په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معز الدین احمدي مشال راډیو ته وویل چې چاودنه په جومات کې شوې ده چې ښايي زیاته مرګژوبله ولري.
په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معز الدین احمدي مشال راډیو ته وویل چې چاودنه په جومات کې شوې ده چې ښايي زیاته مرګژوبله ولري.
د بشري حقونو د څار سازمان مرستیاله هیدر بار وايي، ملګري ملتونه په افغانستان کې له سترو ستونزو سره مخامخ دي. اغلې بار، دا خبره په یوه ټویټ کې، چې پرون یې خپور کړ، کړې ده. دې زیاته کړې، د ملګرو ملتونو ادارو د ښځو پر کار د بندیز په شمول د طالبانو د غوښتنو په وړاندې نااصولي امتیازونو ته د غاړې اېښودو په خاطر اوس خپل پروګرامونه د هغوی له لا ډېرو حملو سره مخامخ کړي دي. د بشري حقونو د څار سازمان مرستیالې ملګروملتو ته په خطاب کې ویلي چې د طالبانو د غلي کولو لپاره د نااصولي اقداماتو منل، دې نړیوال سازمان ته ګټه نهشي رسولی. Читать дальше...
مېل انلاین: مېل انلاین بریتانیایي خپرونې په بدخشان کې وروستیو چاودنو ته کتنه کړې او لیکلي یې دي، پرون د بدخشان د سرپرست او مرستیال والي نثار احمد احمدي د فاتحې په مراسمو کې چاودنې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو په ګډون یو شمېر کسان ووژل او ټپیان کړل. نثار احمد احمدي تر پرونۍ چاودنې دوه ورځې وړاندې د هغه پر موټر د شوې چاودنې له کبله وژل شوی و. پر نثار احمد احمدي د شوي برید مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې منلی دی. په تېره ډسمبر میاشت کې د بدخشان لپاره د طالبانو امنیه قومندان هم... Читать дальше...
د افغانستان- پاکستان د صنعت او سوداګرۍ د ګډې خونې رییس زبیر متولي له افغانستان، روسیې او ایران سره د بارتري سوداګرۍ د پیلولو لپاره د پاکستان د حکومت د نوښت هرکلی وکړ. پاکستاني رسنیو پرون پنجشنبې د متولي په قول وویل چې دوی له ۲۰۲۱ کال څخه هڅه کوي چې د سیمې د هېوادونو په تېره بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګري اړیکو د پراختیا له لارې خنډونه لېرې شي. ده د څلور هېوادونو ترمنځ د بارتري یا جنس په جنس سوداګرۍ د میکانېزم پر سر موافقه د سوداګرۍ د غوړېدو لور ته یو مهم ګام وباله. پاکستاني رسنیو... Читать дальше...
د طالبانو حکومت د کوکنار د کښت د مخنیوي په خاطر له زیانمن شویو افغان کروندګرو سره د نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي پرون پنجشنبې د ترکیې انادولو خبري اژانس ته وویل، د دوی حکومت د اقتصادي ستونزو له کبله په هغو سیمو کې چې د کوکنارو مخه نیول شوې، لویې پروژې اجرا کولی نهشي، نو له نړیوالې ټولنې غواړي چې له کروندګرو سره د مرستې لپاره د متبادلو کارونو په برخه کې مرسته وکړي. د یوې بریتانیايي موسسې د سروې پر اساس، سږ کال په افغانستان کې په تېرو ۲۰ کلونو کې تر ټولو لږ کوکنار کرل شوي دي. Читать дальше...
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال رامز الاکبروف په افغانستان کې خپل درې کلن ماموریت پای ته ورساوه. ده د افغانانو د ملاتړ لپاره د مرستندویو ټولنو او د بشري مرستو د موسسو مننه کړې. الاکبروف په یوه ټویټ کې لیکلي چې له یوناما یا د ملګروملتونو د افغانستان له مرستندوی ماموریت سره په دې هیله خدای پاماني کوي چې په افغانستان کې داسې جنسیتي مساوات، ټولنیز او اقتصادي فرصتونه رامنځته شي چې د ۴۰ میلیونه افغانانو د سوکالۍ او ثبات سبب شي. رامزالاکبروف د ۲۰۲۰ په ډسمبر کې په... Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا له طالبانو څخه وغوښتل چې په دولتي ادارو کې د ښځو د کار بندیز پای ته ورسوي. د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس وايي، اوتنبایوا پرون پنجشنبې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدو وزارت له مسلکي مرستیال شیخ محمد فقیر سره په کتنه کې په دولتي ادارو کې د ښځو د کار بندیز ته په اشارې وویل چې دې ستونزې ته باید مناسبه حللار ولټول شي. د باختر اژانس د معلوماتو پر اساس، د طالبانو د امربالمعروف وزارت... Читать дальше...
د بدخشان ولایت په مرکز فیضاباد کې د پرونۍ چاودنې د مرګژوبلو د شمېر په اړه ضد و نقیض راپورونه ورکول کېږي. یوې خبرې سرچینې، د نوم نه ښودلو په شرط ازادي رادیو ته وویل چې تر پرون ناوخته پورې په دې پېښه کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۳۸ نور ژوبل شوي وو. خو په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ريیس معزالدین احمدي د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳ تنه ښيي. دا چاودنه تر غرمې مخکې په لس نیمې بجې د فیضاباد د نوي ښار د لومړۍ حصې په نبوي جومات کې داسې مهال وشوه چې ځايي طالب چارواکي او عام خلک د بدخشان لپاره د طالبانو... Читать дальше...
د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر وايي، هند خپل تخنیکي ټیم بېرته په کابل کې خپل سفارت ته استولی دی. د هندي رسنیو د راپور له مخې، جی شنکر پرون پنجشنبې په نوي ډیلي کې یوې خبري غونډې ته وویل، د دغه ټیم دنده دا ده چې حالات وڅاري او وګوري چې هند په څه ډول د افغانانو ملاتړ کولی شي. ده همدا راز وویل، په افغانستان کې د هند تمرکز اوس پر سیاست لږ دی او د افغانانو ملاتړ او په ځانګړي ډول له هغوی سره تاریخي اړیکو ته ډېر دی. د هند د باندنیو چارو وزیر دا هم وویل چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یې خپل... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یونېسف وايي، د طالبانو حکومت ممکن د نړیوالو ناحکومتي موسسو له لوري د افغان ماشومانو ښوونځي بند کړي او د پنځه لکه ماشومو نجونو اوهلکانو زدهکړې له خطر سره مخامخ کړي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، یونېسف پرون پنجشنبې وویل، د هغو راپورونو په اړه د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو هڅه کوي چې پر اساس یې ویل کېږي چې طالب مشران نهغواړي بهرنۍ موسسې په مستقیم ډول د پوهنې په سکتور کې دخیل واوسي. طالبانو په تېرو دوو کلونو کې، چې واک ته رسېدلي، نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو منع کړي دي. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости