يونېسف: طالبانو ته د محلي ټولګيو د احتمالي سپارلو په تړاو خبرې دوام لري
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف وایي، په افغانستان کې طالبانو ته د زدهکړې د پروګرامونو د احتمالي سپارلو د مهالوېش او عملي اقداماتو په اړه په خبرو لګیا دي. د رویټرز د راپور له مخې یونېسف د طالبانو د پوهنې د وزارت لهخوا ضمانتونه ترلاسه کړي چې د دغو خبرو په جریان کې به د هغو ماشومانو لپاره چې له ښوونځي بهر پاتې دي او شمېر یې پنځه لکه زدهکونکو ته رسېږي، درسي ټولګي فعال وي. د مرستندویه بنسټونو چارواکو ویلي، طالبانو نړیوالو سازمانونو ته اعلان کړی چې له دې وروسته نهشي کولای چې د زدهکړو په پروژو کې برخه ولري. Читать дальше...