د پاکستان حکومت له پاکستاني طالبانو سره د خبرو هر ډول احتمال رد کړ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي سره د خبرو هر ډول احتمال رد کړ. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د دغه وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي، له پاکستاني طالبانو سره د خبرو لپاره د دوی دریځ هماغه دی لکه مخکې چې د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري اعلان کړی دی. زرداري په تېره جنوري میاشت کې اعلان کړی و، چې د پاکستان د حکومت مشرتابه له هغو ترهګریزو ډلو سره چې د دوی د هېواد اساسي قانون او نورو قوانینو ته درناوی نه لري، خبرې نه کوي. څو ورځې وړاندې د پاکستان اکسپریس ټریبیون... Читать дальше...