د عربستان روغتیا وزارت: د ګرمۍ له امله د ۲۸۷ جل وهلو حاجيانو درملنه شوې
د سعودي عربستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، د حج د مراسمو پر مهال یې د ګرمۍ له کبله د ۲۸۷ جل وهلو حاجیانو درملنه کړې ده. د اسوشېټېډپریس خبري اژانس د راپور له مخې سعودي چارواکو د سانتي ګراد په ۴۵ درجو کې د حج مراسمو ته لسګونه زره روغتیایي کارکوونکي ګمارلي دي. تر پرون ناوخته د شاوخوا دوه نیم میلیونه حاجیانو په منځ کې د کومې ځانګړې پېښې راپور نهدی ورکړل شوی او اسوشېټېډپریس اژانس لیکلي، په مزدحمو ځایونو کې د سعودي لهخوا هوایي پلونو د حاجیانو د ټيل ماټېل خطر کم کړی دی. سږ کال له افغانستانه هم شاوخوا ۳۰ زره کسان د حج مراسمو ته تللي دي. Читать дальше...