د سالنګونو د ۸۰ کیلو متره سړک د بیا رغونې پروژه پیل شوه
د سالنګونو د لویې لارې د اتیا کیلو متره سړک د بیا رغونې پروژه پیل شوه. دا پروژه په شمالي او جنوبي سالنګ کې پلې کېږي چې د افغانستان ۹ شمالي او شمال ختیځ ولایتونه او څلور سوداګریز بندرونه له کابل سره نښلوي. د طالبانو حکومت پرون چهارشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه پروژه د خصوصي شرکتونو له خوا په ۲ کلونو کې بشپړېږي. په اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې پر دغې پروژې څومره لګښت راځي او دا لګښت څوک ورکوي. د سالنګونو لویه لاره چې یوه برخه یې په تونلونو کې دننه ده، له څو کلونو راهیسې کنډه کپره پرته ده... Читать дальше...