Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2023

Новости за 01.08.2023

روسیې د اوکراین یو روغتون په توغندي وېشتی

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکي وايي، په خرسون سیمه کې پر یوه روغتون د روسيې د توغندويي برید په پایله کې یو ډاکټر وژل شوی او ګڼ نور خلک ټپیان شوي دي. په خرسون کې د پوځي ادارې مشر رومان مروچکو نن پر خپله ټلګرام پاڼه ولیکل چې دا برید نن په سیمه ایز وخت د ورځې په یوولسو بجو وشو. د خرسون سیمې والي اولیسکاندر پروکودین ویلي، چې څلور روغتیايي کارکوونکي هم ټپیان شوي دي. هغه زیاته کړه چې د روغتون د جراحي څانګه هم په دې برید کې زیانمنه شوې. له دې مخکې د روغتون  د یوې نرسې د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی و، چې حالت یې نازک دی.

پر مسکو او خارکییف باندې د بی پیلوټه الوتکو بریدونه

Pa.azadiradio.com 

د نوو راپورونو پر بنسټ، روسی او اوکرایني بی پیلوټو الوتکو، په مسکو او خارکییف باندې بریدونه کړي دي. په خارکیف کې د یوه حرفوي ښوونځي ودانۍ تیره شپه د روسیې بې پیلوټه الوتکو په نښه کړې وه. بل خوا نن سهار مسکو یو ځل بیا د بې پیلوټه الوتکو د برید شاهد و. روسیې چارواکو کییف تورن کړی چې په پلازمینه مسکو کې يې پر یوې سوادګریزې ودانۍ د پیلوټه الوتکو برید کړی دی.

د افغانستان- قزاقستان د اقتصادي اړیکو په اړه روانه اوونۍ غونډه جوړیږي

Pa.azadiradio.com 

په پام کې ده چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي او تجارتي مسایلو په اړه په هغه غونډه کې بحث وشي، چې د اګست له ۳ تر ۵ پورې په استانې ښار کې جوړه شي. د قزاقستان د بهرنیوچارو وزارت مرستیال قنات تومیش پرون رسنیو ته وویل، چې دا غونډه د طالبانو د حکومت پر وړاندې د ده د هېواد په دریځ کې بدلون رانه ولي. د طالبانو حکومت په قزاقستان کې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژندل کېږي. ښاغلي تومیش وویل، شاوخوا یونیم سل چارواکي او افغان سوداګر چې د دې غونډې ګډونوال دي، یو هم په نړیوالو تورو لیستونو کې نه دي شامل. Читать дальше...



باجوړ: پر جمعيت علمای اسلام د برید تر شا څه دي؟

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا د باجوړ په خار تحصیل کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ډلې په یوه سیاسي غونډه په ځانمرګي برید کې د وژل شویو شمېر تر ۵۰ اوښتی دی. . د اسلامي دولت وسلوالې ډلې خراسان څانګې د برید ذمه واري منلی ده. نن د کرښې پر غاړه خپرونه کې له دغې بمي چاودنې وروسته د سیمې پر امنیت خبرې شوې دي.

ایران کې سخته ګرمي؛ دوه ورځې عمومي رخصتي اعلان شوه

Pa.azadiradio.com 

د ایران حکومت په هېواد کې تودوخې له کبله سبا او پنجشنبې عمومي رخصتي اعلان کړې ده. د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، په ایران کې د تودوخې د بیسارې څپې له کبله حرارت د سانتي ګراد له ۴۰ درجو لوړ شوی دی. د راپور له مخې، په دې دوو ورځو کې به بانکونه او قضايي او عدلي ادارې بندې وي. چارواکو د تعلیمي ادارو ازموېنې او د فوټبال لوبې هم د اوس لپاره ځنډولي. د ایران د هواپېژندنې ادارې د ایران په جنوبي سیمو کې چې په دې اونۍ کې د سانټيګراد له پنځوس درجو د زیاتې تودخې اټکل پکې شوی، د ناولې هوا او د شګو د توپانونو خبرداری هم ورکړی.

د خوارځواکۍ زیاتیدو وېره؛ یونیسف : ۶۳ سلنه تازه زېږیدلي افغان ماشومان د مور له شیدو برخمن دي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) وايي، په افغانستان کې یوازې ۶۳ سلنه ماشومان په لومړیو شپږو میاشتو کې د مور په شيدو د تغذیې چانس لري. یونېسف نویو زېږیدلو ماشومانو ته د مور شیدې مهمې بللې دي. په يو ويډيويي راپور کې چې د ياد سازمان پر ټوېټر خپور شوی، د يونېسف د اړيکو متخصص فيرونيکا هوسير ويلي: "یو ماشوم باید د زیږون څخه وروسته په لومړیو شپږو میاشتو کې په ځانګړې توګه د مور په شیدو تغذیه شي او بیا تر دوه کلنۍ پورې بشپړخوړو تغذیه شي، مګر ایا تاسو پوهېږئ چې په افغانستان کې یوازې... Читать дальше...

نړیوال بانک: تېرو ۲ میاشتو کې د افغانستان کلنی انفلاسیون منفي و؛ د ملا برادر دفتر: رېښتیا وایي

Pa.azadiradio.com 

نړیوال بانک وايي، په تېرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې کلنی انفلاسیون منفي و.   د دغه بانک په نوي راپور کې، چې د دوشنبې په ورځ یې خپور کړی ویلي د اړتیا وړ خوراکي او غیر خوراکي توکو عرضه په بازارونو کې کافي وه، خو تقاضا د پخوا په پرتله کمه شوې او په پایله کې یې بیې ټیټې شوې دي.   په راپور کې راغلي، چې تر ۵۰ سلنې زیاتې افغانې کورنۍ د پام وړ ننګونو سره مخ دي او د خپل ژوند د دوام لپاره په مخ زیاتیدونکې توګه پر نړیوالو مرستو او پیسو تکیه کوي.   په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ نیمايي... Читать дальше...

د انګلستان سل بالیزه لیګ نن پيليږي

Pa.azadiradio.com 

د انګلستان کرکټ بورډ ادارې په نوښت د سل بالیزه لیګ درېيم پړاو نن پيليږي. ټاکل شوې، چې نن به د سل بالیزه سیالیو د نارینه او ښځینه لیګونه په ورته وخت کې پیل شي. د یاد لیګ په ټولنیزو پاڼو کې لیکل شوي، چې د نارینه او ښځینه لیګ پیل به د ستورن بریف او ټرینټ راکټ لوبډلو ترمنځ د ناټینګهم په ښار کې وشي. د افغانستان له لوبغاړو بیا سږکال په پام کې وه، چې راشدخان ټرینټ راکټ لوبډلې ته ولوبيږي، خو هغه تېره ورځ په دې لیګ د نه لوبیدو پرېکړه وکړه. سل بالیزه لیګ چې د انګلستان او ویلز د ۸ لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، پایلوبه به یې اګست په ۲۷مه نېټه وي.



ښځینه فوټبال نړیوال جام؛ نیدرلینډ په وېتنام ۷ ګولونه ووهل

Pa.azadiradio.com 

د ښځینه فوټبال نړیوال جام په ترڅ کې نن لومړۍ لوبه د نیدرلینډ او ویتنام ترمنځ ترسره شوه چې ۷ د صفر پر وړاندې د نیدرلینډ په ګټه تمامه شوه. نیدرلینډ یوازینۍ لوبډله شوه، چې د روان کال د نړیوال جام په یوه لوبه کې ۷ ګولونه وهي. دغه راز، د ورځې دویمه سیالي بیا د پرتګال او امریکا ترمنځ مساوي پای ته ورسېده. د انګلستان او چین ترمنځ سیالي بیا ۶ د یو پر وړاندې انګلستان وګټله. د نن ورځې وروستۍ سیالي د هایتي او ډنمارک هېوادونو ترمنځ وه، چې ډنمارک ۲ د صفر پر وړاندې هایتي ته ماتې ورکړه. باید وویل شي، چې د ګروپي... Читать дальше...

د دوحې په غونډه کې پر کومو مسایلو ډېر تمرکز وشو؟

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې امریکایي چارواکو د طالبانو د حکومت له پلاوي سره د دوحې په غونډه کې یوشمېر هغه برخې په نښه کړې چې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره باور زیاتوي. د قطرپه پلازمینه دوحه کې د جولای په دیرشمه او یودیرشمه د دواړلو لورو ترمنځ خبرې ترسره شوې. د امریکایي لوري د پلاوي مشري د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ، د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازي رینا امیري او د افغانستان لپاره د  امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر او د طالبانو... Читать дальше...

افغانستان سره د مرستو کمېدو اندېښنې؛ اوچا: د تېر کال نېمایي هومره پیسې هم نه لرو

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ( اوچا ) ویلي چې د روان ۲۰۲۳ کال د پاتې میاشتو لپاره، په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو د پلان د عملي کولو په هدف د بودیجې له جدي کمښت سره مخامخ ده.  د ملګرو ملتونو د (ریلییف ویبپاڼې) د راپور له مخې، چې د دوشنبې په ورځ یې خپور کړی اوچا ویلي، د جولای میاشتې تر۳۱ پورې یې یوازې ۷۴۴ میلیون ډالره ترلاسه کړي. دا د تېر۲۰۲۲ کال د همدې مودې د بودجې په پرتله له نیمایي کمې پیسې دي.  د اوچا په خبره، دغې ادارې هغه مهال ۱،۴۹ میلیارد ډالره بودیجه په لاس کې لرله.... Читать дальше...

د کډوالو شورا؛ پاکستان تر ۵ سوو زیات کډوال افغانستان ته واستول، نور هم وباسي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا وايي، په وروستیو کې له پاکستانه ۵۳۰ افغان کډوال وېستل شوي او افغانستان ته اړول شوي دي. د دې شورا د دې شورا د عامه اړیکو مسول څارنوال عبدالبصیر وصال ازادي راډيو ته وویل دا هغه افغانان وه، چې په پاکستان کې یې د اوسېدو د قانوني اسنادو موده پای ته رسېدلې وه. نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "یو کال کیږي چې زیات شمېر افغانان چې امریکا ته د تګ کیسونه لري پاکستان ته د کارونو د پرمختګ لپاره دغه هیواد ته راغلي دي، دوی پي یو پي دوه او یو شمېر یې ایس ای... Читать дальше...

د همیشه بهار تلوېزیون رییس: طالبان مو بیا تلوېزیون ته ننوتي، ډبول او کنځلې یې کړي

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې د همیشه بهار په نوم د راډیو تلوېزیون مسوولان ادعا کوي چې د دوشنبې په ورځ دوه بجې د دوی دفتر ته طالبان په زوره ورننوتي، چوکي دار یې وهلي او کارکوونکو ته یې سپکې سپورې ویلي دي. د همیشه بهار راډیو تلوېزیون رییس اتل خان ستانکزی ادعا کوي چې د طالبانو لخوا خبریالانو او رسنیو ته د ګواښونو په دوام د دوی کارکوونکي یو ځل بیا ګواښل شوي، سپکې سپورې ورته ویل شوې او وهل شوي دي. نوموړی زیاتوي چې د جمهوریت له سقوط وروسته دا دویم ځل دی چې دی خپله او کارکوونکي یې د طالبانو لخوا ګواښل کېږي او بندي کېږي. Читать дальше...

اوکرایني چارواکي: د روسیې بې‌پیلوټه الوتکو په خارکییف بریدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د خارکییف ښار چارواکي پر دې ښار د روسیې د لږترلږه درېیو ډرونونو یا بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو خبر ورکوي او وایي، پر یوه کالج د یوه ډرون د لګېدو په نتیجه کې لږترلږه یو کس ټپي شوی دی. د خارکییف ښاروال ایهور تیريخوف وویل، ټول ډرونونه د ښار په څنډو کې لګېدلي دي. هغه ویلي چې یو ډرون د یوه کالج د لیلیې پر دوه پوړیزې ودانۍ لګېدلی چې له امله یې په ودانۍ کې اوربل شوی او د بېړنیو خدمتونو ادارې ډلې یې د وژلو هڅې کوي. د پولیسو سیمه ییز چارواکي په دې پېښه کې د یوه کس د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.... Читать дальше...

په چین کې د سېلابونو له امله ۱۱ کسان مړه شوي او ۲۷ نور لادرکه دي

Pa.azadiradio.com 

د چین دولتي رسنۍ وايي، د پلازمېنې پېکېنګ په شاوخوا غرونو کې د سېلابونو له امله ۱۱ کسان مړه شوي او ۲۷ نور لادرکه دي. د چین د دولتي نشراتي شبکې 'سي سي ټي وي' د راپور له مخې د څو ورځو سختو بارانونو، چارواکي اړ کړي چې د اورګاډي تمځایونه وتړي او په زیان منونکو سیمو کې خلک د ښوونځیو جیمنازیومونو کې ځای پرځای کړي. د راپور له مخې د سېلابونو اوبه کورونو ته ننوتي او موټر په ډنډونو کې ډوب شوي. د پېکېنګ لپاره چې معمولاً یې هوا معتدله او وچه ده، د ورښت وروستی کچه ډېره غير معمولي ده. د چین په شمالي نورو... Читать дальше...

په باجوړ کې د ځانوژونکي برید له کبله د وژل شویو کسانو شمېر۵۴ ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پولیس وایي، په باجوړ کې د یکشنبې د ورځې په ځانوژونکي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر۵۴ ته رسېدلی دی. د خیبرپښتونخوا ایالت له تروریزم سره د مبارزې د پولیسو جګپوړي چارواکي شوکت عباس وویل چې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علما اسلام ګوند پر یوې غونډې د شوي برید د قربانیانو شمېر ښایي زیات شي. په دې پېښه کې شاوخوا دوه سوه کسان ټپیان شوي چې د یو شمېر ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی. د دغه برید مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې اخیستی.

امریکا له طالبانو په افغانستان کې د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعیت د مخنيوي غوښتنه کړې

Mashaalradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د تامس وېسټ او رینا امیري په مشرۍ امریکايي پلاوي له طالبانو سره د دوحې په خبرو کې هغه موارد په ډاګه کړل چې د افغانانو د ملاتړ په برخه کې اعتماد رامينځته کوي.

نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي څارنې په اړه خپل نوی راپور خپور کړی

Pa.azadiradio.com 

نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي څارنې په نوي راپور کې چې پرون د جولای په ۳۱مه یې خپور کړی ویلي چې په تېرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې د کال پرتله انفلاسیون منفي و، د توکو عرضه کافي، خو تقاضا کمه وه او له پنځوس سلنې زیاتې افغان کورنۍ د خپل معیشت او د لګښتونو د پوره کولو په چاره کې له ستونزو سره مخ وې. نړیوال بانک زیاتوي، سره له دې چې په ۲۰۲۳م کال د سوداګرۍ کسر زیات شوی، خو د دې کال له جنوري څخه تر جولای پورې د افغانۍ ارزښت د لویو اسعارو پر وړاندې لوړ شوی دی. د نړیوال بانک د اقتصادي څارنې د... Читать дальше...


Музыкальные новости
Моргенштерн

Пользователи Сети обсуждают новое совместное видео Моргенштерна* и Лизы Василенко: «С Диларой он таких эмоций не давал»





Rss.plus
Google

Google закрыл дыру в системе безопасности Android TV




Экс-игрок Колыванов о "Зените": в матчах не видно, что у ребят горят глаза

Фанаты "Зенита" и ЦСКА отказались от взаимных оскорблений на матче Кубка России

Деньги за иномарки уехали по другому маршруту // Экс-директор ФГУП Минздрава и автодилеры осуждены за махинации со списанными машинами

Сергей Собянин. Главное за день




اوچا په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو لپاره د بودیجې کمښت سره مخ ده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، د روان ۲۰۲۳ کال د پاتې میاشتو لپاره د بشري مرستو رسولو د پلان د عملي کولو لپاره د بودیجې له جدي کمښت سره مخامخ دي. د ملګرو ملتونو د ریلییف ویبپاڼې د راپور له مخې اوچا ویلي چې د جولای میاشتې تر۳۱ پورې یې یوازې ۷۴۴ میلیون ډالره ترلاسه کړي چې دا د تېر۲۰۲۲ کال د همدې مودې د بودیجې په پرتله له نیمایي کمې پیسې دي. هغه مهال یې ۱،۴۹ میلیارد ډالره بودیجه په لاس کې وه. اوچا ویلي، دې ته په پام چې د درېیو کلونو پرله‌پسې وچکالۍ ته... Читать дальше...

امیري: له طالبانو په وار وار د بشري حقونو د وضعیت سمون په بېړنۍ اړتیا ټینګار شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې وايي، په دوحه کې یې له طالب چارواکو سره غونډه کې په مکرر ډول د بشري حقونو د اوسني حالت د سمون په بېړنۍ اړتیا ټینګار کړی. د افغانستان د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د افغانانو په غوښتنه او په بشري چارو په ځانګړي ډول په افغان نجونو او ښځو د افراطي بندیزونو د مخنیوي لپاره یې له طالبانو سره خبرې کړي. مېرمن امیري چې د امریکا متحده‌ایالاتو د پلاوي برخه وه، له طالب چارواکو سره له دوه ورځنۍ غونډې وروسته تېره... Читать дальше...

سیند های کورټ د پي ټي اېم کراچۍ مشر په ګډون د ۱۱ غړيو د خوشې کولو امر کړی

Mashaalradio.com 

دا له هغه وروسته ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په وینا، نور الله ترين او له هغه سره د غورځنګ نور غړي د جولای پر ۱۶ مه د کراچۍ د ګلزار هجري تاڼې پوليسو د يوې مسلې په اړه غوښتي ول او له هغه ځایه یې نیولي او نامعلوم ځای ته یې استولي ول.

د تماکو کروندګر لوړو نرخونو ته خوشاله دي

Mashaalradio.com 

په مردان کې کروندګر وایي سږ کال د تماکو نرخونه ښه دي او د تېر کال پرتله به ډېره ګټه ورته وکړي. کروندګر وایي سږکال بارانونو فصلونه خراب کړي خو پر دې سربېره هم په ګټه کې دي. تماکو فصل له پټي تر بټۍ او بیا منډۍ ته په رسېدو کې له کومو مرحلو تېریږي؟ تفصیل په دې ویډیو کې

امریکايي چارواکي: طالبان دې د بشري حقونو په تړاو خپلې تګلارې بدلې کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه هېواد چارواکو له طالبانو غوښتي هغه تګلارې بدلې کړي چې له کبله یې د بشري حقونو په ځانګړې توګه ښځو وضعیت بدتره شوی دی. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، امریکایي چارواکو دغه غوښتنې د دوحې په دوه ورځنۍ ناسته کې له طالبانو کړي دي. په دغو خبرو کې چې پرون او وړمه ورځ شوي د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ، د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د افغانستان لپاره یې شارژدافېرې کرن ډیکر د امریکایي پلاوي مشري کوله. اعلامیه کې... Читать дальше...



Москва

Тарифы ЖКХ вырастут в России


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин поздравил москвичей с 1 Мая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Земфира

Жена оскандалившегося Валерия Меладзе провела вечер на концерте Земфиры в Испании




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами

"Динамо" и "Спартак" опубликовали составы на матч Кубка России

ЦСКА выложил провокационный ролик к матчам с "Зенитом", вспомнив фразу Дзагоева


WTA

Россиянка Андреева стала рекордсменкой на турнирах WTA-1000



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Интернет

Google вложит 2 миллиарда долларов в дата-центр в Индиане



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России